سرکاره غږ مو اورې ؟!/ محمد تنها

0 427

سرکاره غږ مو اورې ؟!

د افغانستان متحده ایالاتو د غزني په ولایت کې یوه ولسوالۍ قره باغ نومېږي، هلته زښته بې وزله او بې اسرې خلک ژوند کوي، داسې خلک چې د ځناور ټالیب د ټوپک تر شپېلۍ لاندي یې ستا حکومت ته د مشروعیت بښلو په پار ښځینه او نارینه رایه ورکړې. خو اوس د ایران پاسدارانو سپاهیانو او فاطمیونو لښکر ستا د مشروعیت په ننګه ولاړ همدې مظلوم مخلوق ته د ټوپک شپېلۍ نیولې او له مرګونو وروسته یې ژوندي پاتي شوي لاس تړلي له ځان سره بیايي. ته او خدای چې له تاسره د لاسنیوي پایله همدا سوه ؟ سړی له خپل ولس سره همداسې ظلم، ناروا او ناځوانی کوي ؟

سرکار صیب !

که غوږونه لرې نو یو ځل یې څک ونیسه، پخدای قسم چې د نظام بېخ له بې عدالتي پرته بل هیڅ شی هم نشي ایستلی، له ټالیبه خو مو ګیله نه کيږي ځکه د هغو ماموریت مالوم دی خو ستا تر واک لاندې بړېڅي دې در کورې کړه کنې د سبا ورځې بغاوت پړه به پر تا وي.

Leave A Reply