په دې ټاکنو کې خو تېروتو. کاشکې یواځې…/ مجید قرار

0 725

په دې ټاکنو کې خو تېروتو. کاشکې یواځې مجید قرار، یا بل ملګری تېروتلی وای، ستونزه دا ده چې ټول تېروتلو، خو رب ته وګورئ، د دې دورې پای ته تیاری ونیسئ. بل ځل چې ټاکنې کوئ، هیڅ وخت د افرادو په حیث د ټاکنو ټیمونو ته مه ننوځئ، بلکې تل د کتلو او منظمو شبکو په شکل ټیمونو ته ننوځئ. د دې کار ګټه به دا وي چې تر ټاکنو وروسته به ستاسې په ارمانونو ملنډې نه وهل کېږي. ملیونران به اداره امور او ارګ نه محاصره کوي او ستاسې ارمانونه به د خاندانیت نه قرباني کېږي. تاسې به هم وایاست چې دا د محشر ورځ وګوره او دا د قرار بې ځایه سیاسي تقریر، خو زه قسم درته کوم چې همدې سیاسي تبصرې ته همدې بدې ورځې اړ ایستلی یم. د دښمن غښتلتیا مې نه ځوروي، خپله کمزوري مې ځوروي. د نن شهیدان به هم سرتېري وي او د پرون په بازار کې ډبېدلی هم سرتېری و. یوه اونۍ مخکې مو د پاڅون هغه د لومړیو ورځو ملګری هم د خدای حضور ته ور رخصت کړ چې تر څو کاله رضاکارې جګړې او د معاصر تاریخ په تر ټولو سترې حماسې پنځولو سربېره یې هم له دې نظامه یوه عادي نظامي رتبه ترلاسه نکړای شوه. ځکه چې نظامي رتبې د احمدضیاء مسعود او جنرال جرأت اولادونو ته ځانګړې دي. دا جګړه په لنډه غرپال نظام نه کېږي. دا جګړه د پروژو د خېټور نسل کار نه دی. له وکیلانو را نیولې، تر امنیه قوماندانانو، تر وزیر او معین او رئیسه پورې د تاریخ شریرترین قشر راباندې حاکم دی. هغه ورځ به مو د زلمي زابلي د زوی کیسه اورېدلې وي. زوی بېچاره یې لکه چې کم عقل و، په کم عمر خدای رسوا کړ، پلار یې هغه شیطان دی چې په لسیزو لسیزو یې جنسي رسوایۍ، اداري فساد، سیاسي فساد، جاسوسۍ او نور رذالتونه وکړل او لا رسوا نشو. همدا نن په دې نظام کې تر مفتي عبدالولي او تر مولوي رحمت الله د زلمي زابلي خبره ډېره چلېږي. ځکه چې د پاکو اوبو ماهیان د تشنابونو په ډنډونو کې لامبو نشي وهلای. همدا نجس ډنډ همدې نجسو انسانانو ته جوړ دی. دا د یوه سناتور، یوه وکیل یا یوه وزیر خبره نه ده. تاسې په حاکم قشر پسې څراغ وګرزوئ. تاسې په ملي ادارو کې د پرمختګ لپاره معیارونه معلوم کړئ. نن د پیکو ملګرتیا د فکر پر ملګرتیا غالبه ده. له یوه پلوه وینې دي، مرګونه دي، دردونه دي، فاجعې دي، جنګونه دي، له بلې خوا د پیکو بانډارونه دي، دولتي موټر دي، لنډه غر دي، د وزیر اکبرخان د شپې پارټیانې دي، او د همجنس بازانو هډې دي. ملت له دې نظام او د دې نظام له چارواکو سره په ستره تاریخي ابتلاء کې ګېر دی. که یې پرېږدي، په فتنو او بلاګانو سر کېږي، که یې نه پرېږدي، د اراذیلو او اوباشانو له لاسه ورځ تر ورځې سپکېږي، توهینېږي. ولسمشر تر ځان رحیمیان، خپلواکان، نادریان، او نور ارجل برجل مخلوقات تاو کړي، چې د باندې خیر خیریت وي، خلک د ارګ ملاتړ ته را وتلي وي، دوی یې وېروي، وایي هله نظام ړنګ شو، معامله وکړه کیسه خرابه شوه، کور دې وران شو او چې د باندې حالت انفجار ته رسېدلی وي، غوغا وي، شکایت وي، اعتراض وي، دوی ورته وایي چې خیر خیریت دی، هیڅ خبره نه ده رئیس صاحب، حکومت او رعیت دواړه ښه خوشاله دي. بس ارګ دی، هشت صبح دی، طلوع ده، نادري دی، خپلواک دی، او د غني افغانستان مدینه ی فاضله ده.

له یوې خوا ترهګر ټالیب ته نور نه شعار ور پاتې دی، نه رهبري ور پاتې ده، نه منطق ور پاتې دی، نه دیني توجیه ور پاتې ده، نه د خلکو خواخوږي ور پاتې ده، له بلې خوا د ټمبلو اراذیلو او مافیایي خېټورو له لاسه هماغه زخمي، لوېدلی، پاشلی او بې انګېزې ټالیب په خلاص مټ د ملت له لیکو تاکه تاکه ځلمیان او انسانان ټولوي او قصابه کوي یې.

د ټالیب کیسه اسانه ده، خو تر څو چې نظام نظام نشي، اسانه کیسې هم نشي فیصله کېدای. د نظام د اصلاح لاره معلومه ده. د دې دورې تر پایه پورې منظمېدل، را ټولېدل، شبکې غځول، ارماني او فکري هستې رامنځته کول، د دې دورې په پای کې د همدې دورې له چارواکو سره حساب او د هماغه حساب پر اساس وړاندې منزل ټاکل. و ما علینا الا البلاغ

Leave A Reply