د ننګرهار د ولایتي ادارې د یو کلنو فعالیتونو ټولګه او مستند فلم خپور شو

0 769

دعوت میډیا ۲۴ – د ننګرهار د ولايتي ادارې د يو کلنو فعاليتونو ټولګه او مستند فلم خپور شو.
د سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هڅو (ننګرهار په ۱۳۹۶ کال کې) تر عنوان لاندې د فعاليتونو کلنۍ ټولګه په څلورو فصلونو او ۱۳۱ مخونو کې په رنګه او ښکلي صحافت سره په زر ټوکونو کې چاپ شوه.
د ننګرهار د ۱۳۹۶ یم کال کې کلنۍ او جوړ شوی مستند فلم پرون د نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې پر ګډونوالو وويشل شو.
په ټولګه او فلم کې د امنيت، بيا رغونې، سیاسي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې د تېر يو کال فعاليتونه راټول شوي دي.

دا د نوموړي فلم لینک دی:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2039335002747664&id=605953392752506

Leave A Reply