کرزي خپله خپل حیثیت تر پښو لاندې کړی/ اجمل ستانکزی

0 807

کرزي خپله خپل حیثیت تر پښو لاندې کړی. د چا پښو ته یې چې ځان غورځولی همغوی یې په لغتو وهي. پدې کې مونږ څه نشو کولای. ملي مشر باید ملي مشر اوسي نه ملي مداري یا ملي ماشوم. بل زه یې ولې دفاع وکړم؟ ده د هیواد یو طلايي چانس ضایع کړ. د ټلوالې له چینجیانو یې ماران او ښاماران جوړ کړل. وحشي ټالیبان یې له بندیخانو خلاصول تر څو خپل وحشتونه تکرار کړي. فساد کوونکو ته یې ویل چې فساد وکړئ خو له هیواده یې بهر مه وړئ. کوم کوم خیانت به یې یادوم؟ د ده په وخت کې ټلواله، ټالیب او خاین په مزو کې وو.
د قبیلوي ټولنو غټ مشکل همدا دی چې د خپل هر غلط انسان ملاتړ به د قوم او ژبې په نوم کوې. خو تر څو چې دا دود مات نکړو همداسې به غلط روان یو. له ټلوالې سره د مخالفت په وجه د کرزي ملاتړ هوښياري نه ده. کرزی او ټلواله خپله کې سره ښه خواږه دي مونږ پکې نه ځایږو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.