قدیر او ملګرو ته یې وایم؛/ لطیفه عظیمی

0 672

قدیر او ملګرو ته یې وایم؛
غني بابا د زړونو پاچا دی هغه جسمونو ته اړتیا نه لري!

دغه جناب وایې بابا خلکو ته 300 سوه ډالر ورکوي چې د ده په ګټه خبرې ولیکي.
زه ورته وایم ښایې تاسې د ډالرو د اخیستلو په مقابل کې تر هرڅه تیر شئ خو خلک دومره نه دي بې غیرته چې د ډالرو په مقابل کې باطل ته حق او حق ته باطل ووایې.
دا دنده ستاسو ده چې د ډالرو په وړاندې لکه د واورې زمري غوندې یاست چې د لمر پر وړاندې یوه شېبه هم دوام نشي راوړی.
که زه ستاسو پر ځای وی لومړی مې ځان له افراط پالنې او جنګسالارۍ خلاصولو بیا مې نورو باندې کاذبې او بې اساسه ټاپې وهلې.
تاسو د خپلې نا پوهۍ له عمله هرڅه په ډالرو پورې تړئ او ځان ته توجه ورکوئ.
په دې هم پوهیږئ چې کارونه مو د اسلام، مسلمانانو او هېوادوالو په زیان دي.
تاسو تر اوسه هغه زوړ پاله مخلوق یاست چې نه مو په خپله خیر پکې وکړ او نه مو حقیقت د حقیقت په توګه و مانا.
صرف دا مو زده کړي چې څه ډول په پردیو اشارو اختارونه او د نظر څرګندونه وکړئ.
زه لوړه کوم چې که په افغانستان کې ستاسې د جنګ او جنګسالارۍ موقع مساعده شي یوه شېبه به هم د مظلومو افغانانو په وینه تویونه صرفه و نه کړئ ځکه ستاسې او ستاسې ملګري ذاتا جنګسالاران یاست!
عظیمي

Leave A Reply