خلیلي د سولې شورا رئيس شوو خو…!؟ / اجمل هوډمن

0 488

محمد کریم خلیلي د برېښنا د شرکت ١٨ میلیونه افغانۍ پوروړی دی.
خلیلي هره میاشت د ١٧٥٥ کسیز امنیتي تشکیل د معاشونو او اعاشې په نوم له ارګ نه ځانګړی مالي تخصیص اخلي.
هغه وخت چې خلیلي د سولې د عالي شورا مرستیال وټاکل شو. له دارالانشاء نه یې غوښتي، و چې د ده لپاره دې په کور کې یوه بله موازي دارالانشاء او ٧٠ كسير امنيتي تشکیل جوړشي.
خلیلي څو میاشتې وړاندې د سولې شورا دارالانشاء ته د مقررۍ لپاره د ٢٦٦ کسانو یو لیست ورکړی و، چې ټول کسان په کې د یو قوم وو.
خلیلي دوه دورې د جمهوري ریاست مرستیال پاتې شوی، چې خپله ټوله کاري دوره یې قومي سیاست ته ځانګړې کړې وه.
خلیلي د حزب وحدت تنظيم مشر دی. د خلیلي ورور حاجي نبي په دارالامان کې په سل ګونو جریبه زمکې نیولي او تر اوسه یې خرڅوي.
خلیلي له طالب سره د سولې تمایل نه لري. او طالب هم باور نه پرې کوي، خلیلي یو ملي بې طرف شخصیت نه دی.
تر هغو چې له جنګه د ګټندویو خلکو او د جنګ په نامه د امتیاز خوړونکو راج وي، سوله نه نشته.

خلیلي د سولې شورا رئيس شو، غني صیب خلکو ته ریښتیا ووایه ایا ته سوله غواړې ؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.