نو راځئ چې سپین سپین سره ووایو/ اباسین بریال

0 507

نو راځئ چې سپین سپین سره ووایو!
ګوند نه جوړېږي د ګوند نوم بدنام دی
مظاهره نه کوو، څوک نه راځي.
خپله نه مخته کېږم څوک نه راپسې ځي
بل پسې نه ځو مشکوک دی، د سړي زوی ندی، پلار یې هغسې و، قوم یې دغسې دی، چې کوچنی و داسې یې کول،‌اوس ستړي مشي‌ کې سړي ته سم لاس نه ورکوي…..
د سټیجونو خبرې ټولې کمپایني دي، اعتبار ندی په پکار، ځکه دا خلک ټاکنو ته کمپاین کوي.
پلانی د منلو ندی، ځکه مسلمان نه ښکاري‌ مجاهد نه ښکاري، پلانی د منلو ندی، ډیر بزرګ بزرګ کېږي.
بل چا جوړې کړې غونډې ته نه ځو خبرې هم پسې کوو، خپله غونډه نه جوړو وخت نشته ماته یو عالم کارونه راتر غاړه دي.
هر حرکت ته د پروژې، رذالت فخر فروشۍ په نظر ګورو.
ټوله ورځ لګیا وو، د خلکو اعمال تلو خو خپلو اعمالو ته مو پام ندی.
هر یو د افغانستان یوازنی ناجي یو، په خبرو کې، په فیسبوکي لیکنو، په تلویزیوني بحثونو کې، خو په عمل کې ټول معیوب معلول یوو.
ټول ژوند مو انتقاد انتقاد دی، خو خپله مو ځانونه کله هم نقد نکړل، لا که بل څوک راباندې نقد وکړي، لکه کفر یې چې ویلی وي.
د افغانستان د تراژیدۍ حل له هر یو سره شته، خو د پیل لپاره یې یو هم شیمه نلرو.
او
چې په هلمند کې برید وشو ژاړو، ښکنځلې کوو، دعاګانې ښېراوې مو سړوي.
په کابل کې د بریدونو عکسونه خپروو او د خبرونو سیالي‌ مو عادت شوې، څه رښتیا څه دروغ.
موږ د ځآن پرضد د رواني‌ جنګ سربازان یوو، له بده مرغه.
نو وطن څنګه جوړ شي؟
نو چې موږ ددې حاکم وضعیت لایق نه یوو د څه لایق یوو؟
چې خدای ورته شفیع کړې، قران دروازې ته وروړې، چې زارۍ ورته وکړې چې راپاڅئ وايي، موږ درسره یوو، خو چې د عمل ځای راشي، اوله ورځ دیرش، دویمه شل، درېیمه شپږ او څلورمه ورځ یوازې یو مخاطب درته ناست وي،‌یوازې یو سړی درسره ترڅنګ روان وي یوازې یو سړی وینا درته کوي.
داسې تغیر نه راځي.
په دې نیتونو او عملونو موږ دا ماته بیړۍ له توپان نشو ژغورلای.
یا به پاڅېږی، اتفاق به کوئ، اعتماد به کوی، طالب به له کلي‌ شړی، د ځان لپاره به ایډیال او صادق دولت جوړوئ، د خپلو کونډو ټیکري به ورپه سر کوی، د یتیمانو اوښکې به ور وچوی، د وینې توېدو مخه به نیسی، یا به ورکېږی، په ترتیب، په نوبت،‌بې نوبته له نوم سره، له نښان سره، په بې عزتۍ او په بدرنګو بې ننګو مرګونو.
تاسو ته دروغ وايي، چې قوي‌ملت یاست، قوي ملت وی، یو وخت قوي ملت وی، په تاریخ کې یې هم درته لیکلي، خو اوس نه قوي‌ ملت یاست نه عظیم ملت یاست. قوي ملت او عظیم ملت ځان ساتلی شي، تاسو خو د مېږیانو په دود وژل کېږی.

Leave A Reply