د انګلستان خبري رسنیو ادعا کړې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي وسلو نه لا قوي او ځواکمنه وسله لري.
د انګلستان خبري رسنیو ویلي دي چې روسیې داسې نوې نسل راډیو الکترونیک ډوله وسله جوړه کړې چې د اټومي وسلې نه په مراتبو قوي او اغیزمنده ده.
دا وسله د اردوګانو د لمنځه وړو توان او ظرفیت لري.
د ډیلي ستار ورځپاڼې د خبر له مخې د روسیې لخوا جوړه شوې دا نوې وسله په ۷ کیلومترۍ کې د هر ډول توغندیو ، دفاعي سیستمونو او الوتکو د کنټرول د په لاس کې نیولې او د فعالیت نه د غورځولو توان او ظرفیت لري.
دا وسله دا نړۍ تر ټولو قوي نوې نسل وسله ده.
په خبر کې راغلي دي چې ددې وسلې تر ټولو ښه ځانګړتیا د ټانکونو د سیستم غیرې فعالول او د ټانکونو په منځ کې د مرمیو چول دي.
د دې سربیره تر سلو مترو پورې د مځکې لاندې عسکر هم ددې وسلې د اغیزو نه ځان ژغورلی نشي.
همداشان دا وسله د لرې سیمې نه د ماینونو د پاکولو په برخه کې هم ډیره ګټوره ده. دا وسله ماینونه او هر ډول چاودیدونکي توکي د راډیويي څپو له لارې له منځه وړي.
TRT Pashto