اوس د خلاصون یوازینۍ لار د افغان نیشنلیزم محور دی / عبدالغفور لیوال

0 635

په دې کې هېڅ اړنګ بړنګ نه شته، چې دوو ګاونډیو د افغانستان د ورانونو او ترمخامخ واک لاندې راوستلو لپاره لسیزې لسیزې پخوا هڅه پیل کړه او یوازینۍ لار، چې دوی یې دغې موخې ته رسول، د افغان ملتپالنې د حس او شعوري محور ویجاړول و.
افغان نېشنلیزم چې د لوی تاریخي – افغانستان د اویا میلیونه انسانانو د راټولولو او په یوه ځواک د بدلولو یوازینی محور و په بل څه نه ورانېده، مګر دا چې د دغه اویا میلیوني ملت له عقیدوي احساساتو څخه دې سیاسي ـ استخباراتي ګټه پورته شي. له همدې ځایه دواړو ګاونډیو د نړۍ د سترو ښکېلاکي ځواکونو په مخامخ ملاتړـ چې هغوی هم دلته خپلې ګټې او سیالۍ پاللې ـ د شیعه او سنُي باورونو د جنګولو او استخباراتي ـ سیاسي ګټې اخیستنې بټۍ بلې کړې او په څلویښت کلن کړکېچ کې یې میلیونونه افغانان په دې بټۍ کې سټ کړل.
اوس د خلاصون یوازینۍ لار د افغان نېشنلیزم ( افغانیزم) محوردی، چې دا اویامیلیوني تاریخي ملت پرې راټولېدلای او ځان د ګاونډیو له استخباراتي دامونو څخه ژغورلای شي.
وروستي خوځښتونه او راټولېدنې د دغه ستر توپان لومړنۍ وږمې وګڼئ، تر شا کیسه ډېره لویه ده. د افغان ولس په ګډ لاشعور کې د ملتپالنې لاوا په جوش راغلې ده، یویشتمه پېړۍ د بشري تاریخ د بدلون تګلوری له همدې ځایه ټاکي.
#افغانیزم

Leave A Reply