حرام نمکي نه ده په کار / نعمان دوست

0 1,207

هلته اورونه بل و. هلته سکروټې بادیدلې. خو یونیفرم پر تن کسانو خپل ځانونه هیر کړي وو؛ د نورو د خوندیتوب لپاره یې منډې وهلې او د اور منځ ته یې دانګل.
ای،
هغه کسان چې د همدغو ساتندویانو جنازې نکوي، شاید په کومه سوړه ننوتلي وو او یا یې له لرې پټ پټ خندلې.
هغه کسان چې دغه ساتندویان اجیر ګڼي، هغوی هم نادرکه وو او د خپلو هیوادوالو د ژغورنې لپاره یې هیڅ نه کول.
نو،
ما به ګناه ګار کړي، خو دا خبره کوم:
هغوی چې زموږ خلک ساتي، د خلکو د ساتنې لپاره خپل سرونه په لاس کې ګرځوي، که له هغوی مننه ونه کړم، ځان راته بد ښکاري. ځان راته نمک حرامه ښکاري.
ربه!
هغوی چې زموږ خلک ساتي، ته یې په خپل رحم کې وساتې.

Leave A Reply