غزل

0 377

 

غزل

ګــــــلونــه راسـره دي بــــيابان غـېږه کې مـرم

څه سـوي اسوېلي دي دارمان غـېږه کې مرم

ســـاړه ســـاړه اهـونه اوســړې ســړې ســلګۍ

داوښــــــکو کــتارونه دګـرېوان غـېږه کې مرم

اسمانه ستالمن کې ستوری ورک شودقسمت

دځمکي کور ته لاړم دهجران غېږه کې مرم

کوڅـه کې مې لــيدلي نــن دهــورو نـــنداره

حيران ورته ولاړيم اوحيران غـېږه کې مـرم

) ولــيد(لړزه لړزه وجــود اولاس ترزني د

څېــره دهوري وينم خوانسان غېږه کې مرم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نه پوهېږې

جنۍ راځــــــه بـــهر بــــــــاران دي ته لانه پوهېږې

يې لاوړه نــــيم دي ايـــمان دی ته لا نــه پوهېږې

ته دي په خــــــپل حــسن مـغروره يې دځان قاتلې

وايم چې داشــېخ بې وجـــدان دی ته لانه پوهېږې

اې دښــارښـــکلې ته دکلي ښــــــکلا څه پـــــېژنې

پاس په ګــودر کې دي جانان دی ته لانه پوهېږې

يو مـــــازديګراوبل اخــــتر دی دديـــدن ورځې دي

نن ګډېدې اوس دي کار وران دی ته لانه پوهېږې

ورځ داخــــــــتر وه تـا چــــــمبې تـــه اتـــــڼونــــه کول

اوس دي”وليد”ځان ته حيران دی ته لانه پوهېږې

شاعر محمد الله ولید

Leave A Reply