جمهور رئیس غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

0 865

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.   

جمهور رئیس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې پرګډون او وینا سربېره د ګډون کوونکو هېوادونو له یو شمېرمشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.

د هېواد جمهور رئیس سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس سترسلاکار ډاکټرهمایون قیومي، د مشترک المنافع  هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او د عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي ملتیا کوي.

Leave A Reply