امریکا به څوک وباسي چی موږ موږ شوي نه وو/ اباسین بریال

0 539

امریکا به څوک وباسي چې موږ موږ شوي نه وو؟
موږ چې دځان پر ضد جګړه کوو له امریکا او روس به ټوپک اخلو مننه به یې هم کوو.
ګیا په خوار پټي راشنه شي او بې څښتنه جایداد تل تر دعوا لاندې وي.
طالب دې د جنګ په ځای سیاست وکړي امریکا، روس، پاکستان او ایران به بیا د چا په اوږه ټوپک ږدي او په چا به نښه نیسي.
دلته د پردیو د ګټو زمینه موږ مساعده کړه، موږ وو او موږ یوو چې ددنیا هره جګړه کورته راوړو او په فخر سره دوام ورکوو.
بیروني عوامل له داخلي کمزوریو او خیانت څخه تغذیه کېږي.
دلته چې د جهاد په نوم د شوي یا کېدونکي جنګ په اړه ملاحظه ولرې هماغه لحظه کافر او وطن فروش شې خو د جهادونو په نوم موږ سخت خطرناک او ځان ضد جنګونه کړي دي.
د ټوپک کار زار بس دی، جنګونو ته د تقدس معیار په سلیقو مه ټاکئ.

Leave A Reply