افغان راستانه شوي او داخلي بې ځایه شوي کډوال له بارانه پټیدل ناوې لاندې یې شپه شوه!
په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د راتګ چټک بهیر او د لرې پرتو سیمو په ناامنه کیدو سره د داخلي خلکو له یوه ځایه بل ځای ته د کورونو انتقال د کډوالۍ ژوند کچه لوړه کړې ده.
راستانه شوي او بې ځایه شوي کډوال نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ دي ، دوی ان د اوسیدو لپاره کرایې کور هم نشي پیداکولی ، ځکه چې د کرایې کورونو بیې لوړې دي او دوی دومره وسه نلري چې کور په لوړه بیه په کرایه ونیسي.
ځیني کډوال بیا د کار له نشتون څخه سرټکوي ، وایې چې د کار د پیداکولو په لټه له سهاره تر ماښامه په بیلابیلو ځایونو او د ښار په چوکونو ګرځو خو د کار درک نه لګیږي.
یادو کډوالو سره د راروان سوړ ژمي غم هم دی ، وایې اوس خو هوا ښه ده ، خو ژمي ته ډیره کمه موده پاتې ده ، که د سرپناه ځای او اړونده نورې مرستې ونشي له ګڼو ستونزو سره به لاپسي مخ شوو، چې د ان د ماشومانو د مړینې ویره هم راسره ده.
که څه هم د افغان راستانه شویو او بې ځایه شویو کډوالو په نوم ډیرې نړیوالې مرستې راغلې ، خو تر دامهاله یو کم تعداد خلک ترې برخمن شوي او نورې په مختلیفو لارو د زورواکانو شخصي جیبونو ته تللي دي.
افغان کډوال له شتمنوخلکو ، بهرنیو او داخلي مرستندویه ادارو او افغان دولت څخه غوښتنه کوي ، چې د دوی ستونزې جدې ونیسي ، د سرپناه نشتون او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو اړوند په بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.
ليکوال ناصر خان شېرزۍ