مولوي ایوب درویش په کندوز کې په دې ګناه ووژل شو/ اباسین بریال

0 869

مولوي ایوب درویش په کندوز کې په دې ګناه ووژل شو، چې څو ورځې وړاندې یې له شمشاد تلویزیون سره مرکه کې په افغانستان کې د پاکستان جهاد تکفیر کړ.
له پاکستان سره د جنګ د ابزارو په توګه یوازې ددین او جهادي فتوا ادعا پاتې ده، مولوي پیروز، مولوي درویش، مولوي هجت…….. ددې شنه کارت په مقابل کې انتقادي کارتونه پورته کړل، چې ترور شول، خو دا درې څلور دیني منورین ندي، دا په زرګونو دي، پاکستان نشي کولای دا وطندوستان په مرګ ختم کړي. څوک چې د تابو ماتولو ته راوځي هغوی سر په تلي کې ګرځوي. پاکستان نور ددین کارت نشي کارولی، دین به نور د پاکستان د سیاست، منافقت او جاسوسۍ وسیله نه وي، دین خدای ساتي او د خدای ج پر وړاندې افغان دیني منور تر پاکستاني ملا بې ایمانه ندی.
د افغان مفتیانو غږ به پاکستان بې ایمانه کړای شي.
د یو بل مشروطیت غورځنګ د عروج مرحله ده

Leave A Reply

Your email address will not be published.