د انګلستان په پلازمینه لندن کې د میني بس ډوله موټر سره په پیاده رو کې په روانو کسانو برید وشو.
پيښه د لندن د مشهور پله د پاسه رامنځته شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو د سپین رنګه میني بس ډوله موټر سره د لندن د پله د پاسه په ډیر سرعت سره په پیاده رو کې په روانو خلکو برید وکړ.
برید کوونکو ګن شمیر کسان د موټر لاندې کړي دي. د لندن پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې د یو نه ډیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د لندن پولیسو ویلي دي چې درې تنه برید کوونکو د لندن په پله کې ګن شمیر کسان د موټر لاندې د کولو نه وروسته د موټر نه راښکته شوي دي او په خلکو يي د چړو بریدونه کړي دي.
په سیمه کې یوې عیني شاهدې خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لندن د پله د پاسه يی درې تنه ولیدل چې سرونه يي پرې شوي وو. همداشان برید کوونکو ۷ تنه نور په چړو وهلي دي.
د پیښې په ځای کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي .
پولیس د درو تنو برید کوونکو په لټه کې دي.
TRT Pashto