ګنې مابه د مغل ګریوان پاره کړ / نجیب ننګیال

0 565

ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ…!

نجيب ننګيال

پته نشته دا ملت يې له تاريخه ولې نه زده کوي؟ دوی عبرت ولې نه اخلي؟ دا په ځان ظالم مظلومان ولې د خپلې بدې ورځې په لور په نڅاوو درومي؟ د تهذيبونو او تمدنونو زانګو وطن کې مو يو دم تهذيت او تمدن ولې دومره ناپيد شو؟ زردشت دلته و، بودا دلته د اخلاقو درسونه ورکول، مولانا همدلته د انسانيت د افاقيت ناره لوړه کړه، شمس دلته غروب وکړ، اجميري له همدې ځايه قصيدې پخې کړې، هجويري په همدې خاوره د للهيت سجدې لګولې وې او افغاني له همدې غرونو د امت د ويښتيا څراخ له ځانه سره واخيست. ايرانيان زردشت د اخلاقو معيار بولي، ترکان په مولانا سر ماتوي، د اجميري زيارت د ټولو هندوستان د سکون مسکن دی، لاهوريانو ته هجويري ګنج بخش دی او د افغاني په نارو ملتونه ويښ شو. خو دلته هر شی قحط دی. په سرچينه کې د هر شي چينه وچه ده. اخر ولې؟؟؟

هوتکي تحريک تر ايرانه واکمني وکړه. شاه اشرف هوتک په خپل نوم کرنسي درلوده. اشرفۍ يې بلله. اشرفۍ تر اعراقه او عربستانه حاکمه کرنسي وه. د ميرويس نيکه د هماغه هوتکي خوځښت ګټلی پرتم مو ونشو ساتلی. هر څه دړې وړې شو. احمدشاه بابا د وخت تر ټولو معاصر طرز حکومت رامنځته کړ. لويه امپراتوري يې جوړه کړه. زامنو يې د ډېرو مېرمنو په هوس او خپل منځي شخړو کې بايلوده. دا تنده دومره غالبه شوه، چې ورور د ورور سترګې وويستې.

مونږ بدبخته نه يو، خو کم بخته حتما يو. تاريخ مونږ ته له هرې سهوې او هرې ويرانۍ وروسته چانسونه راکړي. خو مونږ هر فرصت ته لغته ورکړې. خوشال خټک دې خدای وبښي، غربيان يې د دوه ويشت فنونو ماهر بولي. طبيب و. اديب و. پرېمانه شاعري يې کړې، ښه سياستوال و، ستراتيژيست او نظامي جنرال، جرګه مار او د وخت په قانون خبر. ويل به يې:

اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

خوشال خټک چې په هغه کلونو کې د افغان په ننګ توره تړلې وه، زوی يې بهرام خان د څو ټنګو په بدل کې د مغلانو جاسوسي کوله. د کور دننه ورته اور بل و او د داخلي غدارانو له وجې مات نشو، خو ستړی ضرور شو. د افغان په ننګ پېل کړې جګړه يې له مغلانو ظالمانو ونشوای ګټلی.

د اعليحضرت شاه زمان په اړه راځي چې په لاهور به يې بريد وکړ، ايرانيانو به په هرات تېری کړی و. چې بېرته به د هرات لومړۍ کرښې ته و رسېد، پرنګي به پېښور لاندې کړی و. شپږ مياشتې يې د اس په زين داسې تېرې کړې چې په څو محاذونو به يې جګړه کوله.

سړی چې تاريخ، د دې ملت سياسي شعور او د دې خاورې ابدي دښمنانو ته ګوري کټ مټ کيسه بيا روانه ده. تاريخ مونږ ته بل چانس راکړی. خو مونږ يې په خپله کم بختۍ په لغته وهو. يو داسې نظام چې د سقوط له ګواښ سره مخ و. لاهوري کارغانو د کابل تاج ته کاغ کاغ کول او داسې ورځ نه وه چې د تباهۍ او بربادۍ بد زېري نه اورېدل کېدل. هيجان ګډ و. وارخطايي حاکمه وه. نړۍ ستړې شوې وه او نور يې د خيراتونو ژمنې نه کولې. کلی په کلی، ولسوالۍ په ولسوالۍ او پوسته په پوسته خالي کېدې. په مونږ او د دې نظام په راتلونکي زمونږ د نړېوالو متحدينو باور دومره خلاص و چې ټانکونه، توپونه، وسلې او الې يې هر څه اسلام اباد ته په ډالۍ ورکړل. الوتکې ډکېدې او زموږ د دفاع په پلمه راغلو سپاهيانو د خپلې ماتې خاطرې ليکلې.

په ۲۰۱۲ کې مو کور د حقانيې مدرسې ته څېرمه د اکوړي په کمپ کې و. په خدای اعتبار وکړئ، په ما يې مکوئ. چې د حقانيې ملايانو به الهي قسمونه کول. د (نصر من الله و فتح قریب) وروسته به يې ويل، ياد لرئ په ۲۰۱۴ کې به په کابل د طالبانو حکومت وي او د حقانيې بچي به بيا په طاغوتيانو (؟) بريالي کېږي.

زمونږ به غونی ځيګ شو. فکرونو او هيجان به واخيستو. چې د کډوالۍ ذلت به نور هم دوام کوي. د وطن ښاپېرۍ به بيا په تورخم راوړي او د جومات…. به بيا د کابل په زلفو ټالونه وهي.

داسې اونۍ به نه وه چې په پېښور پوهنتون کې به د پوسټ ټو تاوزن فورټين افغانستان په اړه سيمينار نه کېده. سليم ساپي به د جي ايچ کيو نه اخيستي مالوماتو په اساس د کابل راتلونکی تور ليده. يوه ورځ يې له کابله ورغليو ژورناليستانو ته په وينا کې ويل، حالات خرابېږي. د کابل حکومت سقوط کوي. حامد مير به په خپل ناشولته تحليل کې ويل، پلان اې داسې دی چې امريکا غواړي تړون ور سره وشي، پلان بي داسې دی چې افغانستان تجزيه شي او پلان سي داسې دی چې افغانستان پاکستان ته حواله شي.

زړه به دې بوټ وواته. سياستوالو کورونه بارول او پانګوالو کاروبارونه. خو په دا دومره بدبينه حالت کې چې خلکو ته يواځينۍ هيله او د رڼا څرک و، هغه اشرف غني و. دې په تن خوار خو په فکر غني سړي چې د افغانستان ملت ته کوم اميدونه او هيلې ورکړې، له کومې ماتې يې چې دا لښکر وژغوره او له کومې بربادۍ يې چې دا وطن وساته، تاريخ به دا کيسه هيڅکله هېره نکړي. هغه د دې وطن د سياسي تاريخ طرز بدل کړ. هغه خوځښت چې دې سړي په خلکو کې را ژوندی کړ، تر اوسه هيچا نه و کړی. اته مليونه خلک د رايو مرکزونو ته راووتل او د يوې لويې کتلې خلکو ذهنونو کې يې ديموکراسي نهادينه کړه. داسې سيمه نه وه چې ورنغی او داسې څوک نه و، چې خپل پيغام يې ور و نه رساوه. په لومړي ځل يې د دې وطن په قاموس کې د برنامې، طرحې، ځان بساينې او د ځواک د مشروع استعمال اصطلاحات ځای په ځای کړل. د خلکو د سياسي شعور او مثبت سياسي رقابت د رامنځته کولو لپاره يې د ولس په وړاندې د سياسي مناظرو بنسټ کېښود او ولس ته يې د انتخاباتي کمپاين له لارې د حکومت، قانونيت او ملي حاکميت په اړه ليکچرونه ورکړل. د خوست د جواز خان کيسه به د ټولو ياده وي. هغه د خپل بريالي او روڼ سياسي کمپاين له لارې په غرونو او جګړو کې را لوی شوی جواز خان د ووټ په ځواک پوهولی و. داسې چې د خپلې لور مړينه يې هېره وه، خو رايه اچونه او له سوله ايزې لارې د قدرت د انتقال فکر يې نه و هېر.

غني واک تر لاسه کړ. د واک له لومړۍ نېټې په ناروغتيا د مشهور غني يوه ورځ وقفه چا ونه ليده. د خپل واک حلقه يې ځوانان وګرځول. داسې ځوانان چې په زمکه يې سيوری نه درلود په اسمان ستوری. ده رئيسان کړل، معينان او وزيران يې کړل. له نا اميدۍ او انزوا يې وويستل. د جهادي او فسادي مافيا له انحصاره يې خلاص کړل. په تېرو درې کلونو کې داسې مياشت شايد و بايد کې تېره شوې وي چې په چار چينار ماڼۍ کې د برېښنا د بندونو، سرکونو، سولر پلانټونو، ښارګوټو، هوايي دهلېزونو، د ملي اردو شهيدانو ته د ښارګوټو، ښاري ماسټر پلانونو، د ګازو او رېل ليکو تړونونه نه وي لاسليک شوي. په ۲۰۱۴ کې حکومت په داسې حال کې ور له غاړې شو چې خزانه خالي وه او اقتصادي وده يواځې 1.3% سلنه وه. شديده بېکاري حاکمه، وېره خوره او خلک د تشويش سره مخ و. نن اقتصادي وده تر 2.6% پورته شوې او راتلونکي کال 3.6٪ اټکل شوې، د بېکارۍ کچه ټيټه شوې او د طبعي او ځان بسيا افغانستان پر لوري قدم اخيستل شوی. په وچه کې را ايسار افغانستان کلابندي ماته کړې او د منځنۍ اسيا د څو ګونو لارو څخه يې دې هېواد ته نوې ساه ورکړې. د چين سره د واخان دهلېز تړون شوی، د لاجوردو لارې تړونونه وشو، افغانستان د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړيتوب خپل کړی، د دوبۍ او دهلي هوايي دهلېزونه فعال شوي، د چابهار بندر له لارې د غنمو لومړي کاروانونونه نيمروز ته رسېدلي، د ټاپي پروژې څخه ګټه اخيستنې ته يواځې څو مياشتې پاتې دي، په درې کالو کې درې نوي هوايي ډګرونه جوړ شوي. خوست، کندوز او د فراه هوايي ډګرونه. په لومړي ځل د اوبو، برېښنا او سرکونو رغاونې لومړيتوب خپل کړی. د اوبو را ګرځول او د بندونو جوړول د بهرنۍ تګلارې او کورني پلان برخه ګرځېدلې. د سلما بند چارې بشپړول، د شاه عروس بند، شاه توت بند او بخش اباد بند جوړول يې ښې بېلګې دي. د سرکونو د بيا رغاونې چارې پېل شوي. په لکونو جريبه زمکه له غصب څخه را ګرځول شوې او ټولو دولتي او نادولتي زمکو د راجستر په خاطر د زمکو ملي بانک جوړولو لپاره کار روان دی. داسې چې د افغانستان د لوېشت لوېشت زمکې ډېټابېس به په دغه بانک کې خوندي وي او د زمکو غصب مخه به په بشپړ ډول ونيول شي. د زمکو د غصب دوسيو څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړېږي او ټولو دوسيو ته به په شفاف ډول رسيدګي کېږي. د سالنګ دوهم تونل په جوړولو کار روان دی. د ټولو دولتي ادارو لپاره د يوې ځانګړې ساحې مشخصول او کابل ښار په رسمي او سوداګريزو ساحو وېشلو کار روان دی. د دېرش مليونه ډالرو په ارزښت د دارلامان تاريخي ودانۍ به راتلونکې کال پسرلي کې پرانستل شي او همدا راز د کابل ښار د ميټرو جوړولو لپاره ډيزاين بشپړ شوی او چارې به يې پيل شي. دتدارکاتو ملي کميسون په مرسته د ملياردونو افغانۍ د فساد مخنيوی شوی. همدا سږ کال د ملي لومړيتوب ۵ کلن پلان جوړ شو. د افغانستان د سولې او پراختيا ۵ کلن ملي پروګرام Afghanistan National Peace and Development Framework (2017-2021) طرحه شو او هيڅ وزارت او ارګان نشي کولی د دغه پروګرام پرته بله پروژه تطبيق کړي. د ملي زېربناوو جوولو National Infrastructure Plan 2017-2021 د لومړي ځل لپاره جوړ شو او ملي زېربناوې به د لومړيتوبونو او ضرورتونو په اساس د همدې پلان له طريقه جوړېږي. د ښځو لپاره د ځانګړي پوهنتون جوړولو ژمنه چې د ټاکنيز کمپاين برخه وه، بشپړه شوه او همدا يوه اونۍ مخکې د بهرنيو چارو وزارت او د ترکيې حکومت ترمنځ هوکړه لاسليک شو او افغانستان به ډېر ژر د ښځو لپاره د يوه مجهز، معاصر او ځانګړي ښځينه پوهنتون څښتن شي. له دې سره به زمونږ په سنتي ټولنه کې نجونو ته د لوړو زده کړو په وړاندې يو ستر خنډ له منځه لاړ شي. د افغانستان کابو ټولو ښارونو ښاروالان د ازاد رقابت له لارې وګمارل شو او د اکثريت څخه يې ولسمشر خپل انټرويو اخيستې. د ځوانو ښاروالانو ګمارنې پروسې په ښارواليو کې واضح تغيرات راوستي او د ښارونو وضعيت بهتره شوی. د کابل، کندهار، هلمند، خوست او پکتيا ښاروالان يې بهترينې بېلګې دي. په تېرو درې کالو کې د هر سکتوري وزارت لخوا د هماغه سکتور د ستونزو او پراختيا په اړه اکاډيميک کنفرانسونه جوړ شول او د اکاډيميک ريسرچ په اساس به ستونزو ته رسېدګي کېږي. د ښارواليو عوايد ۱۲۰۰٪ دولس سوه فیصده زيات شوي او د پراخ فساد مخينوی شوی. ځانګړي ځواکونه چې زمونږ تر ټولو موثر او مجهز ځواک دی، شمېر يې دوه چنده کړای شوی او تر ټولو ډېره پاملرنه په دفاعي سکتور کې اصلاحاتو ته شوې. د جهادي مافيا ۱۵۰۰۰ جنرالان د تقاعد ليست ته برابر شوي او ملي اردو کې به په لوړه کچه ځوانانو ته د رشد فرصتونه ورکړل شي. د ملي اردو د شهيدانو کورنيو لپاره د ۱۰۰۰ اپارتمانونو جوړولو پروژې چارې پېلول او د ملي اردو د شهيدانو کورنيو ته رسيدګي کول. د اليکترونيکي تذکرو د وېش لپاره بشپړه امادګي نيول شوې او يواځې د ومشرانو جرګې او ولسي جرګې لخوا د قانون په اړه پرېکړې ته معطله ده. د اليکترونيکي حکومتولۍ په برخه کې د اسان خدمت اداره رامنځته کول چې يو ستر ملي مرکز به يې په کابل کې په راتلونکو دوه کالو کې بشپړ شي. د اسان خدمت ادارې سره به تر ۱۲۰ عامه خدمات د يوه چتر لاندې تر سره شي او بيا به ضرورت نه ليدل کېږي چې د تذکزو، تحصيلي اسنادو، پاسپورټ، کاري جواز، برق بېل، نکاح نامې، قبالې. جواز سېر او نورو اسنادو لاسته راوړلو لپاره په لسو ادارو سړی وګرځي، پيسې او وخت يې ضایع شي. همدا مياشت به د پاسپورت سستم انلاين شي او هر څوک به له انلاين طريقه پاسپورټ واخيستلی شي. هوايي ډګرونه او دخولي خارجي لارې به د تذکرو او پاسپورټ له ملي مرکزونو سره وصل شي. د جعل، ترهه ګرۍ او فساد مخنيوی به وشي. د دولتي مامورينو لپاره چې ټيټ عايد لري درې زده اپارتمانونه به د دارلامان په سيمه کې د چين په مرسته جوړ شي او پاتې نور يې په نورو ښارونو کې. په تېر يوه کال کې يو مليون کډوال هېواد ته راستانه شوي. د کډوالو لپاره به د هېواد په څلورو مختلفو زونونو کې ښارګوټي جوړېږي او د دې ښارګوټو له جوړېدو سره به په لکونو نور کډوال وطن ته ستانه شي. په لومړي ځل د کورنۍ بوديجې ۴۷٪ له داخلي عوايدو څخه پوره کېږي. د لويو اهدافو ترلاسه کولو او د ادارو تر منځ د بهتره همغږۍ لپاره عالي کميسونونه جوړ شوي. د اقتصاد عالي شورا، د ښاري سکتور عالي شورا، د قانون د حاکميت او فساد ضد عالي شورا او همداسې نور. شايد و بايد که په سيمه کې څوک د داسې حکومت مثال ورکړي چې ولس او مدني نهادونو ته يې په مستقيم ډول د حکومت له کړنو څخه دنظارت حق ورکړی وي او د مدني ټولنو استازو ته دې په دولتي لوړپوړو رسمي ناستو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وي. بهرنۍ تګلاره يې د امريکا په کانګريس اغېز کولی شي او د رهبرۍ ذهنيت ته يې تغير ورکوي. د ريکا، سام، اسيا زړه او نور لوړه کچه نړېوالو کنفرانسونو کې د افغانستان له دريځ څخه په پوره جرات، وضاحت او صراحت ننګه شوې.

کارونه سم روان دي او حکومت په خپله نيمه موده کې تر نيمې ډېرې ژمنې پوره کړي. خو غم دا دی چې يوه ډله مشهور غله، زمونږ د نسلونو وژونکي او زمونږ د ارمانونو ډاکوان هره ورځ چيغې وهي. غوغا جوړوي. د سقوط سقوط نارې وي او نه پرېږدي چې دا سړی کار وکړي. د حاکمې مافيا له خولې د دې ولس هغه تروړل شوی رزق را وباسي چې دوی په خورا چالاکۍ او نهايي بې شرمۍ غلا کړی. شرکتونه يې بلېک ليست شوي، حسابونه يې کنګل شوي، د غصب په زمکو يې حساب را روان دی، قراردادونه د تدارکاتو لاس ته ولوېدل او مقررۍ د اصلاحاتو. دوی ته هيڅ نه دي ور پاتې، بې له دې چې نشې وکړي، په تلويزون لکه لېوني… چيغې ووهي او حکومت په بې کفايتۍ تورن کړي. د خدای کارو ته ګوره په مونږ يې اخر دا ورځ هم وليده چې غله د اصلاحاتو، مجازاتو او مکافاتو نارې وهي.

ای کاش!
مونږ که د ځان لپاره نه کولی، د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره مو د هغو برنامو ملاتړ کړی وای چې دا سپين ږيری يې د افغانستان لپاره لري. زمونږ همدا ستره کم بختي وبوله چې کله هم په بهرني محاذ بريا ته نژدې شوي يو، له کور دننه د بغاوت غږ پورته شوی. چې کله مو د مغلو ګرېوان ته لاس رسېدلی، په کور کې مو بهرام را پاڅېدلی او د اورنګزېب ګرېوان يې له پاره کېدو ژغورلی. په تېرو دوه مياشتو کې افغانستان په بهرني سياست کې لوی لاس درلود او دښمن يې تر شديد فشار لاندې نيولی و. خو بدبختانه حکومت د هماغه مزل تعقيب ته پرېنښودل شو او هيڅ بې هيڅه د لويې جرګې نارې پېل شوې. داسې لويه جرګه او د داسې چا لخوا يې د راغوښتو غوښتنه کېږي چې په کراتو کراتو يې د خلکو دې اصلي تاريخي مظهر ته توهين کړی. پرېکړې يې نه دي منلي او په خپله را بلل شوي غړي يې د غرب غلامان بللي.

که سړی په ملګرو او دښمنانو پېژندل کېږي، نو د اشرف غني دښمنان واقعا بد خلک دي. داسې خلک چې نه له خدایه وېره لري، نه له مخلوقه شرمېږي، نه غلامي عار ورته ښکاري، نه قتل جرم بولي، نه غصب ګناه له نظره ورځي او نه خيانت د پېغور شی.

ياد يې لرئ، که دا نو زېږې ديموکراسي زيانمېږي. که بيا دلته ديموکراتيک بنسټونه ټکان خوري. افراتفري جوړېږي. حکومت له خپلې ټاکلې مودې مخکې له منځه ځي او بيا دا له صحنې وتلي شرمښان د واک او ځواک څښتان کېږي، نو د افغانستان بېړئ ډوبه بوله. مونږ تاسې ټول مسئول يو. ټول د يوې کشتۍ سپاره. مه پرېږدئ چې څوک مو بيا وغولوي. بيا مو لښکر کړي، په نامالومه جګړه او نامالومو لارو مو روان. دا شور چې ګډ دی. دا هياهو چې جوړه ده. دا بل هيڅ نه دي، بلکې د لېوانو د زنکندن اوازونه دي. بس يواځې لږ جرات پکار دی، لږ غيرت. پاچا دې لږ ترخه پيدا کړي. لږ دې ځان وخوځوي. د کمپاين د وخت هغه وعده دې عملي کړي. څو مشهور غله دې په دار کړي. له څو خاينانو سره دې حساب وکړي. د مظلومو او بې وسو ځوانانو چې سرونه يې په لاس نيولي د ده لپاره يې کمپاين کاوه، خپله بوډۍ مور او معذوره پلار يې د رايو تر مرکزونو رسول، لاسنيوی دې وشي. د مافيا او غلو په ځای دې بېرته ولس ته پناه وېوړل شي. بېرته دې همدې خوار خو غيرتي ولس ته مراجعه وشي. بيا ګوره چې ولس د چا په خوا دی. د مظلومانو د دعا لاسونه چا ته پورته کېږي او خدای د چا مرستې ته راځي.

#سرخط_ورځپاڼه

Leave A Reply