ټاپي د چا اړتیا او د چا امتیاز؟/میراحمد یاد

0 447

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند شریکې پروژې (TAPI) دویم فاز د جمعې په ورځ (۳ سمبر ۲۰۱۸) د ولسمشر غني، د ترکمنستان او پاکستان ولسمشرانو او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر په حضور کې پرانیستل شوه. دغه غونډه په هرات ولایت کې جوړه شوې وه او په دغه ولایت کې رسماً په افغانستان کې د دغه پروژې چارې پيل شوې، اټکل کېږي چې د ګازو نللیکې دغه پروژه به تر ۲۰۱۹ پورې بشپړه شي او په ۲۰۲۰ کال کې به د ګازو لومړی جریان ورخوشې شي.
له ټاپي پروژې د ونډوالو هیوادونو تمې او ګټې:
ترکمنستان:
ترکمنستان په وچه کې راګیر هیواد دی چې د ګازو غني ذخایر لري، د ټاپي نللیکه به د ترکمنسان تر ټولو لوی ګاز سټېشن ګلکینش پيل کېږي او د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار له لارې به کویټې، ژوب، ملتان او بیا د هند فاضلیکا پولې ته رسېږي.
ترکمنستان له دې وړاندې روسیې، چین او ایران ته ګاز صادروه، خو تېر کال یې روسیې ته ګاز صادرولو تړون ختم شو او دې سره د ګازو په غني ذخایرو سمبال ترکمنستان په نړیوال بازار کې د خپلو ګازو لپاره یو قوي پېرودونکی له لاسه ورکړ. د ترکمنستان د ګازو پېرودونکي یوازې ایران او چین پاتې شول. څه وخت مخکې بیا د ګازو د بیوو او پورونو پر سر د ایران او ترکمنستان اړیکې هم سره کړکېچنې شوې چې له دې سره ترکمنستان هیواد ته د ګازو ستر پېرودونکی یوازې چین پاتې شو.
دا چې ترکمنستان د ګازو په برخه کې یوازې په یوه پېرودونکي تکیه نشي کولای؛ نو هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا او اروپا کې د پخوانیو پېرودونکي ښه بدیلونه ولري.
ټاپي پروژه دا امکان برابروي چې په نړۍ کې د ګازو څلورم برابرونکي هیواد ګاز، د ختیځې او سویلي اسیا وږیو بازارونو ته ورسوي.
هند
هند هیواد هم نن سبا په صنعت او ټکنالوجۍ د پرمختګ په حالت کې روان دی، په سیمه کې د ګڼ نفوس لرونکي هیواد په توګه اوږدمهال کې هند هم د انرژۍ له کمي سره مخ کېدونکی دی، دا چې نن سبا انرژي د صنعت اصلي روح دی او هند په سیمه کې د صنعتي هیواد په توګه هڅه کوي چې ځانته ځای پیدا کړی؛ نو د انرژۍ د خپلو صنعتي فابریکو د دوام لپاره ګټه واخلي.
پاکستان:
د راپورونو له مخې پاکستان د اټکل شوي او اوسني تولیدي ظرفیت اوږده خلا له لري او اوس مهال د ۴۰۰۰ میګاواټه برښنا له کمی سره مخ دی. د پاکستان ۱۴۰ میلیونه نفوس یا برښنا ته لاسرسی نه لري یا دا چې په څلورویشت ساعتو کې ۱۲ ساعته د برښنا له پرچاوۍ سره مخ دي. پاکستان هیله لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به له دغه نللیکې د خپلې اړتیا ۵۰٪ پوره کوي. د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي خپل سیال ضمیرکابلوف سره په خبرو کې ویلي وو چې پاکستان د خپلې انرژۍ پوره کولو لپاره ټاپي پروژې ته زښته اړتیا لري او د دې پروژې بریا یې د پاکستان لویه لاس ته راوړنه بللې ده.
افغانستان
افغانستان به له دغه پروژې، یوازې د نللیکي د تېرو په بدل کې هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي او تر څنګ به یې د پروژې د پيل په لومړۍ لسیزه کې ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه ګاز ورکول کېږي، چې دغه مقدرا به په دویم لسیزه کې ۱۰۰۰ او درېیمه کې ۱۵۰۰ ته پورته کېږي. د دې تر څنګ به په دغه پروژه کې د کارموندنې نږدې شل زره فرصتونه برابر شي او د پروژې د لا ښه عملي کېدو لپاره هڅه کېږي چې د پروژې په مسیر کې مېشتو خلکو ته ګاز ورکړل شي.
د ټاپي پروژې خنډونه
د ټاپي پروژې یوه لویه ستونزه د پاکستان او هند مخالفت او دویمه ستونزه په افغانستان کې د دغه پروژې ساتنه او سم مدیریت دی.
ویل کېږي چې دغه پروژه په ۱۹۹۰ز کال کې طرحه شوې وه چې په ۲۰۱۵ کال کې د ډاکټر محمد اشرف غني د واکمنۍ په لومړي کال یې تړون رسماً لاسلیک او کار یې پیل شو. په دې برخه کې تر ټولو لویه ننګونه د دوو مخالفو هیوادونو تر منځ هوکړه رامنځته کول او د افغانستان په خاوره کې د دغه پروژې مخ ته پراته خنډونه له منځه وړل وو، چې له ښه مرغه دا ستونزه اوس په حل کېدو ښکاري.
افغان دولت وکولای شو چې په سیمه کې شته کړکېچ په خپل ګټه بدل کړي. د دوو مخالفو هیوادونو تر منځ یوه شریکه اړتیا احساس شوه، د دغه اړتیا پوره کېدو لپاره د ټاپي په نوم یو ګډ ارزښت رامنځته شو او دې لږ تر لږه د دغه پروژې په برخه د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې یو څه راکمې کړي.
دویمه لویه ستونزه د ټاپي پروژې امنیت و، له ښه مرغه د ټاپي په اړه مثبت پوهاوي او ددې هیواد په ګټه د هیوادوالو قانع کولو، دومره مرسته وکړه چې ان د افغان دولت مخالفینو هم له دغه پروژې ملاتړ اعلان کړ. ددې تر څنګ افغان دولت پلان لري چې د ټاپي پروژې په مسیر کې پرتو ځايي اوسېدونکو ته هم ګاز ورکول کېږي. دا ددې تضمین کوي چې په دې مسیر کې مېشت ولسي خلک به له دې پروژې د خپلې ملي شتمنۍ په توګه ساتنه کوي. تر ټولو مهمه خبره د غه ذهنیت جوړېدل دي چې په افغانستان کې له شته سیاسي مخالفتونو او ستونزه سره بیا هم له هېڅ یوې مرجع د دغه پروژې مخالفت نه کېږي، بلکې ولس ورته ډېر خوشبینه دی او د ملي پروژې په توګه ترې ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې، د ټولنیزو رسنیو زیاتره کاروونکي له ټاپي پروژې د ملاتړ په ترڅ کې، له افغان حکومته مننه کوي چې په ۱۹۹۰ز کال کې طرحه شوې پروژه یې بلاخره له اوږده ځنډ وروسته په ۲۰۱۵ز کال او د نوي حکومت د پیل په کولو کې رسماً پرانیسته او په بریالۍ توګه یې دویم فاز د افغانستان په خاوره پيل کړ. دې او ورته پروژو په افغانانو کې هیلې پیدا کړئ او دوی په خپل روښانه راتلونکي او برخلیک ډاډمن کړل.
(لوی افغانستان اوونیزه)ټاپي د چا اړتیا او د چا امتیاز؟
میراحمد یاد

(لوی افغانستان اوونیزه)

Leave A Reply