د ښاغلی هنری چار نیسکی په ویاړ د ثور د میاشتی ۲۸ کال ۱۳۹۶ / فهیم نظیمی

0 715

د ښاغلی هنری چار نیسکی په ویاړ د ثور د میاشتی ۲۸ کال ۱۳۹۶
ټولو مترقی ملی اسلامی او وطنپاله ګوندونو، ټولنیز سازمانونو ، مدنی ټولونو فعالینو او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پارلمان مشرانو او اولسی جرګی غړیو څخحه زما هیله داده چی د ارو پایی پارلمان د د مشر د معاون ښاغلی هنری چار نیسکی د اظهاراتو په تایید او ملاتړ کی چی د دیو رند د فرضی کرخی ابطال اود لودیز والو دریز یی په دی هکله له سره غوښتی او د افغانو د حق ملاتړ یی کړی دی غوندی جوړی کړی او خپل دریزونه او اعلامیی دۍ خپری کړی او د دغه لوی غږ سره خپل غږ او اواز پورته کړۍ. مه پریږدۍ دا تاریخی حقوقی دریځ خاموشه پاته شی. اوس د تاسو د مدنی خوزښت وار رارسیدلی چی ټولی نړی ته او خاصتا د امریکی او برتانیی تر سفارتونو اقلا خپل ژغ په رسمی بڼه ورسوی او خپلی اعلامیی ور وړاندی کړی. او همدارنکه ښاغلی هنری چار نیسکی څخه چی په دغه لار کی خپل ستر انسانی او حقوقی ګام پورته کړی د زړه له کومی مننه وکړی.

په در ناوی

فهیم نظیمی

Leave A Reply