په ميانمار کې د مذهبي تاوتريخوالي پر وړاندې د نړيوالې ټولنې بې‌توپيري

0 637

مظلوم که هر څوک او د هر ځای وي، ننګه او ملاتړ يې د انسانيت غوښتنه ده، ظالم که هر څوک، څومره زورور او د هر هېواد وي، غندنه يې ګډه انساني فريضه ګڼل کېږي. د ظالم په غندنه او د مظلوم په ملاتړ کې قوم، ژبې، دين او مذهب ته نه‌شي کتل کېدای.

که د روهنګيايي مسلمانانو پر ځای د کوم بل دين او مذهب پليوني له دغسې ظلم او بربريت سره مخامخ شوي وای، ښايي په هماغه کچه غندل شوي وای، لکه د ميانمار پوځ او حکومت چې د غندنې وړ پېژندل شوی.

انسانيت تر ټولو ستر مذهب او تر ګردو مضبوطه اړيکه او پيوستون دی، خو د غندنې خپله طريقه او اخلاق دي، داسې نه لکه د ولسي جرګې امان الله پيمان چې په خپل غبرګون کې اوولس کاله وړاندې د طالبانو په لاس د بودا مجسمو ويجاړی د دوی غوره چاره اعلان کړې ده. دغسې يوه خبره نه دا چې د پارلمنټېرين تر معيار ټيټه ده، بلکې د کوڅې تر سويه هم لاندې ګڼل کېږي چې نه د عقل په تله تلل کېدای شي، نه څوک د منطق کاڼی ورته موندلای شي.

همدا له چتې او چوکاټه د وتلو پړه او هغه مطلقيت دی چې سړی ټول عمر د تور او سپين په ګورت کې کلابند ساتي چې له امله يې غوسه او د انتقام منفي جذبه دومره پر سړي حاوي شي چې له پرېوتو خبرو او نامناسبه دريځونو هم مخ نه‌شي اړولای.
جګړې، دوښمنۍ او ډېری بدۍ د همدغسې بې‌منطقي او مطلقيت زېږنده دي، کله چې له منطقه په وتلو غوسه او د انتقام جذبه سر ته وخېژي، تشدد، خشونت او جګړو ته لاس غځوي.

د سالم غبرګون او غندنې طريقه دا نه ده چې په فلسطين، برما او نورو هېوادونو کې د نابرابري او ظلم له امله پر خپله خاوره اور بل کړو، خپلې شتمنۍ او خلک په اور واړوو. د نورو غچ پر خپله خاوره له خپلو خلکو واخلو، د نورو د ګټو او موخو جګړه پر خپله خاوره توده کړو.

دا چې د روهنګيايي مسلمانانو مرستې او همغږي ته هغسې چې اړينه وه چا و نه دانګل، هغسې غندنه او غبرګون چې په کار و، چا ښکاره نه کړ، نه اسلامي هېوادونو او نه هم نړيوالې ټولنې کوم رغنده ګام پورته کړای شو. ان چې د ازبکستان په استانه کې د اسلامي هېوادونو مشران هم پر کومه ځانګړې اعلاميه توافق ته و نه‌شوای رسېدای، له همدې ځايه نه د ميانمار پوځ د مظالمو په مخنيوي کې کوم ګام پورته کړای شو او نه هم له خپلو مېنو او جونګړو له لېښليو روهنګيايي کډوالو سره د مرستو په غونډول او رسولو سره سلا شول.

تېری دا چې د ميانمار پوځ، بنګله‌دېش ته د روهنګيايي کډوالو د اوښتو پر لارو ګودرو د ماينونو له غوړولو د دوی د مرګ‌ژوبلې جنايت غځولی دی.
هغسې مرستې چې لوېديځ او عربو پرې تر دې وړاندې د خپل بشري سخاوت او اسلامي اخوت څرګندويي کوله، له روهنګيايي کډوالو سره نه د نړيوالې ټولنې د بشري خواخوږي کوم رګ وخوځېدای شوای او نه يې د عربو د اسلامي اخوت جذبه را ويښه کړای شوه.

له دې څرګندېږي چې د عربو او لوېديځ بشري مرستې د انساني خواخوږي او اسلامي ورورولي په پرتله، پر سياسي ګټو او تمايلاتو درېدلې دي.
مثلاً له افغان کډوالو سره د افغان ـ شوروي جګړې پر مهال بشري او پوځي مرستې د شوروي اتحاد او کمونيزم پر وړاندې د لوېديځ او سعودي پوځي سياسي موخو او ګټو په پار تر سره کېدې، نه له افغانانو سره د بشري خواخوږي په انګېزه، که نه د ميانمار مسلمانان چې له کومو مرګونو حالاتو سره مخامخ دي، لوېديځ او عربو ښايي لومړۍ ورځې د بېړنيو مرستو ورخونه ورمات کړي وای، خو پيشو د خدای له‌پاره موږک نه نيسي، بلکې خپله ګېډه پرې ډکوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.