ولسمشر ایران ته ولاړ

0 544

ولسمشر غني نن سهار نږدې ۷ بجې د یوه دولتي پلاوي په ملتیا د ایراني ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په هدف ایران ته ولاړ.
ارګ وايي، ولسمشر به د دې سفر په اوږدو کې له ایراني چارواکو سره وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړې.
جمهور ريیس داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په تازه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر مسلې خبرې لږې سختې شوې دي.
افغان حکومت وايي، اوبه یې عزت دی، خو ایران بیا وايي، په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

Leave A Reply

Your email address will not be published.