د یو هېواد په اقتصاد د بهرنیو مرستو منفي اغېزې

0 308

ژباړن: شفیق الله یوسفزی

بهرنۍ نړیوالې مرستې د یو هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ مثبت اغېز لري، د همدې مرستو په مټ کورنۍ ناخالصه ګټه او د سړي سر ګټه لوړېږي، د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچه ټېټېږي، د وګړو د ژوند سطحه لوړېږي او په ټوله کې د اقتصاد د غوړېدو او وګړو ته يې د هوساینې سبب ګرځي؛ خو دې ټولو مثبتو ټکو ترڅنګ بهرنۍ مرستې د هېواد په اقتصاد باندې منفي اغېز هم لري.

وروسته پاتې او یا بې وزله هېوادونه له بهرنیو نړیوالو مرستو څخه هغومره نه ګټمن کېږي، څومره چې مرسته کوونکي هېوادونو ته يې ګټه رسېږي؛ پدې معنا چې د بهرنیو مرستو ډېره برخه بېرته مرسته کوونکي هېواد ته ورګرځي او یو شمېر نورې ګټې هم ورته له ځان سره لري؛ خو نوم به د بې وزله هېواد وي چې په دې اندازه مرسته يې تر لاسه کړه. په ظاهره کې بهرنۍ مرستې ددې لپاره بې وزلو هېوادونو ته ور کول کېږي، څو په درېمه نړۍ کې د بې وزلۍ ریښې وویستل شي او وګړو ته يې د هوساینې سبب وګرځي، خو حقیقت داسې نه وي، یا که د همدې موخې لپاره وشي بیا هم یادې مرستې دومره ګټورې نه وي او یا د ګټو ترڅنګ یو شمېر تلپاتې ستونزې زېږوي او نه جبرانېدونکي زیانونه لري.

په بې وزله هېوادونو د بهرنیو نړیوالو مرستو منفي اغېزې په لاندې ډول رالنډولی شو:

I. اقتصادي ځان- بسیاینه: د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو سره یو هېواد په بهرنیو مالي مرستو تکیه کېږي، په بهرنیو مرستو معتادېږي او پدې ډول یاد هېواد په خپل ځان هغه باور او ډاډ له لاسه ورکوي چې د ځان بسیاینې په لور چټک ګامونه واخلي او اقتصادي ثبات ته ورسېږي. په دې حالت کې یاد اقتصاد خپل اغېز او وړتیا له لاسه ورکوي، څو د مهمو بدلونونو په پار اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي، سترې اقتصادي پرېکړې ونیسي او ګام په ګام د یو وروسته پاتې او په بهرنیو مرستو ولاړ هېواد څخه په یو ځان بسیا او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد باندې بدل شي. په بهرنیو مرستو ولاړ هېواد ته (Republic of Aids) یعنې د مرستو جمهوریت نوم ور کړل شوی دی، چې مرستې ترلاسه کوي خو په درد يې نه دوا کېږي.

II. د اقتصادي سرچینو ناسمه استعمال: د بهرنیو مرستو په لګښت کې ددې تضمین نشته چې له یادو مرستو څخه په اعظمي کچه ګټه اخیستل کېږي، ضایع کېږي به نه او نه به په غيرو اړینو پروژو لګول کېږي. د بهرنیو مرستو ډېره برخه په بې ځایه لګښتونو مصرفېږي لکه کارکوونکو ته لوړ معاشات ور کول کېږي، لګښتونه په کې څو برابره لوړ ښودل کېږي او د عملي شویو پروژو کیفیت هم ډېر ټيټ وي. بهرنۍ مرستې د تمویلوونکي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا په مصرف رسېږي او کوربه هېواد ته نه ورکول کېږي، چې پدې حالت کې بهرنۍ ادارې او بنسټونه د اقتصادي ثبات لپاره مرسته شوې پیسې په مناسبو بیخ بناوو، صنعت، کرنې او نورو سکتورونو کې پر لمړیتوبونو نه لګوي او تقربیا ټولې مالي سرچینې په نامناسبه او ناسمه ډول استعمالېږي او هغه پروژې ترلاس لاندې نیول کېږي چې ډېر اړینې نه وي، خو بیا هغه پروژې له یاده ویستل کېږي چې ډېرې اړینې دي. بهرني هېوادونه خپلې مرستې بې وزلو هېوادونو ته په لاس کې نه ورکوي او نه هغه مهمې پروژې عملي کوي چې د کوربه هېواد لخوا په ګوته شوې وي، بلکې د خپلې خوښې پروژې په عملي کولو باندې لګوي او همدارنګه د یادو پروژو په عملي کولو کې ددې تضمین نشته چې مالي سرچینې به يې نه ضایع کېږي.

III. بهرنۍ مرستې په لوړه کچه فساد ته لاره هواروي: اکثره هغه پروژې چې په بهرنیو مرستو تمویلېږي، د فساد ژورې رېښې لري، چې د داخلي کړیو ترڅنګ یو شمېر بهرنۍ کړۍ هم په یاد فساد کې ښکېلې وي. په بهرنیو مرستو ترسره کېدونکي پروژې له یوه لاسه څو نورو لاسونو ته لوېږي، څو قراردادیان د پروژې په عملي کولو کې د ګډون څخه پرته په میلیونونو ډالره ګټه ترلاسه کوي او د پروژې قرارداد فرعي قراردادیانو ته په پرلپسې ډول سپارل کېږي، چې پدې سره که د یوې پروژې ترسره کېدو لپاره لس میلیون ډالره مرسته شوې وي، د پروژې مالي رقم دوه یا درې میلیونه ډالرو ته ښکته کېږي چې په پاېله کې يې د پروژې کیفیت څو برابره ټېټېږي. بهرنۍ پروژې ازادې سیالۍ ته نه وړاندې کېږي، بلکې مشخصې کړۍ ته د مالي فساد له امله ورکول کېږي او د تمویل نیمايي او یا ډېره برخه بیرته هماغه هېواد یا نړیوال بنسټ ته ګرځي.

IV. د ګواښونو پر وړاندې اقدام نه کول: کله چې کوربه هېواد ته بهرنې مرستې روانې وي نو پدې حالت کې خپله کوربه هېواد د نامناسبو لګښتونو د کمولو هڅې نه کوي او نه په دې فکر کې وي چې مرسته شویو پیسو څخه څنګه کولای شي په اعظمي کچه ګټه واخلي. که کوربه هېواد له ناخوالو او ناورینونو سره مخ کېږي نو دا هڅه نه کوي چې د زیانونو کچه را کمه کړي، بلکې د بهرنیو مرستو په فکر کې وي، چې مرستې به هرڅه سم کړي. چاپان او نیدرلنډ یواځیني دوه هېوادونه دي چې د اقتصادي ستونزو سره مبارزه کوي، خپلې ستونزې له بهرنیو مرستو پرته په خپلې وړتیا حلوي او د بهرنیو مرستو څخه په لوړه کچه ګټه اخلي.

V. خپل اواز نه اوچتول: بې وزله اړمن هېواد ته دا ستونزمنه وي چې خپل اواز اوچت کړي او فکر کوي چې یواځې پرمختللي هېوادونه کولای شي خپل غږ پورته کړي او سترې ستونزې حل کړي. اکثره وروسته پاتې هېوادونه په دې باور لري چې دوې چټک پرمختګ نشي ترلاسه کولای او نه دوامدارې اقتصادي ثبات لپاره ګام اخیستلی شي. همدارنګه یاد هېوادونه مهمې اقتصادي پرېکړې نشي کولای، که کله هم کومه اقتصادي پرېکړه کوي، نو یاده پرېکړه يې د مرسته کوونکي هېواد یا بنسټ له نظر څخه اغېزمن کېږي، خپل نظر او فکر له لاسه ور کوي او نه پوهېږي چې څه وکړي.

VI. مرسته کوونکي هېوادونه بهرنۍ مرستې د خپلو ګټو د خوندیوت لپاره تر سره کوي: اکثره هېوادونه او نړیوال بنسټونه چې د کوم هېواد سره مالي مرستې کوي، په حقیقت کې د خپل هېواد او بنسټ د ګټو لپاره مرسته کوي، یو شمېر قیودات وضع کوي او د خپل اقتصادی ځواک په مټ یو شمېر اقتصادي، ټولنیز، کلتوري پالیسۍ په بې وزله هېوادونو تپي او د اړتیا پر وخت خپلې مرستې د سیاسي فشار په ډول هم استعمالوي؛ څو کوربه هېواد د مرسته کوونکي هېواد نامشروع غوښتنې ومني، چې په اکثره هېوادونو کې د همدې مالي مرستو په مقابل کې مرسته کوونکي هېوادونه د کوربه هېواد مهمې کاني سرچینې او د اومه تیلو زیرمې په ډېرو کمو بیو ترلاسه کړي دي. مرسته ترلاسه کوونکی هېواد د مرستې ترلاسه کولو له امله د مرسته کوونکي هېواد تر اغېز لاندې راځي. د هند مرستې د سیاسي موخو ترڅنګ په راتلوونکي کې د افغانستان د مارکیټ ترلاسه کولو لپاره هم ده او همدا اوس هند د افغانستان سره د ښو اړیکو له امله یو شمېر سترې پروژې تر لاسه کړي دي.

VII. اکثره وخت بهرنۍ مرستې د پور په ډول یو بې وزله هېواد ته ور کول کېږي، نه د مرستې په ډول، چې په دې حالت کې بې وزله هېواد اړ دی څو د وړ کړل شويو پیسو ترڅنګ د هغه سود هم یاد هېواد ته ور کړي، چې په دې سره بې وزله ملتونه د هوساینې پر ځای نور هم بې وزلۍ ته ټيل وهل کېږي.

VIII. د بهرنیو مرستو اندازه کمه وي: بې وزله هېوادونه په بهرنیو مرستو ډېره تکيه کوي، پداسې حال کې چې بهرنۍ مرستې نسبت د یاد هېواد اړتیا ته ډېرې کمې وي او بهرنۍ مرستې ډېرې کمې پانګوونې ته لاره برابروي. که یاد هېواد خپله لاس په کار شي نو ډېره پانګه، پانګوونه او ګټه به تر لاسه کړي. هغه هېوادونه چې د اقتصادي پرمختګ په پار په بهرنیو مرستو ډاډمن وي او د همدې مالي سرچینو په مټ په اقتصادي ستراتیژیو او پلانونو کار کوي نو د یاد اقتصاد پرمختګ له ستر ګواښ سره مخ دی ځکه چې هر وخت کېدای شي یادې مرستې بندې شي او یا ورته په ډېره ګرانه بیه پریوځي.

IX. د بهرنیو مرستو له امله اقتصادي پرمختګ نه رامنځته کېږي: د بهرنیو مرستو په وسیله اقتصادي وده او پرمختګ تر لاسه کول یوه اوږدمهاله پروسه ده، چې پدې پروسه کې چټکه وده نشي تر لاسه کېدای او که څه هم اقتصادي وده او پرمختګ رامنځته شي نو پایداره او متداومه به نه وي. حتی ځینې اقتصادي پوهان پدې باور دي چې بهرنۍ مرستې نه ډېرې ګټورې دي او نه د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره بسنه کوي او ددې مرستې څخه، نه مرسته ښه ده. بې وزله هېوادونه د مرستې ترلاسه کولو لپاره ددې ژمنه کوي چې په مرسته شویو مالي سرچینو د پروژو له بشپړېدو څخه وروسته د یادو پروژو ساتنه او څارنه کوي، خو د غوړو ژمنو سره سره بیا هم د پروژو څارنه او ساتنه نه کېږي.

X. بهرنۍ مرستې د عصري ټکنالوژۍ انتقال او مهارتونو لوړېدو ته لاره نه هواروي: په بهرنیو مرستو داسې پروژې تر سره کېږي، چې خام مواد يې په یاد هېواد کې دننه پیدا کېږي، یعنې کوربه هېواد په خپله کولای شي یاده پروژه عملي کړي، ځکه له بهرنۍ هېوادونو څخه ورته د ټکنالوژۍ، ماشینرۍ، خام موادو او نورو توکو واردول ته په کې اړتیا نه وي. که بهرنۍ مرستې په هغو پروژو ولږول شي ډېره به ګټوره ثابته شي چې د یاد هېواد کې د ټکنالوژۍ او پرمختللي ماشینرۍ انتقال ته په کې لاره هواره شي.

XI. د پیسو د پړسوب فشار: بهرنۍ مرستې هغو پروژو لپاره ور کول کېږي چې د عرضې او د عامه لګښتي توکو په جریان کې په چټکې سره نه اضافه کېږي. په بهرنۍ مرستو تر سره کېدونکي پروژې په اقتصاد کې د یادو توکو تقاضا ډېروي، چې پدې سره د عرضې او تقاضا بیلانس له منځه ځي او یاد اقتصاد د پیسو د پړسوب له فشار سره مخ کېږي او رنځېږي.

البته پورته ځینې ټکي افغانستان ته د بهرنیو مرستو په اړه ځکه نه اطلاقېږي چې د افغانستان سره بهرنۍ مرستې له اندازې ډېري دي، د نړۍ هېڅ هېواد سره دومره بهرنۍ مرستې نه دي شوي څومره چې له افغانستان سره شوي او د افغانستان پرمختګ د همدې مرستو له امله ده.

په درنښت

Leave A Reply