جمعیت د تذکرو د ویش، د سولې او امنیت مخه ډب کړې/ اجمل ستاکزی

0 436

د تذکرو د ویش مخه جمیعتي لنډغرو نیولې.
د سولې او امنیت مخه د نورو تر څنګ جمیعتي لنډغرو نیولې
د قوم په نوم سیاست او تجارت جمیعتي لنډغرو شروع کړ
ملي مسایل په قومي مسایلو قربانول جمیعتي لنډغرو شروع کړل
نن جمیعت ګوند تاجیک قوم یرغمل نیولی او نه یې پریږدي چې په ملي مسایلو کې ملي نظر ولري. یوازې د هغو تاجیکانو اواز ته انعکاس ورکوي چې له تعصبه ډک او د ملي ګټو ضد نظر ولري. د جمیعت یو بل ستر خیانت دا دی چې دې هیواد کې یې متعصبینو ته یو پلټفارم یا د غږ اوچتولو ستیج برابر کړ. د جمیعت د قومي سیاست له کبله نن د هر قوم متعصب په ډاډه زړه نورو قومو پسې بد وايي او ښکاره تعصب کوي.
پښتانه هم په داسې حساس وخت کې د ټالیب په وجه کمزوري دي ځکه هم څه نشي کولای. دوی هم له یوې خوا د ټالیبي وحشتو ښکار دي او له بلې خوا د جمیعتي لنډغرو د دسیسو.
ټالیب سره که لږ هم د افغانستان غم وي نو باید د دولت د سولې خبرو ته لبیک ووايي. که نن هم د افغانستان لپاره له خپل خیالي امارته نه تیریږي دا به له افغانانو بالخصوص پښتنو سره په تاریخ کې د ټالیب تر ټولو لوی خیانت وي. که نن هم ټالیب د دولت د سولې وړاندیز ته د رد ځواب ورکوي نو د جګړې ټوله پړه بیا په همده ده. جمیعتي لنډغر به همداسې مزې کوي او وحشي ټالیب به وژل کیږي.
لنډغر ځکه دومره په زور کې دي چې پښتون د وحشي ټالیب په وجه کمزوری دی.

Leave A Reply