قومي نازولتوب !! / ډاکټر شیر ولی شیر

0 367

قومي نازولتوب !! 
د ایزدیار د زوی په جنازه کی برید یوه وحشي کړنه وه چی د یو افغان په حیث د غندلو وړ ده .
د ملي یووالي غښتلتیا او ساتنه هم د هر واقعي افغان همیشنی غوښتنه ده .
خو نه پوهیږم چی ولی ننی برید دومره لویه غوغا اچولی ده ، ټولی رسنی په اخته دي ، دولتي چارواکي هم په چاپلوسانه ویناوو سر دي ، عجبه خو دا ده چی هر یو د غندنو ترڅنګ په ملي یووالي ټینګار کوي لکه ننی برید چی یو قوم په بل قوم کړی وي !
وروره افغان ملت د جګړی سره مخ دی او د افغانستان دښمنان ټول د افغان په نوم وژني .
دا پنځلس کاله پښتانه د همدی دښمنانو لخوا په بیلابیلو وحشي ډولونو وژل کیږي ما خو د نورو قومونو له خوا دملي یووالی خبره خو لا پریږده ، حتی غندنه هم وانه وریده .
د پښتنو ژوند بی ارزښته دی او که دا زموږ د ځینو قومونو نازولتوب وبولو.

Leave A Reply