پاکستان جعلي او مصنوعي هېواد دی

0 561

د هند د سترې محکمې پخوانی مشر وایي، پاکستان جعلي او مصنوعي هېواد دی. مرکنډی کټجو د ايټالیې د یووالي جوړوونکو سرتېرو کاور او ګارېبالدي ته په اشاره ویلي، ژر به هندي کاوران او ګارېبالدیان دغه په دوه برخو وېشل شوی هېواد بېرته یو هېواد شي.

هغه ځان ته د ايټالیې د یو ځای کېدو د فکر رامنځته کوونکي مازیني خطاب کړی دی.

کټجو ویلي، انګرېزانو هند د جعلي او دروغجنې دوه قومي نظریې پر بنسټ ووېشه او یوه ورځ به دواړه هېوادونه بېرته سره یو ځای شي. کټجو ویلي زه باوري یم چې زما فکر به د هند کاوران او ګارېبالدیان په حقیقت بدلوي.

په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند لویه وچه په دوه برخو ووېشل شوه او پاکستان د نوي هېواد په توګه رامنځته شو.

Leave A Reply