غازي ببرک خان څوک و؟! / رفيع الله زيار

0 1,094

غازي ببرک خان ځدراڼ په قوم ځدراڼ او د مزرک خان زوى و. نوموړى د خوست ولايت ( چې په هغه وخت کې د پکتيا لويه ولسوالي وه ) د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ( ګېډوره ) کلي کې د (ترغري) غره په لمن کې استوګن و، چې اوس يې هم لمسيان او کورنۍ په هغه ځاى کې شته او اوس د ځدراڼو په قوم کې پر يوه لويه کورنۍ حسابيږي.
نوموړى هغه څوک و، چې نه يوازې د ځدراڼو، بلکې په خوست کې نور قومونه هم پرې راټولېدل. غازي ببرک خان په سيمه کې يو ښه مېلمه پال شخص و، د ده پر کور به هره ورځ په سلګونو مېلمانه پراته و، تل به يې په خپله د مېلمه لاسونو ته اوبه ور اچولې او د دوى عزت يې پر ځان فرض ګرځولى و.
غازي ببرک خان په هېواد مينه څېره وه، دده تشريفات نه خوښېدل او هغه کار به يې کاوه، چې هم به د هېواد په کې ګټه وه او هم به د خلکو په کې خير و. که څه هم دى واقعي خان و، خو ده ځان د غريبانو د پښو خاورې حسابوه، نو له همدې امله يې په خپله حجره يا لنګر کې له عامو افغانانو او غريبانو سره توپير نه کېده. همداشان دى لوڅې پښې ګرځېده. ځکه نوموړي ويل، چې زما قوم او خلک لوڅې پښې ګرځي، نو دا زما لپاره ښه خبره نه ده، چې په يوه غريب قوم کې ځان ته هوسا ژوند برابر کړم.
غازي ببرک خان هلته د افغانستان د واکمن امير عبدالرحمن خان پام ځان ته واوړوه، چې کله يې د خپلو ملګرو سره يو ځاى د پولې تر څنګ پر انګرېزانو غلچکي بريدونه وکړل او د دوى پوځي تاسيسات به يې تر بريدونو لاندې ساتل.
په وروستيو کې پر انګرېزانو د قومونو لخوا حملې زياتې شوې. خو تر ټولو لومړى قومي مشر غازي ببرک خان و، چې پر انګرېزانو يې سختې حملې وکړې او په خپلو حملو کې يې ډېر زيانونه ورته ورسول.
غازي ببرک خان په خپلو بريدونو سره انګرېزان تر سخت فشار لاندې ونيول، چې بالاخره مجبور شول، تر څو امير عبدالرحمن خان ته شکايت وکړي.
د برتانوي هند ويسرا او امير عبدالحمن خان تر منځ داسې تړون لاسليک شوى و، چې د يوه او بل پر وړاندې به خطرناک او ضررناک حرکتونه، نه کوي.
له دې امله امير عبدالرحمن خان شريندل خان ته، چې د لويې پکتيا حاکم و فرمان واستوه، تر څو غازي ببرک خان حاضر کړي. شريندل خان فرمان غازي ببرک خان ته واوروه او غازي ببرک خان هم په ورين تندي امير عبدالرحمن خان ته ورغى او خبرې يې ورسره وکړې. کله چې په دې ليدنه کې امير عبدالرحمن خان د غازي ببرک خان شخصيت او د هېواد او خلکو سره دده رښتيني مينه وليده، نو څو ورځې وروسته يې شيريندل خان ته يو بل فرمان واستوه او په کې ليکلي يې وو، چې غازي ببرک خان ته د لمرې په کلي ( په اوسنۍ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ) ځمکه او د ملکي غونډ مشري ورکړه.
کله چې غازي ببرک خان د ملکي غونډ مشري اخستله، نو له مرکز نه يې د امرالدين په مشرۍ يو هيئت راوغوښت، تر څو د نقشې له مخې سرحدي حدود ورته معلوم کړي.د سرحد له معلومولو وروسته غازي ببرک خان د سرحد په اوږدو کې (١٢) تاڼې جوړې کړې، په هره تاڼه کې يې سل کسان کېنول، چې اوس هم دغه (١٢) تاڼې دده په نوم ياديږي.
د تاڼو د جوړولو پر مهال د يوې تاڼې د جوړېدو پر سر د انګرېزانو او غازي ببرک خان تر منځ لانجه راغله. انګرېزانو يې، ځکه مخالفت وکړ، چې ويل يې دا زموږ په خاوره کې ده، خو غازي ببرک خان په خپله نقشه يقيني و. د دوى تر منځ لانجه اوږده شوه او له همدې امله له مرکز کابل نه د امرالدين په مشرۍ بيا هيئت راغى. د انکريزانو او افغان لوري هيئت، چې سيمه وليده، نو د غازي ببرک خان نقشه سمه وه او له همدې امله انګرېزانو افغانى هيئت د غرمې ډوډۍ ته وغوښت، چې دوى يې هم مېلمستيا ومنله.
غازي ببرک خان او افغان هيئت، چې له دوى سره لاړل، نو په دې وخت کې يوه انګرېز، چې ( لوړه او چاغه تنه يې وه ) غازي ببرک خان ته ويلې و، چې که غېږ راسره ونيسي، خو په غازي ببرک خان کې، چې درنښت او افغانى غرور و، ځان ترې غلى کړى و او دوهم ځل انګرېز د غازي ببرک خان لاس په لاس کې نيولى او خبره يې بيا ورغبرګه کړې وه، چې ورسره جوخت يې دده لاس ته فشار هم ورکړى و. غازي ببرک خان چې دده سپين سترګي توب وليد، نو ده چې د انګرېز لاس ته فشار ورکړ انګرېز ګونډې ووهلي، غازي ببرک خان روان شو او انګرېز يې د شاه لخوا همداسې پسې کشاوه.
انګرېز چې وړاندې يې له ډېر غرور څخه پر خلکو پښې ايښودې اوس د غازي ببرک خان څخه بخښنه وغوښته او خپله ماتي يې ومنله. وړاندې له دې، چې امير عبدالرحمن خان وفات شي، نو خپلو زامنو او خواخوږو ته يې په فرمان کې ويلې و، چې د غازي ببرک خان به ډېر خيال ساتي. ځکه داد هېواد رښتينى او صادق خدمتګار دى.
کله چې د امير عبدالرحمن خان زوى امير حبيب الله خان پر تخت کېناست، نو د غازي ببرک خان په ګډون يې د خپل پلار ټول ياران پر ځان راټول کړل.
امير حبيب الله خان هم په لغمان کې په مرموز ډول ووژل شو. له ده وروسته غازي امان الله خان واک ته ورسېده. غازي امان الله خان هم د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان په څېر د غازي ببرک خان قربانيو ته په درنه سترګه کتل او په ډېرو ستونزو کې به يې له نوموړي سره مشورې هم کولې.
کله چې غازي ببرک خان د غازي امان الله خان ليدو ته ورغى، نو غازي امان الله خان د نورو مشورو کولو تر څنګ دا پوښتنه هم ترې وکړه، چې د لويې پکتيا په سرحدونو کې د انګرېز قوت څنګه ارزوې؟ نوموړي يې په ځواب کې وويل، چې د افغانانو په پرتله د انګرېز وسله او نور امکانات ډېر دي، خو دوه شيان، چې دوى يې نه لري، هغه ايمان او د افغانانو کلک هوډ دى.
غازي امان الله خان له انګرېزانو نه د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره هڅې پيل کړې. د هېواد له ديني علماءکرامو، قومي مشرانو او عسکري منسبينو سره تر مشورې کولو وروسته يې له انګرېزانو سره د جهاد اعلان وکړ. همداشان يې د ټولو سيمو لپاره قوماندانان وټاکل، خو د لويې پکتيا لپاره يې د قوماندان په ټاکلو کې له غازي ببرک خان سره مشوره وکړه.
خو غازي ببرک خان داسې مشوره ورکړه، چې غازي امان الله خان يې حيران کړ. هغه مشوره داسې وه، چې غازي ببرک خان ورته وويل: سپه سلار محمد نادر خان له بنده څخه خوشى کړه او د لويې پکتيا د محاذ قوماندان يې وټاکه. ( سپه سلار محمد نادر خان له سردار نصرالله خان سره د بيعت کولو په تور نيول شوى و او تر ١٢٩١ هـــ ش کال د حمل تر مياشتې پورې بندي و) . غازي امان الله خان غازي ببرک خان ته په حيرانۍ سره وويل، چې پر هغه څنګه باور کولى شو؟ غازي ببرک خان ځواب ورکړ، چې هغه که خوشى شي او باور پرې وشي، نو دى يو تجربه کار شخص دى او موږ به ډېره ګټه ترې پورته کړو. غازي امان الله خان دده خبره ومنله، سپه سلار محمد نادر خان يې له بنده خوشى کړ او د لويې پکتيا د محاذ د قوماندان په توګه يې وټاکه.
سردار شاه محمود خان او سردار شاه ولي خان، چې د ( سپه سلار محمد نادر خان وروڼه و) د غازي امان الله خان لخوا د نوموړي سره واستول شول.
سپه سلار محمد نادر خان وروسته له هغې د خوست پر لور حرکت وکړ، چې له مرکز کابل نه ورته له انګرېزانو سره د اړيکو د شليدو فرمان ورسېده. نوموړى د ځدراڼو په هغه دره او سټو کنډو پاندې، چې په ګڼ ځنګل پوښلي او ډېره خرابه لار يې درلوده، له څو ورځو مزل کولو وروسته ( المرې) کلي ته له يوه کاروان سره ورسېده. غازي ببرک خان د درناوي په دود د خپلو غازيانو سره يو ځاى مختې ته ور ووت.
محمد نادر خان د خپل لښکر سره يو ځاى څو شپې د غازي ببرک خان مېلمه و او له هغې وروسته د خوست مرکز متون ته لاړ. په ١٢٩٨ کال غازي ببرک خان په خپل ځاى ( ګېډوره ) کې د انګرېزانو سره د جهاد کولو په موخه (٤٠٠٠) زره کسيز لښکر، چې د تڼيو، وزيرو، مسيدو، منګلو، ځدراڼو او په خوست کې د نورو قومونو غازيان په کې و، د متون پر لور روان کړ، تر څو محمد نادر خان ته ځان ورسوي.
محمد نادر خان دده د راتګ په انتظار و. کله چې غازي ببرک خان ور ورسېده، نو له هغې وروسته د محمد نادر خان لخوا د ١٢٩٨ کال د جوزا مياشتې په ٢٤ مه نېټه ورته د ټل او ميرانشاه تر منځ د انګرېزانو مشهوره قرارګاه، چې په سپين وام کې وه ورکړل شوه. غازي ببرک خان د يادې قرارګاه په لور غازيان وخوځول. کله، چې د سپين وام قرارګاه ته له غازيانو سره يو ځاى ورنږدې شو، نو انګرېزي قواو د دوى په ليدو دغه قرارګاه پرېښوده، ټولو وسلو او خوراکي توکو ته يې اور ورته کړ.
د غازي ببرک خان غازيان په خالي قرار ګاه کې تاو را تاو شول، خو کوم څوک په نظر نه ورغلل. د ١٩١٩ م کال د مى په ٢٨ مه نېټه توپچي قواو د عبدالطيف تر قوماندې لاندې، چې ( د غازي ببرک خان سره يو ځاى و ) د ټل چوڼۍ تر خپلو ګوزارونو لاندې ونيوه، تر څو چې د چوڼۍ لرګيو، تيلو، خوراکي موادو، سلاکوټونو او ډيپوګانو اور واخيست او همدارنګه د غازي ببرک خان کسانو ددې چوڼۍ مخباراتي سيستم ويجاړ کړ، چې له امله يې د انګرېزانو له نورو چوڼيو سره اړيکې کته شوې. غازيانو ټوله ورځ هڅه وکړه، تر څو چوڼۍ ته ورغلي لار پيدا کړي، خو ونه توانېدل. کله چې ماښام شو، نو غازي ببرک خان له يوه سپين ږيري نه، چې له جومات څخه راووت پوښتنه وکړه:
چوڼۍ ته کومه لار ورغلي ده؟
سپين ږيرى، چې له اول نه يې د غازيانو سره د مرستې نيت درلود، نو د هغه سک دوکان ته يې ور وستول، چې د چوڼۍ دروازه يې ليدلي وه. سک چې دوى وليدل، نو ورخطا شو، غازي ببرک خان ډاډ ورکړ، چې ستا ژوند به خوندي وي،خو ته چوڼۍ ته ورغلي لار وښايه. سک چې ځان خوندي وليد، نو لار يې ورته وښوده او غازي ببرک خان د خپل يوه سر تيري په واسطه سک له سيمې څخه ويوست. غازي ببرک خان د دروازې په غټ کلپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې مات کړ. نوموړى د خپلو دوو زامنو شيرک خان او زمرک خان او نورو يو شمېر غازيانو سره چوڼۍ ته ورننوتل او د ننه يې په مورچو کې پر انګرېزانو حمله وکړه.
د ننه په چوڼۍ کې ددوى څو تنه غازيان شهيدان شول او غازي ببرک خان هم پر اوږه ټپي کړل شو. نوموړي زامنو ته يې وويل: اوږه مې وتړئ، خو چې غازيان خبر نه شي. ځکه مورال به يې کمزورى شي. زامنو يې پر اوږه د زڼغونزي ژاوله، چې د همدې لپاره يې له ځان سره ګرځوله کېښوده او ټپ يې وتاړه. زامنو يې نور څوک خبر نه کړل. کله چې سهار شو، نو په چوڼۍ کې هېڅ انګرېز پاتې نه و. دوى ټول له هغې لارې وتلي وو، چې غازي ببرک خان ته معلومه نه وه او په سهار کې يوازې د انګرېزي ټپيانو نارې وې او د نورو انګرېزانو جسدونه پراته وو.
انګرېزانو چې ځانونه په بده ورځ کې وليدل، نو غازي امان الله خان ته يې ليک واستوه، چې ستا د هېواد خپلواکي په رسميت پېژنو، خو ته دې غازيانو ته ووايه، چې جنګ بند کړي.
غازي امان الله خان هم فرمان صادر کړ، تر څو غازيان جنګ بند کړي، خو په اول سر کې غازيانو ورسره مخالفت وکړ او په اخر کې يې د علماءکرامو په غوښتنه ومانه، دوى بېرته د جنګ له ليکو څخه راستانه شول او د شهيدانو په وينو فتح کړې سيمې يې بېرته انګرېزانو ته پرېښودې.
غازي ببرک خان هم د سپين وام، ټل، هنګو او نور ګټلي سنګرونه پرېښودل او له غازيانو سره بېرته خوست ولايت ته راستون شو. کله چې خوست ته راورسېده، نو سپه سلار محمد نادر خان د برياوو له امله ورته د لمر اعلى درجه نښان هم ورکړ. وروسته، چې د لويې پکتيا ځينې قومونه په غازي امان الله خان پسې د ملا عبدالله خان ګرديزي او ملا عبدالرشيد په مشرۍ راپورته شول، نو ددې پاڅونونو په غلي کولو کې غازي ببرک خان ډېرې هلې ځلې وکړې، خو بريالى نه شو. نوموړي په دې وخت کې يوازې دومره وکولى شول، چې په خوست کې د وزير محمد ګل خان مومند قوتونه له محاصرې خلاص کړي او دده قوتونه بېرته دې ته تيار کړي، چې وزير محمد ګل خان مومند ته د اطاعت سرونه ټيټ کړي.
غازي ببرک خان هڅه کوله، تر څو ټول قومونه د انګرېزانو په فريب وپوهوي، خو خلک د ملا صاحبانو د وعظونو تر تاثير لاندې وو او ببرک خان ونه کړاى شول، چې دوى پوه کړي. خو کله چې عبدالکريم هندى راغى، نو ببرک خان هم چانس تر لاسه کړ او خلکو ته يې وويل: وګورئ داد انګرېزانو چل او موږ ته فريب راکول دي، چې موږ تباه کوي او موږ په خپلو کې سره جنګوي. دده په نورو قومونو زور ونه رسېده او د ځدراڼو قوم يې له پاڅون کوونکو څخه بيل او د ملي قوتونو په ليکو کې يې ودراوه. که څه هم چې د ځدراڼو قوم د ملي قوتونو سره يو ځاى شو، خو ځاى، ځاى پوځي عمليات روان و، چې په دې وخت کې د غازي ببرک خان يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ټپي شو او غازي ببرک خان ته يې نارې کړې، چې زه ټپي شوم او در پورته مې کړه. غازي ببرک خان په داسې حال غزني خان راپورته کاوه، چې په يوه لاس کې يې ټوپک و، خو غزني خان يې لا نه و پورته کړى، چې نوموړي هم په ټټر ګولۍ وخوړې او ځاى پر ځاى يې د (٦٣) کلونو په عمر په ١٣٠٤ هـــ ش کال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ( انالله وانا اليه راجعون)
ماخذونه: ١- ببرک خان د هېواد نوميالى غازي/ د محمد عارف غروال اثر
٢٢- افغانستان-ډيورنډ لاين- پښتونستان / د سراج الحق ببرکزي مقالهhttp://www.tolafghan.com/durandline/article/babrakzay٣- ٤- افغانستان په منځني ختيځ کښې دډيموکراسۍ يو غوره بېلگه ده!/ د قدرت الله حداد مقاله ٥٥-http://www.scprd.com/paos_show.php?id=545 ٦- asia publishing house–Bombay, Calcutta, new delhi , madras London and new York. See

Leave A Reply