د استاد حبيب الله رفيع د ناروغۍ په مناسبت لنډه کيسه – حاجی ولی محمد

0 894

غمونه او مرګونه
د نامتومحقق او ګران ملګري استادحبيب الله رفيع د ناروغۍ په مناسبت لنډه کيسه – حاجی ولی محمد

د كندهاره كابل ته لكه د هوا مرغه دغسې را ورسېدم خو د كابل ګنې ګوڼې مې ګامونه ټكڼي كړل، د مېږي په ګام د هغه لور ته ور روان وم، دفتر يې د ښارنو په څنډه كې موقعيت درولد، د مځكې تناوونه مې لنډ كړي وو خو دفتر ته رسېدل راته د اسمان خاته سو، د يوې خوا د وګړيو ګڼه ګوڼه او د بلې خوا كورو او موټرو د ښار د لنډو لارو واټن سره اوږد كړى وو.
د زاړه او خواږه ملګري د ليدلو تلوسې د توندۍ او بې كرارۍ په كيفيت كې راګير كړى وم، وروستۍ ليدنه مو يو كال وړاندې سره سوې وه، په معنوي لحاظ د دوستانو د وصال شېبې تر عادي شېبو ډېرې اوږدې وي، د خپلو او لارويانو د مغزو په زور مو ځان دقتر ته ورورساوه، د ادب د ګلبڼ ماليار له دې ځايه د كلو له پشتې دفتر ته تللى وو.
د وصال دې ناكامۍ نور ستړى او ستومانه كړم، ما فون نه وركاوه، امدهامه ورتلم ځكه چې په ليدلو مې ډېر خوشحاله كېدى، د هغه دفتر د لار راښوولو لپاره مو فون وروكړ، په ډېر لوېدلي او ځهير ږغ يې راته وويل: “يو ساعت په چوكۍ كې بې سده پروت وم، اوس لږ څه تور او سپين سره بېولاى سم”.
زه د خوږو خوږو خپلوانو مرګونو ډېر ډارولى وم، دوې پښې مې دغه او دوې نورې كړې، پوښتنه پر پوښتنه مې يې ځان دفتر ته وروساوه په كتابونو د ډكې خونې د مېزو شاته پر كرسۍ يو مړاوى سر ناست سړى قلم په لاس ورقې لولي: “دا بل څوك دى هغه نه دى”.
“مړاوې او سېك ختلې څېره، شاړې شاړې وېښتان او ږيره، دغه يوه خوله سړى هغه نه سې كېدلاى”.
ما څو ځله پردي وګړي په خپلوانو خطا كړي دي، له دې ډاره مې ږغ پر ونه كړ، كله چې مې د خپل دوست د وتاك پوښتنه ورڅخه وكړه، وروره! وبخښه…
هغه سر راپورته كړ او زما خبره يې غوڅه كړه: “ته راورسېدې”.
“ته رفيع صاحب يې، والله كه ولاړ سې، پر خپله چوكۍ ناست اوسه”.
په كمزوري او كپېدلي وجود يې خواله راسره وكړه.
پروسږ كال خو هغه ډېر ښه وو، سږ د كومې تورې بلا ساه پر وخوت، د هغه دې كيفيت پر ما ډېره بده اغېزه وكړه، ستونى مو ډك ډك كېدى، د زړه جوش د سترګو كاسې د اوښكو ډكې كړې او خولې ته بې سقوط وركړ، څه كړې وروسته مې زړه راغونډ كړ: “مركې، مقدمې، څېړنې، سيمينارونه ځان دي اخير دې حال ته په راورساوه”.
رفيع: “همدغو شيانو خو ژوندى ساتلى يم”.
ولي: “كورباڼې به دې څه موده دلې راوستلي واى، فكر به دي ورسره بدل سوى واى”.
رفيع: “نه هغه په كابل كې اوسېدلاى سي او نه زه په كناډا كي، د هيواد مينې په زاړه بورجل كې شكېل كړى يم، د وطن د سوكالي او سولي ارمانونه مې نيمګړي پاته سول، د هيواد ناخوالو په ذهني او بدني ناروغۍ اخته كړى يم، د ننه د ماتې هندارې په څېر ريچې ريچې يم، كه ورته او ضاع دوام وكړي، بې وخته به زما د مرګ ږغ درباندې وسي”.

Leave A Reply