سیدعبیدالله نادر/څلوریځې

0 633

زما څلوریځي
د غلیم په ملک کې پروت یي ، د وطن نارې وهی
ته به څـــــــو لـــکه بلبله ، د چمــــن نارې ، وهی
په آخـــــر به خــوار ذلیله ، ګرفتــــارشی ، د غلیم
ته چــي دي وطن کـــې هر دم ، دختن نـاری وهی
«««««««««««««««««««««««««««««
سمسور به دا وطن شي ، په زیار او په زحمت
آباد به دا وطـــــن شي ، په کــــــار او په همت
په مټو د ځـــــــوانانو ، په تدبیر د عــالمـــــانو
جوړیږي ، له ډاګــــونو ، ویرانو څــخه جنت
«««««««««««««««««««««««««««
په دي وطن کې غمــخواران نشته دی
د باغ و بڼ یي ، ما لیاران ، نشته دی
وران شـــو وطن ، د جــهالت په لمبو
د جوړیدو یي ، معمـــــاران نشته دی
«««««««««««««««««««««««
کـله کــله شمیر د مړو کـــــــې زه حســـاب یم
هر یو سوال ته، په خــــــلقت کـــې لا ځواب یم
یو ګړې چې بیخودۍ کــې ، ځــــــان ځیر شــم
هغــه وخت دی چي ، معنی کې لوی دریاب یم
««««««««««««««««««««««««««
په سوچـــونو زړه ته می رانغلو ، قرار
نه خیــــــالات د فلسفی می شول، مهار
شیرین عمر په حیرت کې رانه تیر شو
خو ښکاره نه شو ، د پردې شاته اسرار
««««««««««««««««««««««««««
نه پوهیږم چـي به چیرته ، زمــا قرار وي
چی ګوګــل که می سر لوړی دا شرار وي
خو پس له مرګه که می غواړئ په دنیا کې
عـارفــانو په ســــیني کــې زمــا مـزار وي
««««««««««««««««««««««««««
نړۍ په مخ تیــاره شـــــوه، له خـــــــــــــپله جهالته
تر قیـــــــامته به ویښ نه شو ، لــه خـــوبه د غفلته
کاروان له مخي تللی ، مونږ لاس تر زنۍ ناست یو
لـــه پاڼـــــي د تاریخ څــخه ورکیږي ، زمونږ پتــه
«««««««««««««««««««««««««««««
هغه دم چي په خپل عجز باندی پوهیږم
بی اختیاره، په خپل حــال باندی ژړیږم
رسایي ته می ، فلــــک کله حیران شي
چي په عجز کې له ملــک ځیني تیریږم
««««««««««««««««««««««««
چي می سوز به سینه ګډ شي ، بیا می ګوره رسایي
کوم حـکم په کـــــــواکــــــبو په فلک بــــی پروایي
لوړمقــــــــــام او مرتبت د ولایت دی ، سوز وساز
ســوز تاثیردی، په عــــــــــاشقانو مو هیبت د الهی
««««««««««««««««««««««««««
دلتــه پروت یمـــه په قبر د دردو ســــــره
د دنیا نه د نیمـــګړو ، ارمـــــــــــانو سره
په بیلتون کې د وطن می لا حلق تریخ دی
چــي راغلی یم انبــار انبــار ، غمــو سره
«««««««««««««««««««««««««««
دا می خیال وو ، چي محرم شمه د راز
شپــه او ورځ وم، په دعــــــا او په نیــاز
په طـــاعت او عبادت هم حاصـل نه شو
هغه څه چي می حاصل شول ، په ګداز
«««««««««««««««««««««««
زړه ضمیر می معرفت کې کړې ، روښانه
چي مشکل می شي ، په علم باندی ، آسانه
روح او تن می ، جهالت کې په عذاب شو
د خــلاصـــــون لاره ده ، تا سره رحمانه
««««««««««««««««««««««««««
په آشمان کې می د خیال، لکه ستورۍ ځلیدلی
آیيني کې می د سترګو، کــــله کــله ښکاریدلی
شکایت ستا له بیلتونه په زړه کې دومره ، نشته
ځکه کعبی کې می د زړه ، په عمرونو تاویدلي
«««««««««««««««««««««««««««
ساقــی ژر کړه ، د شــــــــــرابو نوبتونه
چي تیریږي ، د دنــــیا نازک وخـــــتونه
تر دي دمخــــــه ، چي مـکاره زمـــــانه
د سر کنډول څخه مو جوړ کړي جامونه
««««««««««««««««««««««««««
که حیات او ژوند همیش وای تل تر تله
دا جفا به د روزګـــار وای په هر کــــــله
ښه خـو داده ، چـي هره شیبه ، تیریږي
کـه نه تل به ، دا جفـــا مونږه زغمــــله
«««««««««««««««««««««««««
لا تر اوسه یي ، په مغزو کې شور او شر دی
څوک چي مخي راغـــــــلی په سنــــګر ، دی
د تکبیرهیبت کــــې ، اوس هـــم دی مدهوشه
چي وتلی می د خــــــولي ، الله اکــــــــبر دی
««««««««««««««««««««««««««
راځـئ چي کړو ، دا دزړه دنیا ودانه
دا تیارۍ په معــــرفت باندی روښانه
په نفاق او په کینو کې به تر څو وي
آرزوګـــــانو آرمــــــانونومېنه ،ورانه
««««««««««««««««««««««««
مړی ښخول پر سر باندی یي ، خاورې اړول
تورو تیارو کې د لـــحد یي یواځـــي پریښودل
دا و هغـــــــه نادانو، جـــاهلانو ته عبرت دی
چي يي نشته، په زرګــــــونو اشاراتو ویښیدل
««««««««««««««««««««««««««
داسي شراب چي په دردونو مي آشنا کړي
چي ضـــمیر مـــــي د ریا څخه صفا کړي
تمنـــا می، د مـــاهرو ســـاقی د لاس ده
په یو ګوټ له دواړو کونو مي ، فنا کړي
«««««««««««««««««««««««««««
چي په غم کـــــې وي ، د خلــــکو ناقراره
چی یي خــوب په سترګو نه وي تر سهاره
خدایه داسي رهبران کړې زمونږ په برخه
چــې د ژوند ، او د ســـمون وښــــیي لاره
«««««««««««««««««««««««««««
ټول جهـــان مي اوسیلو ته شولو تنګ
غموراوړلو ، په زړه باندی غورځنګ
چي مي حـــال شو ، بی هنرو ته بربنډ
همــــه واړه شول ، زما څخه په څنګ
««««««««««««««««««««««««««
چي احســـــــاس کړو، درد غم واړه تمام
قـــافلـي د بشـــــــــریت ته شـــــو ، امام
چي یکسان مو ،احساس او همدردی شي
بصیرت او علــــم ، دواړه کــــــاندو عام
«««««««««««««««««««««««««
خــبر نه یـــي، د ســــحر په وخت بلبله
ژړه غونی ، لــه فــانی دنیــا په خـــپله
دا پیـغام یي ، په فریاد کې دی ، نغښتي
چی غفلت له خوبه ویښ ، شه ای غافله
«««««««««««««««««««««««
نه پوهیږمه،وږمی د کـــــوم چمن راځي
خوشبویي ورسره نغښتی، د وطن راځي
معـــطره ده صــــحرا، په عطرو باندی
که د مشــــکو رایحه نن ، له ختن راځي
««««««««««««««««««««««««
نیمو شپو کې چي بشر په حال غمجن ، وي
بـی قراره،په بستر کـــې ،اند یښـــــمند وي
د بشـــر په درد و غـــم کې ، تل کــــړیږي
هغه څـــوک چـــي په عالم کې، دردمن وي
««««««««««««««««««««««««««««
لاره د حل ، په نفسونو حــا کمــــــــــــــــیت دی
راوتل لـــه حـــرص و تمـــی ، په همـــــــت دی
حرص و تمی غلامۍ کې ،که څوک ژوند کړي
ژوندون نــه دی ، و مردانــــو ته ذلـــــــــت دی
««««««««««««««««««««««««««««««
چي ځان ستي کړي ، په انګار کومه دی
یو خود ګذره ، فدا کـــار کــــومــــه دی
ټول دي غـــلام د غــــــــلامانو په طور
چي وي آزاد ، په خپل اختیار کــومه دی
«««««««««««««««««««««««
د زمري له کـــــــامه کـاږو ، آزادي
د چــــا نه منو منت ، او غــــــلامی
خو ددي همت ، هیڅــکله پیدا نه شو
چي تر لاسه کړو له نفســه خپلواکې
««««««««««««««««««««««
غرونه غرونه ګنـــاهونه، بی حســـــــــــابه دفترونه
د عصیان لوی سیــــلابونه ،معصیت سمـــــــندرونه
دا همه واړه به پاک شی ، په یو رپ سره د سترګو
هغه دم چي په عــــالم راشــــــــی ، د رحم بارانونه
««««««««««««««««««««««««««««««
مونږ به هلـــه کړو اصــــــلاح خپل ځانونه
چي وژغورو کیني څـــخه، خــــــپل زړونه
دومره علم او معرفت ، ځان ته حاصل کړو
چي احســــاس کړو ، د تمــــام عالم دردونه
«««««««««««««««««««««««««
ما د ورکــــــو پسي ډیري ، ویراني دي لټولي
په کتاب کې د روزګار می ، افساني دي لټولي
چي معلومه کړمــه ځان ته ، د حیــات و فلسفه
د حکمــــــت او عـلم ديری خــزاني می لټولي
««««««««««««««««««««««««««««
ستا په غــم کې پریشـــان یمه ، وطنه
په کړاو کې دي ، خزان یمـــه و طنه
لاړ به نه شی تر ابده ، زما د زړه نه
ستــــــا د هجر تــور داغونه تر کفنه
««««««««««««««««««««««««
د خدای له ویري لرزیدلی ، نه یي
په عقـــــیدی کــې ، دریدلی نه یي
ته په ظاهر لافه ، د شرعی وهي
خو په عمل پري پوهیدلی ، نه یي
««««««««««««««««««««««««
مه می لری کـــوه ، له نظــــــــــره
چي نه رټیږم ، دا ســــتا لـــــه دره
امید می ته یي ، ارزو مـــی ته یي
چی می وجود دی ، ستا له مظهره
«««««««««««««««««««««««
چي د علم د پاره خنډ دی ، هغه جنګ دی
په حیثیت د مدنیت باندی ، غورځنګ دی
انسانی مقام ته نښــــــــایي ، چـــي وکړي
هغه کار چي انســــانیت د پاره ، ننګ دی
««««««««««««««««««««««««««««
راځـئ چی په خپل نفس وکړو غورځنګ
د هوی او د هوس نه شـــــــو په ، څنـګ
امیـــــدونه ، آرما نـــونه چـــي مو یو دي
نو به څه له په خپل مینځ کې کوو، جنګ
«««««««««««««««««««««««««««
روڼي اوښکي می له سترګو نه بهیږي
چي خبر شومـــــه ، آشنـا رانه بیلیږي
په فراق کې د ژوندون ، تمه می نشته
ځکه اور می په زړګي باندی ، بلیږي
«««««««««««««««««««««««««
عمر تیر شو ، په ریاضت او په طاعت کې
څـــه په ذکر په ثنــا، او عبـــــــادت ، کې
خو دا ټوله زیرمـــه ، لاړه پــــه یو دو کې
په میدان د خود خواهۍ ، او سیاست کې
«««««««««««««««««««««««««
خلک وايي ، چي لار د حل ده ، جګړه
زه وایــــــــم، چي بهـــــــتره ده ښیګړه
له جګړي نه لاس ته نه راځي حا صل
لا زیاتیږي ، په وطن کــې مو شـــخړه
««««««««««««««««««««««««
سره غونډ شئ ، متــحد شئ،چي جوړه شي ټولنه
ملي وحدت له پاره ، ورکــړئ ، ټولـــــــو ته بلنه
خدای رسول د پاره بس کړئ ، مشرانو،رهبرانو
نفـــــاق او دکـــــیني ، اورو ته مــــه وهي ، لمنه
««««««««««««««««««««««««««««««
د سره کمــو نیستانو ، په راتـــــــګ کې
زمونږ په زړونو کې ، کیني شولي تازه
دي نـا پاکــــو او پلـــــــیتو ده ، ایستلي
ددي وطـــن څــــــخه ، د علــم جنــــازه
«««««««««««««««««««««««««««««««
چا په سرکې چی طوفان وي ، د حکمت
یا روښــــانه وي ، څـــــــراغ د معرفت
دا ګــــذر د زمــاني ، هغـــــــــو له پاره
هر قـــدم کــې ، یو دیوان دی، دعـبرت
«««««««««««««««««««««««
ډیر عمرونه په تحـــــقیق وم ، سر ګردان
چي ځان پوه کړم ، په اسرار د دي جهان
پس لــــه ډیرو ګـــرویږنو، او څـــیړنـــو
دومره پوه شوم ، چـــــی لا نه پیژنم ځان
««««««««««««««««««««««««««
چي یي هوش او فــــــــراست ، وي
ښـــه تــدبــــــــیر، په سیـــاست وي
خـــرڅ به نشي ، چـــــیري دا ملک
عاشقان چي د وطن په حراست وي
«««««««««««««««««««««««««
راځئ چي یوه جـــوړه کــــــړو ټولنه
چي د علــم او د عرفان وکړي ، پالنه
یو تر بله د ورورۍ لاســـونه ورکړو
په همت د خپل ، فرهنګ وکړو ساتنه
««««««««««««««««««««««««
په عمـــــرونو په ځــوانـۍ او زلمــیتوب
ورک له سترګو تر سهاره شولو ، خوب
پس له ډیر عمــرونو زه یم ، او سوچونه
مګر خلاص له دي حال کړي ، لیونتوب
«««««««««««««««««««««««
د بی دردانو،بی احســــــاسو، حاکمیت
زمونږ په ملک باندی یي راوستو ذلت
په نامــوس د معرفت باندی دي لـــوبی
دلتــــــه په نوم ، د عدالت اوشـــریعت
«««««««««««««««««««««««
چــي د علـــم پـــــه وزرو شومـــه روان
ټول جهان می شـــو ، په حـکم په فرمان
بحر وبر او کایينات می ټول تسخیر کړه
توری تیارۍ د جهالت می کړې، روښان
««««««««««««««««««««««««
څوک چي وغواړي چي وکاندی خدمت
دي وطن ته په اخــــــــلاص او صداقت
ښه به دا وي ، چي تر ټولـــــو نه دمخه
ځان کې وروزی ، احساس د مسوولیت
««««««««««««««««««««««««««
هر ورقي د ګلشن کې ستـــا حکمت دی
د بلـــــبلو په ثنــــا کې ستا صفت ، دی
په نظر د عبرت بین ، په دي چمن کې
هره پــاڼه یي دیوان ، د معـــــرفت دی
«««««««««««««««««««««
جهـا لت کــې ومــه ورک ، په ســــــــلو لارو
د هستــــۍ پیټــــــۍ اوږو باندی ، دروند بــار وو
چي می سترګي څومره خلاصي، په تحقیق کړې
پردې نـــوري شــــــوی اوچتې، لــــــــه اسرارو
«««««««««««««««««««««««««««««
سره غونډ شئ ، متــحد شئ،دغه کار د شهامت دی
په نفاق کې اوسیدل خو، بی ننــګي ده، جها لت دی
که په خپل مینځ کې یو موټۍ شئ ،رښتینو وطنوالو
دغه لاره د نجــــــــات ده ، ښه تدبیر د سیاست دی
««««««««««««««««««««««««««««
راځئ خـلکو ، له دي حالت نه وځئ
تورو تیـارو د جهــــــــا لت نه وځئ
تر څو به سیــــــــځئ، دنفاق په لمبو
ددي بـــلا ، او دي آفـــت نه ، وځـئ
«««««««««««««««««««««««
بشر په ستـوروکې ، د نــوی ژوند امکان لټوی
د امیــدونو آرمــانـــونو، لــوی جهـــان لټــــوي
زمونږه خلک ورک دي ، په تیارو کې د جهل
چي په تیــارو د جهــــالت کې ، خپل ځان لټوي
««««««««««««««««««««««««««
چي پیدا می شــــو ، بشر سره الفت
اوس یي ګالم ، په غمونو کې محنت
د عــالم غــمونه ، واخــلي په خپل سر
هغه څوک چي شي ، سمبال په معرفت
«««««««««««««««««««««««««
وخت په چټــکی ، لــــــه مخــي مو تیریږي
زمـــانه د چــــــــا د پـــــــاره نــــه ودریږي
خو افسوس ، زمونږ په حال باندی همدا دی
چـــــي په قدر د زمــان څـــوک نه پوهیږي
««««««««««««««««««««««««««««
بل شئ نه غواړمــه ربه ! ستا رضا می آرزو ده
ما هغه څه منــظور دي ،چی ستا په ما پیرزو ده
تر ابده به یی د ځـــان سره آرام او قرار وړمـــه
هغــه بار د بنده ګي ، چی دي راایشئ ، په اوږو
«««««««««««««««««««««««««««««
دا خواره واره په هر ځای ، د پیغور یو
دا زمونږ له نادانۍ ، او جهـــــــالت دی
په ټـــــول عمر په تضـاد کــې یو د علم
ځـکه ټولــو نه بد تر زمـــونږ حالت دی
«««««««««««««««««««««««
راځئ نور شر او شرارت ، پریږدۍ
دا بدبخــــــــتي او دا حــالت پریږدئ
یو بل تـه غیږه ، د ورورۍ ورکړې
په زړه کې ځای د محبت ، پریږدئ
«««««««««««««««««««««««
چي می پورته په غرور کــړل ، قدمــونه
له دي خاورو نه تر غوږ شول ، آوازونه
قـــدم رو ږده ، ای نـــادانه ، بــی خــبره
چي کـکرې دي ، مخـــونــه دي لاســونه
««««««««««««««««««««««««
چي پیدا شي دي محفل ته با جوهره یو انسان
حکمــتدانه،رموزپوهه، نــکته سنجه یو انسان
عمرونه او کلونه ، زمانه خوري د زړه ویني
تر ووځي لـــــه بټي د روزګـــاره ، راز دان
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وجود ماڼی نه واخــــله ، د مــــــعرفت درس
له مکـــارۍ د زمـــانی نه ، دعــــــــبرت درس
چي آګـــاه د کـایينـاتو، لــــــــــــــه فلســـفی شې
د ستورو ډک آسمان نه واخله ، د حکمت درس
««««««««««««««««««««««««««««
که دا ورو بدلون ، مفهوم د پرمختـــــــګ وي
یا سـرونو کـــــــې ، خیــالونه ، د ټوپــک وي
آرمـانــونه د دردمــــنو ، به شـــــــي خاوري
که قانون پر ځای، په لاس کې مو کوتک وي
«««««««««««««««««««««««««
دا غمـــګین غوندی ماښام پر ما سهار کړه
بیا می خلاص له تلخـکامۍ ، د انتظار کړه
نومـیدۍ تیاره ، په زړه باندی خـــوره شوه
خــدایه! ته یي راتــه بدله ، په انــــوار کړه
«««««««««««««««««««««««««
له دنـــــګوغرونو،ښـــــویدلی نه یي
ته په خـپل وینو، لمـــــــبیدلی نه یي
ته بیــګانه یــي ، دي وطـن ، د پاره
چي په نامــوس یي ،دردیدلی، نه یي
««««««««««««««««««««««
په درد د میني ، پو هـــــــیدلی نه یي
د عشــــق په تبـه ، پریوتلی ، نـه یي
ته به طــوبان له حاله ، څه خبر شئ
چي سمندر کې ، غورځیدلی ، نه یي
««««««««««««««««««««
دردمن هغه دی ، چي په ځان و ګالي محنت
چي تر څـــو راولي ، و نـــورو ته راحــــت
د بشــــر د آســــــــــایش آرام ، د پــــــــاره
شپی او ورځی ، په خپل ځان واخلي زحمت
««««««««««««««««««««««««««
ځــــان تیـــار کــړئ د زمــان سره سم
ګورئ چی نه شئ ، د هیڅ چا ځیني کم
بی علمی ننګ دی ، په هر دوران کې
عـــلـــم دی زیب و زینت ، د بنـــــیادم
«««««««««««««««««««««««
مونږ په خوارانو ، د زړه ســوی نه کوو
د خــپل بیوزلـــو لاس نـــیوې ، نه کـوو
که چیری مرستــــه، د کـــــولو وي وړ
هغه هم چیری مونږ په ځـــــــای نه کوو
«««««««««««««««««««««««
بلبـــلانو بـاندی خـــــــوب ما کړو حرام
چي فراق کې دي ، د شپی په چغهار وم
بلبــلانو می په حـــال باندی ژړا ، کــړه
چي هجران کې دي بسترکې ، ناقرار وم
««««««««««««««««««««««««
دا توري شپــي به کــــله ، سـبا کیږي
دا تــورتم به په مونږ ،کـله رڼا کیږي
د نفاق تورو تیـارو کــــــې انتظار یو
چي وحدت لمونځونه ،کله روا کیږي
««««««««««««««««««««
چي زیری په چمن کې ، د بهار راغی
هری خواته ، د ګـــلونو قطـــــار راغی
بلبل په ترنم کـــــې ،شپه په انتــظار وو
چي شپي پرده شوه لیري ، سهار راغی
««««««««««««««««««««««
خلک ډوب دي ، د بشر په دردونو او غمو کې
مستقبل ته یی پریشانه ، په سوچونو اندیشنوکې
مونږه ډډه لــګولی د غــفلتــــــه ، وني لانـــدی
تیراوو ، عبث وختونه ، د نصوارو په نشو کې
««««««««««««««««««««««««««
ما چي غوښتل چي درته حال ووایم تا نه منل
د فریادی زړګي ، احـــــــوال ووایم تا نه منل
ما چي بنا د شـکوي وکړه ، تا خــندل به راته
چي د خوږمن زړګي می فال ووایم تا نه منل
«««««««««««««««««««««««
هغه ځوان چي وي په فکر کې د ګور
نور به نه وي ، په خیال د ظلم او زور
د حساب د ورځی فکر ، چي په سر وي
عاقبت عــــــــذاب دهر چا په ، نظر وي
«««««««««««««««««««««««
ټولو واخیسته ، فضا ته کلک ،ګامونه
مونږ تر اوسـه ، د غفلت وهو خوبونه
نو راځـــئ چي د علـــمی نړۍ د پاره
سره یو شو د وحدت ، ورکړو لاسونه
«««««««««««««««««««««««
لاس تر زنۍ نن شپه ناســــــت یم ، تر سهاره
د خـلــقــت پــه انــد یښـــنو یم ، نــــــــاقراره
دومره پوه شوم ، چي هیڅ چا معلومه نه کړه
د بـــشر د قــافــــــــلي دغــــــه ، تـــګ لاره
«««««««««««««««««««««««««««
خوری وي توري تیارۍ ، د جـهالت
چي داخــل شــولو ، مشعل د معرفت
راهــنمــا د ګــمراهانو ، محـــمد شو
په تیارو کــې شو، هــادی د بشریت
«««««««««««««««««««««
چي خــلق شوي ، په خلقت کې دنیا ده
دا ځمــــکه دا هــــــوا او دا فضــــا ده
په دنیا کې ، د خلقت منظور هر چاته
لا تر اوســه ، لاینــــــحله معــــما ،ده
««««««««««««««««««««««««
ښه همنشین دی ، او ښــه ملګری کتاب
چی راته ښیيې، لاره د خــیر او ثــواب
تل ژغوروي می ، لــه شر او له فساده
بیا خلاصوی می ، د جهالت له عذاب
««««««««««««««««««««««««
چي مرحم نشې په درد د زخمی زړونو
یا سـکون او آرامــــش ، په پرهــارونو
داسي و ګنه چي کـــــا ڼی د صحرا دی
یا وچ بوټۍ ، په کـــمر د اوچت غرونو
««««««««««««««««««««««««
چـی د بشـــــر په دي جــهان نــه منئ
په ټـول نړۍ کې ، د انســــان نه منئ
سرونه ښکته ګریوانو ته کړی ، خپل
د خپل ضـــــمیر او د وجـــدان ومنئ
««««««««««««««««««««««
د هوس څخــه چــــــي تیر وطـــــنداران شي
چی په نفس باندی حاکم زمونږ ، مشران شي
ژر تر ژره ، په یقـــــــــین سره به ګــــوری
چي دا وران ویجــاړ ډاګــــونه ، ګلستان شي
««««««««««««««««««««««««
دا خواره واره په هر ځای د پیغور یو
دا زمونږ له نادانۍ ، او جهـــــالت دی
په ټول عمر ، په تضـــاد کې یو د علم
ځکه ټولو نه بد تر ، زمونږ حالت دی
««««««««««««««««««««««««
چي ملت ته د افغـــــــــان وي ، قــدرمن
د خپل قام په غم غصو ، کې وي غمجن
د وطن په حــــال ژړا چې یی شعار وي
بیا پیدا کړې ، سید حسن غوندی دردمن
«««««««««««««««««««««««
دفترونه یي رانه پاک کړه ، په ګوګل کې
تاب و توان یي رانه واخیسته په چل کې
خــو له دومره حـادثاتو ، چــــي تیریږي
ستــا یادونه ، لاپراته دي زړه په تل کې
«««««««««««««««««««««««
راځئ چي سره جــــوړ کړو ، دا وطن
دا وطن چي دی ، د پلار نیــــکه مدفن
اعتــــــلا د معارف ته شـــو ، چمــــتو
ځان سمبال کړو د زمان په ، علم و فن
««««««««««««««««««««««
چي تابع شي د هــــوی ، او د هوس
زماني ته به وي داسي ، لـــکه خس
ژوندون به یي تمام ، لکه حباب وي
هغه هم د ورکیدو په خــواب ، ترس
««««««««««««««««««««««
په یو څو جــامـونو زړه راته کړه ښاد
ویراني می ، د خیــالونوکـــړه ، آبـــاد
هومره راکـــړه د شرابو ډک جـــامونه
چي ځان د عقل له ځنځیره کړم ، آزاد
««««««««««««««««««««««««
داسي څوک نشته ، چي شي پوه د هر یو ګل په ژبه
په غــرو رغــو کې ، د بــورا او دبــــلبل ، پــه ژبه
خــاونده ورکـــړه ، د رازونــــو نیـــازونـــــو ، ژبه
چي وپـــوهیږي ، د دردمـــن ، او صــاحبدل په ژبه
«««««««««««««««««««««««««««««
بیدردان پراتـــه په خـــوب وي مزه داره
د احساس خـــاوند کړیږي ، تر ســـهاره
غمخواران د زمــاني ، به دغه حــال وي
چي بهــــبود ته د بـــشر وي ، نــــاقراره
««««««««««««««««««««««««««
که هر څو، کړم ځان په سوچونو، خوار ذلیل
پیدا به نه شي ، هو شیـــــــارۍ ته می دلیـــل
په دي لــــــږه عقــــل و پوهه ، چــي لــــرمه
دا ده ګرانه!چي کــــــایينات پری کړم ، تحلیل
«««««««««««««««««««««««««
د علامه اقبال لاهوری د فارسی یوه څلوریځي په پشتو ژباړه
یوه شپه وریځــــــي د بهــار شــوي ،پـــه ژړا
چي ژوندون ټولـــه پر لـــه پسي دي ، ژړیدل
یو نــا څــاپه ، تندر و پرکـــــــــیده وی، ویيل
چي خطا شوی ، ژوند یوه خوله دي ، خندیده
««««««««««««««««««««««««««««
له سپیرو خاورو یي ، جــوړ کړو زمونږ پیکر
نښي یي کیښودي ، په کــې د خـــــــــپل مظهر
که په سترګو د حکمت ځیر شئ ، خپل ځان ته
ښکـــــــاره به شـــــي ، د ازلي علــم ،ګـــوهر
«««««««««««««««««««««««««««
د خیام د یوه شعر فلسفه په پشتو شعر کې

چیری به وي ، چي اندیشنو بارونه وکــــــاږم که نه
په سست بنیاد ، د دي فانی ژوند باندی وژاړم که نه
ساقي ډکه پیمــانه کړه ، چي معلومه مي ، نور نه ده
دغــه دم چــــي سا راکــاږم ، بیا به یی وباسم که نه
««««««««««««««««««««««««««««««
دا چي زه هــــــــسي لـــه ټولو نه ،ځــاریږم
زه په اصل کــې ، په دي بـــاندی ، پو هیږم
چي که نن وي ، کـه سبا وي ، که بیګاه وي
بیــا لــه دي ، دارفنــــــــا نه ، روا نــــــیږم
«««««««««««««««««««««««««
چي هر ګوټ د دي زړه نړۍ ، ودان شي
چي پیدا په دي ټولنــه ، غمـــخواران شي
د زړه په وینو ، بڼ د علم کړې ، خړوب
چي راتلونــکو ته سمسوره ، دا جهان شي
«««««««««««««««««««««««
دلتـــــــه هر یو ، روح او تن د دي وطــــن دی
که تاجک دی ، که ازبک دی ، که تر کمن دی
روزل شــــــوی ، همــــه واړه ، یو چمــن کې
دا ملـــــــــــت په حقــــیقت کې ، یو بــدن دی
««««««««««««««««««««««««««
زمـانی شـوی ډیری تیری ، زمـا په زړه دي ګـذار نشته
نه پوهیږم چي چــا هیر کـــــړم ، یا په چـــا اعتبار نشته
کړاونو ، او دردونــــــو هومره ځــان باندی اخــــته کړم
چي په خوب او په خیال کې ، ستا محفل ته می لار نشته
««««««««««««««««««««««««««««««««
څه یي وسیـــــــځل ، د جــهل په نشــــو ،کې
څه یي وران کړل ، په وحشت او په کینو کې
امیدونه آرمـــــــــــانــــونه مــو ایري شــــول
د مشرانــــــو د نفســــــونو ، په شـــــعلو کې
«««««««««««««««««««««««««««
د حضور په وخت کې ، ته راته اختیار را
بی قرار زړه ته می ، ته صــبر و قرار را
له وسواس څــخه می وژغـــوره ، ای ربه
د پریشانه عقل و فـــــــــکر، راته مهار را
«««««««««««««««««««««««««
هلته د علم بیړۍ ، د معرفت خــــــواته ځي
د علم و فـن په رڼا مخ په وحدت خواته ځي
دلتـــه زمونږ، امیدونـــو آرمــــانو قــــــافله
تورتمو کې ده روانه ، جهالت خـــواته ځي
««««««««««««««««««««««««
چي مغرور وو ، په خپل مال او خپلو ګټو
ویــــــاړیدلــــو ، په طـــاقت د خــپلو مټو
د کلال په کــارخاني کې ، اوس خوړیږي
صراحي منګي زمونږ، له خـــاورو خټو
«««««««««««««««««««««««««
چي می پریوتو ، د عقل ، په خپل حال باندی نظر
له ضمیره می تر غوږ شـو ، عبرتناک شانی خبر
چي د خپو خـاوري یي ګوره بیرته خاوري کیږي
د غفلت له لاسـه نـه شې ، د خـپل حـاله کـوروکر
«««««««««««««««««««««««««««
زه هغه وم ، چي مي تل وو ، په خپل حــال باندی ژړل
هر نظـــــر کې د عبرت می ، خپل انــــــجام ته وو ،کتل
خواهشاتو د خپل نفس هومره ځـــــان باندی ، میشته کړم
چي یي هر دم د فـــاني دنیا لــــه مکره کــــــــــــړم غافل
«««««««««««««««««««««««««««««
طوفان راغی ، هر سړی یي کړو ، خوږمن
بیا یي خلک ، یو تر بلــــــه کړل شـــک من
ګډوډی هومره حاکــــم شوه ،په دي ښار کې
چي د خلـــــکو څخه ورک شولــــو، دردمن
««««««««««««««««««««««««««««
چي رحمت یي په هر لور دی ، غوړولی
خپل منت یي پــــه هر شـــي دی ، اړولي
یو رشته د محبت ، په هر څـــــه ښکاري
ټول عالم یي ، پــــه دي تار باندی ، ټړلی
««««««««««««««««««««««««««««
خوږمن هغه دی ، چي عالم ته ځوریدلی دی
روح یي ، په روح د بشریت سره تړلــی دی
د هغو سره ، د انســـــــانی مقـام زینت کړي
چي د بشــر ، په درد و غـم کې کـړیدلي دي
««««««««««««««««««««««««««««
له هر بوټي د ګلــــشن نه ، بوی د رحمت راځي
له خاموشه خوله د ګل نه ، رمز د حکمت راځي
خـــاونـــــدانو ته د حــــــال ، پــه دي چمن کې
خار وخــس څــخه ، یو نـــوی ، عبارت راځي
«««««««««««««««««««««««««««««
ساقی راوړه ډک جــامونه ،په ســبا اعتبار نشته
دغــه دم په تیریدو دی ، په دنیــا اعتـــبار نشته
ته به څو پوری ډاډه یي ، د فـــانی دنیا په عمر
دلته هر شی ګذری دی ، په هیڅ چا اعتبارنشته
««««««««««««««««««««««««««
که هر څومره په دي کور باندی ، خواری کړم
مهـــارت د استــادۍ ، او معمــاری کــــــــــړم
پاتي کیږي بــــه ضرور، په یـــــــوه ورځ کې
د فـــانی دنیـــا په مــخ چــــي ، آبــــادی کــــړم
«««««««««««««««««««««««««««««
لا جوړ نه وي ، دوه دیوالــه مو د کور
اجل راشي په تړون کـــې شو ، د ګور
آرمانونه ، آرزو ګــاني شي ، نیمګړي
دي دنیــــــا نه په سفر شــو، په بل لور
««««««««««««««««««««««««
رازونه ســــــپړم ،چپـه چوپتیا کې ، د زمان
څوـک نه شــم، پوهولای ، بغیر صاحبدلان
په ګلستان کې ، د عبرت می ، دا کمال دی
چي خــــاموشۍ کې لــکه د ګــل لرم بیان
««««««««««««««««««««««««
چي می پروت دی ، په کلام کې درد وغم
حکـــــا یت دی ، د دردونـــــــــــو د مــاتم
نه پوهیږم ، چي دا شــعر دی ، که اعجاز
یــا د زړه وېیــــنې ، راغــــلی په قـــــــلم
«««««««««««««««««««««««««
ته په فضل وکرم ، راته ســــــکون را
په غمونو باندی توان ، د شبیــخون را
چي د زړه خونه روښانه وي ورباندی
داسی ستر ګي ، د عبرت او دلټون را
«««««««««««««««««««««««
که عبرت غوږونه خلاص کړې ، دي صحرا کې
عبرتناک شـــــــــــــــاني خـــبري ، دلتـــــه اوري
خـــار و خــس ددي صــحرا کې ، دا بیـــــان دی
چې غـــافــــله ، ته ســـــبا یي د خــــــپو خاورې
««««««««««««««««««««««««««««
دغه وخت دی ، چي په خلاصو سترګو و ګورو دنیا
ځان خبر کړو د هستي لـــــــه فلــسفی ، او له معنی
که نه بیا به پس له مرګه ، ډیر کــــلونه او عمرونه
خاوری خاورې به پراته یو ، د عــدم په لارې بیـــا
««««««««««««««««««««««««««««««««
چې سمـبال په عــلم وفـــــــــن وي ، د زمان
د هغو په لاس کې پروت دی ، زمونږدرمان
خــاوندان د مــعرفت ته ، په جـــهان کــــــې
وي د ســــتونزو د حــــل لاره ، ډیر آســـان
««««««««««««««««««««««««««
بی منظــــــوره هیڅ شی خلق نه دی خلقت کې
که څـــــوک پوه شی ، په رمــوز د حقیقت کې
خار وخس کې ، پټ اســـــرار دي دیره شوی
نادان کلــه رسي ، رمـــــز ددي حــــکمت کې
««««««««««««««««««««««««««
دا پریشـــــانه عقل وفکر ، راته مهار کړه
تور شپي د غمـــــګیني ، پر ما سهار کړه
نا امــیـده او پریشـــانه یمــــــــــــــه ، ربه
ته په خپل فضل و کرم می ، امیدوار کړه
««««««««««««««««««««««««««
د غرو رغو راخیژي ، د ســاندو زمـــــــزمی
له زړونو د هر چا نه ، هیری شوی دي نغمی
ډیر عمرونه شـــــول ، چي نــشته په چمن کې
په خــــــولـــو کې د بلبلو، هـــغه مستي تراني
««««««««««««««««««««««««««
هره خښـــــــــته له بنیاده ، دلتــــه خـــام وینم عالمه
د دنیا د مکــــــــارۍ هر خـــواته دام وینـم عــالــمه
داچي زه یم هر لمحي کې ، په سوچونو اندیشنو کې
زه د زړه په سترګو خدایږو، خپل انجام وینم عالمه
«««««««««««««««««««««««««««««
هلته بشر په ډیر اعجاز کـــوی ، څیړنۍ
په تورتمو کې ، لار پرانیزی په پو هنی
دلته زمونږ ، نادانان او جــــاهلان وهي
د جهـــــالت او دکیني اور ته لــــــــمني
«««««««««««««««««««««««««
زه د خپل قام نه ، بیلــــــیدلای نشم
د خــپل وطن څــــخه وتلای نه شم
زه به پاسدار یم ، د ناموس د وطن
چي یي یواځي ، پریخودلای نه شم
«««««««««««««««««««««««
د زړه په وینوشپي او ورځي غوپی وهو
هردم خــــیژی مو د خولـــي نه ، الله هو
ریا کــار زاهـــــــــد د لاسه په اوبو کې
زمونږ دعمر آرمــانــــــــونه شو ، لاهو
««««««««««««««««««««««««
دا دستور پاتي دی مونږ ته ، له نیکونو
چي اوچت کړو خپل وطن په ټول ملکونو
نه چي خوار ذلیل یي پریږدو ، په دنیا کې
دړي وړي په نفــــــاق ، او په جنـــــګونو
«««««««««««««««««««««««
د رحمت ورښت دي تل ، په خاص وعام دی
نیم کـــــتو کې دي ، په هرڅــه باندی پام دی
فلسفیـــان متــحیر دي ، ستــــا حــــــکمت ته
چي دا څرنــــــګه جوړښت ، ستا د نظام دی
««««««««««««««««««««««««««
په فاني دنیا می هیڅ اعتــــــــــــبار نشته
ځــکــــه دی نه ،د وفـــــــا انتــظار نشته
اجل هر ځای په کمین کې راته ناست دی
یو شیبه ، د اوســــیدو اخــتیار نشــــــــته
«««««««««««««««««««««««««
زه غـافــــــل په هیــڅ حـالت نه رسم
په سل رموز او اشـــــــارت نه رسم
زمان هر وار کې آګاهي کړي پر ما
خو زه غافل په خـــپل غفلت نه رسم
««««««««««««««««««««««««««
پیـــدایش نه لا تر اوســــــه ، نه یم پوه
چي مطلب څه دی نظام ددي خلقت کې
له عدم څـــــخه عالم راشـي وجـود ته
تحـــیر کې وي اســــرار د حقیقت کې
«««««««««««««««««««««««
ځان ګذار کړه ، ګړنګونو د روزګار کې
مه بیریږه ، له رنځــــونو په دي لار کې
لکــه نور هسي چابک ورباندی ، ورشه
سرګــذارکړه ، لــکه تیږه په دي لار کې
««««««««««««««««««««««««
مشعل چــي می د عــلم شـــــــو په لاس
دریچي شوی د حکمت ،مخي ته خلاص
دا تیــارې ، په رڼایــــي شــــــولي بدلي
مبرا شوم، لــــه ګمـــــــــان او له قیاس
««««««««««««««««««««««««
دغه وخت دی غنیمت ، که هر څه کاندی
د دنیا په مخ که ژاړي ،او کـــــــه خاندی
که رخصـــت شـــولو، له دي فاني دنیا نه
بیا به یو چیرته عــمرونه ، خاورو لاندی
«««««««««««««««««««««««
چي مهــار په لاس کې پریوځي ، د نادان
په هر ځای کې پری دردمن شي پریشان
ځکـــه هر قدم چي کوږ، ږدي ، جاهلان
پری ځوریږي ، په نړۍ کې غمخواران
«««««««««««««««««««««««
شپه او ورځ می له ګــوګــــل نه وځي شور
ښیرې خـــیژي ، ـله حــزین زړګي په زور
خدای دي وسوځـي ، لمبي دي شي په ګور
چـا چــي واچـــوو ، په مـونږ کې دغه اور
«««««««««««««««««««««««««««
علمــــی نړي کــــړله روسانو په مونږ تنګ
وړو زړو ته یي ، میراث پریښود ، د جنګ
علمی زیرمی یي زمـــــونږ تبــاه برباد کړې
بیا یي وشیـــــندلو زهر ، زمونږ په فرهنګ
««««««««««««««««««««««««««
مونږه نه یواځي صــــلح د افـــــــغان غـواړو
بلکه صلح ټینــــــــګول ،په ټول جهان غواړو
چي جونګړه ، د انصاف و عدالت شی اوچت
لوړ مقـــــــــام په معرفت کې د انسان غواړو
««««««««««««««««««««««««
ربه ! ته راولـــی درد مـــــن د بشر
چی د حــــال او له دردو شـــي خبر
چي د زخمی زړونو ملت شي مرحم
لکه دارو یي ، په وینــــــــا وي اثر
«««««««««««««««««««««««
چي د خپو لاندی د دردمنو شي ، عزت
یا خوندی په کې ، د چا نه وي ، کرامت
چي داردمن او وطنپال په کې آزار شي
خدایه ورمه کړي ، بی دردانو ته قدرت
««««««««««««««««««««««««
اغیار ومونږ ته ، د خپل ځانه شریعت جوړوی
د خپلي ګیډی نوی رســـــم او طریقت جوړوی
د خپلو شومو آرزو ګــــــــــــانو آرمانو د پاره
همدا وطن تخته د مشـــــــق د سیاست جوړوی
«««««««««««««««««««««««««««
چي می خاورې شي ، په ګور کې اندامونه
یا له لاســــه څــــخه وځي ، دا وخـــــتونه
چـي یو ګـوټ کې ، زماني له پامه هیر شم
سـاقی ژر کــــړه د شــــرابو نــــــــوبتونه
«««««««««««««««««««««««««
چارګل په پوزه ، خوله له خندا ډکه ده
نا مسلمانه ، له نازو ادا ډکـــــــــــه ده
د عاشــــقانو ځـــــــور او آزار د پاره
مکرو حـــیل نه ، دا بی وفــــا ډکه ده
«««««««««««««««««««««««
د ایمان مزی هغوی څخــــــــــه شــــلیدلي
چي عمرونه ، په غرور کــــې دي لویدلي
د فاني د دنیـــا په رمز ، هغــوی پوهیږي
چا چي ټول عمر په خپل حــال دي ژړلي
««««««««««««««««««««««
ته نیکبخته د ســــحر مرغه ثنا کړې
له ازله یي ، دي کار لره ، پیدا کړې
په کلنو په عمـــــرونو په چمـــن کې
شکایت له مکــارۍ ، د دي دنیا کړې
««««««««««««««««««««««««««
انسانانو کې هغــــــــوی وي حق شناس
چی ناموس د بشریت ولـــــــــری پاس
دا قانون دی ، په قاموس کې د دردمنو
چی ونیسي ، دعـــــــلم زړونه په لاس
«««««««««««««««««««««««
ځان بیدار کړه ، چي فــــاني دنیـــا تیریږي
دي صحرا کې به هیڅ څوک نه پا تي کیږي
خوش قسمته هغه څوک په دي جهــــان وي
پس له مرګـــــه چي درنښت سره ، يادیږي
««««««««««««««««««««««««««
دا چوپتیا په یوه عزم بانـــــدی ، ماتیږي
مقدر په کلک تصــــــــمیم باندی ، بدلیږي
د زمـــان په دي لمحو کې که ويښ نه شو
په هر لور به ټول جهان په مونږ خندیږي
«««««««««««««««««««««««««««
زه به تر څو کـــــوم ، د درد خبری
د هر بی درد ، او د نــــامرد خبری
دي بی دردانو نه ، زړه تنګی شومه
چي نه اوری ، د چـــا د درد خبری
«««««««««««««««««««««««
چي تدبیر او درایت کارو کې ، نه وي
خامخا به په کــارو کې ، مرداری شي
اداره هــــم په تد بیر او عــقل کـــیږي
که دا نه وي ، عاقبت یي رسوایي شي
«««««««««««««««««««««««
بی فروغه ژوند کې تل وم جګرخون
سټری ستومانه په دنیا کې له ژوندون
چي می ولګید نظر، ستـــا په رخسار
هغه دم می شو بدل ، د زړه مضمون
«««««««««««««««««««««««
یو په کوښښ کې وي د سولي، بل طرفداره د جنګ
یو دبشر په تباهی وي ، بل یي قربان تر نام وننګ
توپیر ډیر د طبـــــایعودی ،په نظام دبشریت کې
چی دیو وینه وي سړه ،د بل وینـه په غورځنګ
«««««««««««««««««««««««««««
له هغه نه به څــوک نه وي لوی دردمن
چي غمـــونو د عالــم کې وي ، خوږمن
په هردورکې، د دردمنــــو داصـفت دی
چي بشر په درد وغــم کې وي ، غمجن
««««««««««««««««««««««««««««
چي د علم پسي شمع په څیر ویلیږي
خـــامخـا به بزرګی تــه ژر رسیږي
د څیړونو او تحــقیق په هر قـدم کې
حقیقت د دی دنیــــــا ښه څرګندیږي
«««««««««««««««««««««««
میخاني کې چي حــالت می شــــو بدل
په خروش کې خولي ته راغلو دا غزل
زاهده راشــه که حــــــال می ، ګوری
چی په څو ګـــوټو می لنډ کړو دا مزل
«««««««««««««««««««««««
په یو کتوکې ،داســـــی تللی یمه
چي می نشتـــه تصور د رغیدلو
بیګانه شوم دنیـــــــــا والو ته زه
ځکه چي نه لرمه ځای د اوسیدلو
«««««««««««««««««««««««««
د بصیرت سترګي دي خلاصی کړه ، جهان ووینه
په دي زړه دنیا قدرت ، د پاک سبـــــــــحان ووینه
د تعصب له دریچــي نه به تر څـــــو کړې ، نظر
د معــــرفت په نظــــــــر، یو ځلی آسمـــان ووینه
««««««««««««««««««««««««««««
سا چي ښکـــــــته پورته کیږي
د هوشداری پیــــــــغام رسیږي
چي دا دنیـــــا ده ، بی وفــــــــا
هر یو نادان پری ، نه پوهیږي
«««««««««««««««««««««
چي می خوار ذلیـــــــلوی ، د نفس هوا ده
چي می روح پریشانوی ، د نفس غوغا ده
که توفیق د قنــاعت راته ، حـــاصل شــو
نو پروا مـی پـــه دنیــا ، نــه په عقبــی ده
««««««««««««««««««««««««««
چي مو وخـــوری ، له بنیاده ځیني غم
یا چي کیږدی ،پرهــــارو باندی مرحم
یو کس نشته ، دي بیرحمه زمانی کې
چي حســـاب شي ، په قطار ، د بنیادم
««««««««««««««««««««««««««
په فــــــانی دنیا یو هسی و غــولیـــدلی
په ظاهر سر او صورت یي ،تیر وتلي
نښــه نشـــــــته د وفا یي ، په تندي کې
په دي ټـــکي ، عبرتمن دي ، پوهیدلي
««««««««««««««««««««««««
چي د نفــــــــاق په مونږ بلا ګډه شوه
د زړونو کور باندی ، غوغا ګډه شوه
د آرزو ګــــــانو په ماڼي کــې زمونږ
د ماتمـــــــونو ، واویلا ، ګـــــډه شوه
«««««««««««««««««««««««
موټۍ خاوري یمه ، بیرته خاورې کیږمه
خو غرور او تکــــــــبر نه ، نه کوزیږمه
خپل حالت ته د عبرت په سترګو نه ګورم
بی حیا یم ، چي له عجز ه ، نه شرمیږمه
«««««««««««««««««««««««
څوک چي په حق او حقیقت وي ،رسیدلی
نوپه فاني دنیـــــــا یي ،زړه نه وي تړلی
شکسته وي ،هغه څوک په دي جهان کې
چی د فــانی دنیــــــــا په لوبو، پو هیدلي
«««««««««««««««««««««««««
بل مشعل د معرفت می دی ،په زړه کې
ځکه لګي می نظر ، په آســـــــــما نونو
که نه زه ومـــــه بربنډ ، په مغــارو کې
آواره وم ، د کـــلونو او قـــــــــــــرنونو
««««««««««««««««««««««««««
که هر څــومره ځـــان ته ، وایمــه عاقل
خو اعمــال می دي ، په لاره د بـــــاطل
د ضمیر په چغو، هیڅ کله ویښ نه شوم
دیو د نفس کړمه ، له خدای ځیني غافل
«««««««««««««««««««««««
چي جوهر وي ، په کې پروت د علمیت
یا په نفــس باندی یي تل وي ، حــاکمیت
په مشرانو د جهــــــاد کې ، مینده نه شو
چي حساب شــــــــي په قطـــــار د بنیادم
««««««««««««««««««««««««««
چي مي ولوستو ، یو فصـــــــــل له دي باب
په اټکل ، رانه ورک شـــــــــــــــولو حساب
نه پوهیږم، مضمون کې یي ، څه پروت دی
چي څوک پوه نه شو ، په رمز ددي کــــتاب
«««««««««««««««««««««««««««
چي مشعل د معرفت شولــــــــو ، روښانه
فهم د ورکو مجــــــــهولاتو شـــو آســـانه
که نه عقل فـــــــکر نه وو و په مهار کې
مرکب دجهل وو ، په وجود کې نا فرمانه
««««««««««««««««««««««««
ستاســـــو د نفس سره یاری ده
ځکه مقـــــام پسي خـــواری ده
که ځان و نه ژغوری هوی نه
نو په ایمـان مو کـــمزوری ده
««««««««««««««««««««««
یو شیبه لکه د ګرد په شـــان ښکاره شوم
په حیرت کې ، د جهان په ننــــداره شوم
لا په خپل عجز می ، نظر نه وو، لویدلی
چي لــه دي دارفنـــا نه ، آواره شـــــــوم
««««««««««««««««««««««««««
که می واوړي ، د لحد خاوري په سر
یا رخصت له دي جهان شم ، بی خبر
د دنیا دردمنو خلــــکو په یـــــاد ساتئ
دا دیـــــوان به لــــه پـــــاتي وي ، اثر
«««««««««««««««««««««««««
چي ښکاره په دي چمن کې ، یو نظر شوم
د فنا په دي کـــاروان کې ، برابر شــــــوم
خوله می خلاصه یو لمــحه لکه غوټۍ کړه
د خزان په لاس په بڼ کــې بیــــا پر پرشوم
««««««««««««««««««««««««««««
قافـــــــله دبشر ښــکتــه شوه ســپوږمۍ کې
مونږ تر اوسه یو ، لاناست په تروږمۍ کې
مدنیت انګـــــــــــازۍ لاړي ، کهکشــان ته
مونږ مشهوره د نړۍ شــــــــو ، نادانۍ کې
«««««««««««««««««««««««««««
دا وطن له مونږه علـــــــم و هنر غواړي
خاوندان د لوړ احساس او ګوهر غواړي
چي چـــاپیره له عــالم کړو ،خـــپل غیږه
دغه کار لره وحـــدت د نظر ، غــواړي
«««««««««««««««««««««««««««
که پراته په هدیری کې خوار و زار یو
سوکـــــــالي ته دي وطنــــه انتــــظاریو
مونږه نه یو هغـــه مړي چــــــی آرام کا
ستا له غمــه په خـپل ګور کې ناقرار یو
««««««««««««««««««««««««««
دلتــه قــــدر د دانا څــوک نه پوهیږي
دردمن ټول عمر په دي وطـن،کړیږي
یو غـوټۍ د معرفت چـــي ،وغوړیږي
په دي بڼ کې د جاهل په لاس زمولیږي
««««««««««««««««««««««««
که هر څــومره ، په خــپله پــوهــه ، نازیږو
خـــو په رمـــــز کې د ذرې هـــم نه پوهیږو
دغه دومره ،عقل و هوش چي مو په سر دی
حقیــــــــقت ته پری ، هیڅــکله ، نه رسیږو
««««««««««««««««««««««««««
لکــــه ګـــــدا راغلــم په در ، د میخــاني
زړه می تنګ شو، له قیل وقال د مدرسۍ
یو شـیبه شوم ، په خـــــدمت کې درندانو
هم خــاک در د خــــرابات ، اومیــــکدۍ
«««««««««««««««««««««««««
لاس تر زنۍ نن شپه ناست یم تر ســــــــهاره
د خلقــــت په اندیښـــنو یم نـــــــــاقــــــــراره
دومره پوه شوم ، چي هیڅ چا معلومه نه کړه
د بشـــــــر د قــافــــلي ، د غــه تـــــګ لاره
«««««««««««««««««««««««««««
خورې وي توری ، تیارۍ د جهالت
چي داخل شـــولو، مشعل د معرفت
راهنــــما د ګمراهـــانو ، محمد شو
په تیارو کې شو ، هادی د بشریت
«««««««««««««««««««««««
چـــا کې اثر د غمــــخوارۍ نه وینو
ذره د عقل او هوښیـــارۍ ، نه وینو
تیارۍ یوبل پسي خوريږی په مونږ
د امید بڼ کې رڼایي ، نه ویــــــــنو
««««««««««««««««««««««
یو څو ورځي شو ډوب په موهوماتو
یو څـــــوورځي روان، په خرافـــاتو
مدرسی کې د فطرت روښانه نه شوه
رمز د مرګ او د حیات ، په کاییناتو
«««««««««««««««««««««««
که تکلیف نه د هستي وای څوک خبر
په دنیا باندی به نه کړای چـــــــا ګذر
فراغت هغـــه ښـــه وو، په عــدم کې
چي ګــــــــذر د زمــانی ، نه وو، اثر
««««««««««««««««««««««««
په تلاش کې د معنی یمــــــه ورک شوی
ځکه ښکارمه هر چاته ، بی سرو سامان
حقیقت ته رسیدل ، آســــــــــــــانه نه دي
ځکه ورک رانه خپل ځـــان دی او جهان
««««««««««««««««««««««««
په تعصب کې وي انسان ، کور وکر
له علم وفن نه د دنیــــــــــا بی ، خبر
زه یم غلام د یــــــــــو آزاد فلـــــسفی
چي په وینــــــــایي وي ، پراخه نظر
««««««««««««««««««««««««««
له عدم څـخــه راتــګ وو ، کــارونســرای ته دهســتي
ژوند دروند خوب وو،لیونتوب وو، ځواني وه او مستي
لا مو نه وو، په ژونـــدون کې څـــو وزرونه ښـورولي
چي مو وخــت شــولو پوره ، بیا نو مخ شو ، په نیستي
«««««««««««««««««««««««««««««««
در ګوهر که شي ، د خولي نه دي بهر
په عالم کې په چـــا نه کـــــــــاندی اثر
ځکه نشته سخـــندان ، په دغه دور کې
چــي معــلوم شــي ورته ، قــــدر دهنر
«««««««««««««««««««««««««««
که راتګ په خپل اختــــیاروای و دنیا ته
له عدم نه به څوک نه راتلای دي خواته
دروازه به دهستي وای ، په مــــخ پوری
څوک به نه تســـلمیدای ، دي مدعــــا ته
«««««««««««««««««««««««««««
علمی نړۍ سره، ته ځان جوړوه
ګوره چي وروسته یو ، دا مه هیروه
چې له تورتم او له تیــارو شئ بهر
لږ دهمــــت وزرونه ، وښـــوراوه
«««««««««««««««««««««««««
دا ځکــــــه زمونږ ستونزی شوی ،اوږدۍ
چي په زړونو ، معرفت ډیوی شوی مړې
تور تورتم شو ، د ضــــــــمیر په خونه ګډ
د تحــــــــقیق سترګـــو ته راغللی ، پردې
««««««««««««««««««««««««««««
ماتــه ژبه د فریـــاد ، لــــــــکه بلبل را
چوپه خوله کې ، په چوپتیا وینا دګل را
چې محرم شمــه د ټول عــالم د زړونو
علمیت او بصیرت ، د صــاحبــــدل را
««««««««««««««««««««««««««
څوک په یاد د وطن مړ شو ، په غربت کې بی دیدنه
څوک فرار کړل ، په ملــکونو، اغیـــــــارو له وطنه
چي د جــهل تندر ولــوید، په هر لور د باغ و بڼ کې
خوش الحــــانه بلبــلان شــــــول ، آواره له دي چمنه
««««««««««««««««««««««««««««««««
چي حاکم شول زمونږ په چارو بیدردان
بی احساســـــــه بــی جوهره نا مردان
ځکــه نه وو ، په میدان کې ، دعمل
د وطن اصیل بچیان ، او غمخواران
««««««««««««««««««««««
بی شرابو ، په عمــــــرونه یم ، مـــدهوش
چي می نشته دی ،په سر کې عقل و هوش
هومره مســت په محـــبت کــې یمــه ستـــا
لــکه خــم چي د شـــرابو شي ، په جــوش
««««««««««««««««««««««««««««
په بشر کې ځــیني وي ، لـــکــه ماشوم
په څیرو کې بد شــګــون وي لــکه بوم
که د دوی په لاس کې ، وغورځید اتوم
دا جهان به په یو رپ کې شي ، معدوم
«««««««««««««««««««««««««««««
چي فلســــــفی کــې ، تاویدلی نه یي
په خپل خلقت کې ، سو چـیدلی نه یي
خدای پیژندل ، درته آســـــــانه نه دي
چي یو شیبه په خود کې ، تللی نه یي
««««««««««««««««««««««««
کله کلـــه په خپل عجز باندی نظر
په حالت د هر انســــــان کوی اثر
بزرګانو ، له دي لیاری نه هر کله
په هــریم د ولایت کـــــــړی، اثر
««««««««««««««««««««
که په ســــر بـاندی دي ، تندر د آسمــان شي
که دي سل ځــله کــورګی،په غمو وران شي
د دوران په کشمکش کې ، چي پری نه ږدی
تزالزل او وســوســه ، چــی په ایمــان شــي
«««««««««««««««««««««««««««««
بی خــــــــــبره اند یښــنو کـــې وم ، د ځان
ډیره پوهــــه هوښیــــاری کې وم ، نــــادان
چي د عشق څرکه می وشوله ، په زړه کې
هغــه دم کــې رانه جــوړشــولو و دریــاب
«««««««««««««««««««««««««
ستا په اسرارو می و کــــــــار نشته
ځــکـــــــــــــه دلیل د انکــــار نشته
دا ستا په در کې د تسلیم ،نه په غیر
د هر مومن بلـــــــــــه لار نشــــــته
««««««««««««««««««««««««««««
چي د نفس هوی غالب شی ، په وجود
تزالزل شي په ایمـــان او په ســـــجود
رخنه ګده شي ، مقام د انســــانیت کې
فاصــــــله شی ، د بنـــده او د مــعبود
«««««««««««««««««««««««««««««
چیرته چی وی فضل او آداب
نیک نیــک کارونه ، د ثواب
زمونږه خلــک تری نه تښتي
هلتــه چـی ایښــی وي کتــاب
««««««««««««««««««««««
عمر تیر شو په ،تحـــقیق کې
په لاس نه شو ، هیڅ حاصل
فقط دومره شـوه، معـــلومه
چي لا تر اوســـه یم ، جاهل
«««««««««««««««««««««««
د رحمــت ګــــوهر وریږي ، په بار بار
ټول عالم یي ،په احســـــان دي منت بار
که سل ځله په توبو باندی ، یرغل کړې
رب درکړی دی ، فرصــت ، د استغفار
«««««««««««««««««««««««««««««
که تدبیر ستــــــــــاسي تقدیر دی ،چــي تدبیر ومنو
که اصـــلی تقــــــــدیرتدبیر دی ،چی تــــقدیر ومنو
دمشری معنی و قام ته دی ، خدمت په صداقت کې
که سیــــــاست دام وتذویردی ، چـــــي تذویر ومنو
«««««««««««««««««««««««««««««««
پټ دردونه هر شیبه می ، ځوروی
د زمانی غمــــونه مـــا وییلي کوی
بیدردانو ته ،هیڅ راز ویيلی نه شم
همه واړه د غلـــــــــیم مرسته کوی
«««««««««««««««««««««««««««
چي سمبال په عـلم و فن شی ، زمونږ نسلونه
و راتلونکو ته ښــــکاره شی ، زمــونږدرونه
نو راځــئ چــي د دي لـــــوړ آرمــان د پاره
نوري ختمی کړو ، په خپل مینځ کې جنګونه
««««««««««««««««««««««««««««««
مونږ ته پاتي ډیری ستــونزی په ، میـــدان
چی د حل لاره یي غـــواړي ، غمـخواران
ده هغــــــو په لاس د ســتونزو د حل لاره
چی تر ی نه نشته و په دنیـا کې ، جاهلان
«««««««««««««««««««««««««
په دام د نفــس کې شــو اسیر
فریاد خـــاموش شو د ضمیر
کاڼه غوږونه ، دعبرت شول
د زړه فریاد شو بی تـــــاثیر
««««««««««««««««««««««««
د بصیرت سترګي دي ، خلاصی کړه جهان ووینه
په دي زړه دنیــــــا قدرت د پاک سبــــــحان ، ووینه
د تعصب له دریچــــــي نه به تر څــــــو کړی ،نظر
د معرفت په نظر ، یو ځلــــــی آسمــــــــــــان ووینه
««««««««««««««««««««««««««««««««
تر څو به په تغـــافل ږدي ، قـــــدمونه
د فـــــاني دنیــا به نه وینې ، دامــــونه
بصیرت سترګي دي واړوه ، اړخو ته
هر قدم کې ، اشــارې دي ، رمـوزونه
«««««««««««««««««««««««««
د عمرخیام په یوه څلو ريځي کې د فاني ژوندون فلسفه

چیری به وي ، چي اند یښنو بارونه و کـاږم که نه
په سست بنیاد ددي فاني ژوند باندی و ژاړم که نه
ساقی ډکه پیمــانه کړه ، چي معلومه می نور نه ده
دغه ســا چی کړم د ننه ، بیـــا به یي وباسم که نه
««««««««««««««««««««««««««««««
په اند یښــنو ژوند تیروم ، په انتـــها نه پو هــــــــــــــــیږم
په فلســـفی کـــې د هســــــــــتي ، او په معنی ، نه پوهیږم
ژوند می دی و یو خوله خندیده ، زه د غفلت په خوب بیده
لــه نادانــۍ په مــکــارۍ ، ددي دنیـــا نه پــــــــوهــــــیږم
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په زرګونو سترګي په کــــــــار دي ، چي د ووینو قدرت
بی حســــابه عقل وهـــوش چي ، انـــدازه د کړو عظمت
په دي لږه عقل و پوهه ، چي مونږ واړه پری مغرور یو
ډیره ګــرانه ده چي پوه شـــــو، په معمــــــــــــا د ازلیت
«««««««««««««««««««««««««««««««««
تر څـو به له تغــافـــلــه ځیني نـــــاوړې
د دردمــن او د زړه سواند خبری ناورې
هغــه دم به تــه زما په قـــدر پـــــوه شي
چي زه یمــه د عـدم د کــوڅــو، خاورې
««««««««««««««««««««««««««««
معرفت کــې هسي زور تاب و توان را
په تیاره ګوګل کې زړه راته روښان را
چي جهان د نفــرتونو ، پری بدل ـکړم
داسي ژبه د ویيــــــــلو ، او بیـــــان را
«««««««««««««««««««««««««««
که په عقل و پوهه ورک کړې څوک خپل ځان
داسي یي وګــڼه ، تر ټـــولـــــــــــــو نه ، نادان
ښه برداشت د معـــرفت څـــــــــخه ، همدا دی
چي تر هر څه ، ځان احســــاس کړې ، ناتوان
««««««««««««««««««««««««««««
دومره منډي دوی قدرت پسي ، وهلي
چی د خلکو په کوپړیو دي خـــــــــتلي
نقاب پریوت ، له ریا کـــــاره زاهدانو
چي میدان د امتحــــان کې ، شرمیدلی
««««««««««««««««««««««
په میدان د شهامت کې زمـــــریان یو
په دي نامه مشــــهور په ټول جهان یو
که شهرت مو په مړانه دی ، نړۍ کې
په نفـــاق کې هم، تر ټولـــــو اتلان یو
«««««««««««««««««««««
دا دوران چي د تنبه ، او د عبرت دی
ای وګړو کـه ویښیږۍ نو راویښ شئ
کنه خـوار ذلیل به ګرخئ ، به ملــکونو
ملامت به د نړۍ او د تاریــــــخ شــئ
««««««««««««««««««««««««
یو با هنره قــــدردان دی نــــــــــــشته
احساس خاوند او غمخواران دي نشته
میدان خـــــالي دی ، د اغـیار لوبو ته
یو خود آګاه ، او سیا ستدان دي نشته
««««««««««««««««««««««««««««
چي می کړې دي سوچونه بی حساب
حــل نه کـــړلو یو ټــکی له دي باب
پس له ډیرو ګــرویږونو او څیړونو
لا تر اوسه یمــــــــه پاتي، لاجواب
««««««««««««««««««««««««««««
هر لمحه فنـــــــــا کیدو ته ، انتظــــار یو
د خپـل عجز او له انجـــامه خــــبردار یو
په دي تګ راتــګ یو ټکی ښکاره نه شو
چی پنجرو کې د حیات، څــه له ایسار یو
««««««««««««««««««««««««««
آ تر څو به په غرور کې یي ، لویدلی
په نشـــــو کې د قــدرت یي ، لوبیدلی
خبر اوسه چي تر ګوره مزل لـــنډ دی
لکــــه اوښـــکه په بڼـــــو یي ،دریدلی
«««««««««««««««««««««««««
یو وخـت د شـــــــاعرانو وو، عظمت
د شــاهــانو په نظر کې لـــــوی عزت
یا نشــته اهـــل ذوق په دغــه دور کې
یا څوک نه کړي د شــاعرانو،حرمت
««««««««««««««««««««««««««
یو څو ورځي میلمــــه یو ، په چټکي کې یو روان
له دنیا نه هغــه لور ته چـــي په خــپله یو ،حـیران
یوه وخت کې دا زړه دنیـــا به پاتي شی لــــه ټولو
خو هغه به تل تر تله وي ، نــاظر ددي جــــهان
««««««««««««««««««««««««««««««««««
دهشتناکه یو ګړنګ تر څنــــګ ولاړ یو
و دیــــــکي ته د اجــــل په انتظــاریــــو
سست بنیادي مو له دي څخه څرګند دی
چی فانی دنیــــا تړلي ،په خـــــپل تار یو
««««««««««««««««««««««««««««««
فادار یمـــه د پلار نیـــــکه ،مدفن ته
دا د سترو ارمــانونو ، شین چمن ته
په غلیم باندی به ،وکـــاږمه سترګي
چي په بد نظر مي وګــــوری وطن
««««««««««««««««««««««
که د عقل ځیني جوړ شي ، اوقیانوس
یا په پوهـــــــه شې د عصر جالینوس
عقل وفکر دي ، اســــرارو مقابل کې
داسي وي په حقیــقت کې ، لکه بوس
««««««««««««««««««««««««««
په یو نظر باندی دي څــارې ،ټول جهات
د ځمــکی تل څـــخه ، تر سر د سماوات
ستا دی امر او دسـتور . په دي نظام کې
چې ذرې په شــــانی ناڅي ، کـــــایينات
«««««««««««««««««««««««««««««
اتحاد که د علمی وحــــدت په لور شي
مسخر به کایينا ت زمونږ په زور شي
که نه دا بی ننـګه ژوند به ، تل تر تله
په نړۍ کې پښــتنو ته به ، پیغور شي
««««««««««««««««««««««««««
په عمــرونه ومه پروت ، بی تکـــــــلیفه په عدم کې
بي خبره له خپــل ځان او له هستی وم ، هغه دم کې
پورته کړې می لا نه وو، یو څو ګامه په هستي کې
چې دنیا د تکلیـــــــــفونو سره مخ شوم هر قــدم کې
««««««««««««««««««««««««««««««««««
تر اوسه که په خپل مینځ کې وو، په جنګ
د قدرت په ســـــر ووتیر، له نـام و ننــــګ
نو راځئ چـــی نور بدل کـــــــړو دا تـقدیر
د اصلاح د پاره ځان کړو په بل رنـــــــګ
«««««««««««««««««««««««««««««««
ډیر کـــلونـه او عــمرونــه د زمــان
په هر ژوی باندی تیر شــی د جهان
خو خـلقت له کارخــانی نه، کله کله
رابهر شی په رمز پوهه ، یو انسان
«««««««««««««««««««««
««««««««««««««««««««««««
د عمر خیام د یوی څلوریځي ژباړه په پښتو

تر څو چي دي په عمر باندی راشي شبیــــخون
ډک جــــامونه د شرابو ، راوغـــــواړه زرغون
ته زرنه یي ، ای غـــــافــــل نـــــــــادانه چی تا
په خاورو کې دي کیږدي بیا دي وکاږي بیرون
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیارو کې د فضــــــا کـــــــــوی مزل
دوی د نـــــوی ژوندانه دي ، په تـــــکل
اند یښنه ده ، د وګــــــــــړو زیاتیــدو ته
یوه ورځ به شي ، چي نه وي ځای د پل
««««««««««««««««««««««««««
که معنی کې شولي ډوب ګوره ورکیږې
و دي رمز ته په ســـوچونو، نه رسیږې
دومره وایم د تســل لـــــــــــــه پاره، تاته
که د عجز لاره کړې غوره ، نو رسیږې
««««««««««««««««««««««««««
هلته د قــــــــام افتـــــخار په آسمــانو ختل دي
د معرفت په رڼا ، و حقـــــیقت خواته تلل دي
هلته پریشانه غمخواران کړل ، مستقبل د بشر
دلته زمونږ افتخار ، د مکتبو سیځـــــــــل دي
««««««««««««««««««««««««««««««««
نن می تیر شــــو له ګردونه پسي ، آه
د فلــک مــــــــاڼی تـه ورســــیده بیــا
یا نور نشــته اجــــــا بت زما د دعـــا
یا زه نه یم هغه څـــوک چي وم پخوا
«««««««««««««««««««««««««««
هره ورځي په وار وار ، په کــرار سوځم
چي د شمع په څیر ، چپ تر سهار سوځم
ټول جهان ته می ، فروغ ، له ځانه ورکړ
زه تر اوسه ، په لمبو کې ، بار بار سوځم
«««««««««««««««««««««««
غمونه ډیر شـــول ، په هر کــلي او کور
نور مو نشته ، په جهان کې ،یو غمخور
امیدونه ، ټول د خـــــاورو سره یو شول
د آرزو په دردمــند، ولـــګـــــــــیده اور
««««««««««««««««««««««««««««««
ځوانان له خپـــــــله اصلیت ، بی خبر
همنشینۍ ، له نزاکــــــــــت ، بی خبر
په بیدردۍ کې ، په کوڅو کې دي سر
له دردو غم د خــــــــپل ملت بی خبر
««««««««««««««««««««««««««««««««
چي مخربه ســـــــــلاح ګاني ، په خپل سر جوړوی
د ټول عالــــــــــم د امنیت د پاره شر ،جـــــــوړوی
د انسانانو په شمیرکې نه وي ، هغـــــــــــه بیدردان
هغوی چي دي ښکلي نړۍ ته ، لوی خطر جوړوی
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
زه نا پوهه ، په خپل ځان باندی غره یم
د فاني دنیـــــــا له مکره ، خــــبر نه یم
د عبرت په غوږو تل دا ټـــــــکی اورم
چي یو څو ورځي فــــــانی دنیا میلمه یم
«««««««««««««««««««««««««««««
د دردمنو زړونه ، بیــــــا شولو ټکور
چي په ملک د عدالت لمر شولو خپور
د رحمت باد وباران کړل یو نفس کې
د کیني ، او جهـــالت اورونه ســـــوړ
««««««««««««««««««««««««««««
د وخت د خواهشاتو او تقــــاضا سره سم
باید چي واخـــــلو په چټــــکي کې قــــدم
دنیا تســــخیر، د کـــــایيناتو کـــــــــــوی
مونږ تینده کونه وهو ، د نادانۍ په تورتم
«««««««««««««««««««««««««««
چي احساس د انسانی لری ، په سر
طرفدار وي ، د حــقوقو د بشـــــــر
په دنیا کې ، د مردانو داصــفت دی
چي يي تل وي ، په عالم باندی نظر
«««««««««««««««««««««
ما په خپلو وینو ، ســور کـــــــــــــړلو کفن
چــــــي وګــــــــټلو تاســـو تــــــــــه وطن
خو څو تنو ناخــــــــلفو، له اخـــــــــــــلافو
په هر وار یي کړلو خرڅ ، په خپل دښمن
«««««««««««««««««««««««««««
په وینو سور می ، لا کــــفن دی
سرمی ورکــړی، په وطـــن دی
وچي لانــــه دي ، د زړه وینـــي
چي بیا خرڅ شوی می مدفن دی
«««««««««««««««««««
چي سمــــــــــبال شــو په زیور د مــعرفت
په کار داده ، چي تر لاســــــه کړو همــت
علم وفن د زماني ، هومره حـــــاصل کړو
چي پیدا کړو ، په خپل ځان کې ، بصیرت
«««««««««««««««««««««««««««««««
چي وي بی علمه، بی فرهنګه، بی هنر
له خپله جهل او جهــــــــــالته ، بی خبر
له هغو به په ټولنــــــــــه کې دا ښه وي
د چارپایانو په غوجــــــــــل ، ولاړ خر
«««««««««««««««««««««««««««««««
رســــــــــایي دا ستـا د قد او د قــــامت
په چمن کې کړله سرو خجـــــــــــــالت
ستا په حسن ، چي نظر د هر چا پریوت
په زړګي باندی یي ،ګــــــــــډشو قیامت
«««««««««««««««««««««««««««««
چي فریاد د خولي وباسم نوم د وطن راځي
شرار د خولي نه ، په ګــلونو د چمن راځي
مړ که فراق کې په همدې وضع و حالت شم
اور د ګوګل نه به ، دودونه ، له کفن راځي
«««««««««««««««««««««««««««««
نادانــان دیر دي ، هوښیــــــــاران کم
ځکه جوړ شوی دی ، وطن ته مو غم
ودان به هلـــــه شي ، دا خړ بړ وطن
چي سر کشان یي شی لارې ته ســــم
«««««««««««««««««««««««««
چا چي وهلی ستا په رخســـــــــار باندی خال
کاشکی یی پوښتلای ، زما د زړه وای احوال
چي د دردمنو په زړونو به څـــــــه تیریږي
چي می ورکړي وای د خوږمن زړه احوال
«««««««««««««««««««««««««««««««
تر څو به ځـــــــان بولو ، یو بل څــخه جلا
په معنــی کې چي پیدا یو ، له یو اجـــــــزا
فرق به زمونږ په مینځ کې څه وي غافلانو
چي د سپیرو خــاورو عالـــم شي ، ټول پیدا
««««««««««««««««««««««««««««««
چي په لاس کې مو درغلی دي ، فرصت
ویي شمیرئ ، دغـــــــــــه دم کې غنیمت
هر لمحـــــــي کې زمانه کړي خبرتیـــــا
چي زمان در نه تیریږی ، په غفــــــــلت
«««««««««««««««««««««««««««««
پیدایښ نه لا تر اوســـــه نه یـــــــــم پوه
چي مطلب څه دی نظام د دي خلقت کې
له عدم څــــــخه عالــــم راشي جود ته
تحیر کې وي ، اسرار ، دحقیـــــقت کې
«««««««««««««««««««««««««««
مونږ ته اغیار نوی مذهب ، او طریقت جوړوی
په شیطانی دسسیسو، ملک کې دهشت جوړوی
زمونږ له ډیره نادانۍ ، او له نســــــکوره بخته
آه د پرون هندوان ، مونږ ته شریعت جوړوی
««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه وخـــت به شو ، د ستونزو او دردونو چاره ګر
چي غفلت له خوبه ویښ شو ، له خپل حاله شو خبر
دا تیارۍ د جهـــــــــــالت به ، هغه وخت رڼا شي
چې سمبال کړو خپل ځـــــــــــانونه ، دعلم په زیور
««««««««««««««««««««««««««««
هله به دا ویده قوم شي ، بیدار
چي په قبر موولاړي وي خازې
ویش به نه شي چیری دا خلک
چي دي رواني متحرکي جنازی
«««««««««««««««««««««««
ویرانه های میهن
برج ها وارونــه و برباد رفتــــــــه
حکایت هاست کز جور زمان دارد
به زیر صخره های نیمــــه غلطان
هزاران ګلرخـــــان ، نوجوان دارد
«««««««««««««««««««««««
بلبـــــلانو بــاندی خــوب، ما کړلو حـرام
چي فراق کې دي ، دشـــپی په چغهار وم
بلبلانو می په حـــــــــــال باندی ژړا کړه
هغه دم چي پروت بستر کې ، ناقرار وم
««««««««««««««««««««««««««««««««
د هر درز سره د زړه می ستـــا ثنا ده
ستــا په یاد کې می بایللی دا دنیــــا ده
یو نفس داستــــــا له یاده ، غافل نه یم
هر نفس کې ستا وصال می ، تمنا ده
«««««««««««««««««««««««««««
نیمی شپی سوی آهونه می لا شتــه دی
تر سهـــــــاره فریادونه می لا شته دي
که په عجز او په نیــــاز کې پره نشـوه
بیا د اوښکو طوفانونه می لا شتــه دي
««««««««««««««««««««««
د هغــــــــــو قـــامونو تل وي اخ وډ ب
چي افراد یي ، بی تهذیب وي ، بی ادب
د سمون تمه تری نه کــاندی هیڅ څوک
چي لارښود وي ،کاهل او کوڅــــه ډب
««««««««««««««««««««««««««
په څو پا رچو څلوریځو کې د وطن د ترقۍ او سوکالی ارمانجن شهید جنرال سید حسن (حسن) چی کله به یي شیون هم تخلص کاوه د هغه د ویاړنی یاد

ستا په کړاو کې زړه خوږمن لرمه
په رنځ کې پروت یم ځنـــکدن لرمه
په شپه ا وورځ دا ستـــا په یاد وطنه
ژړا شــــــیون د سید حسن ، لرمـــه
«««««««««««««««««««««««««««
چي ملت ته د افغــان وي ، قـــــــــدرمن
د خپل قام ، په غم غصو کې وي غمجن
د وطن په حـــال ژړا چي یي شعار وي
بیا پیدا کړې سید حســن غوندی دردمن
«««««««««««««««««««««««««««««
د وطــــــــــن په یـاد می تل دي ، کــــړیدل
شپه او ورځ یي ، په غمـــــو کې ســوځیدل
راحت پریښود ، زحمت واخـیست ما په سر
سید حسن په څــــــیر می زده کړه ، ژړیدل
««««««««««««««««««««««««««««««
په غمجن زړه می انبــــار دي ، ستا یادونه
د بیلتــــــون لمـــبو لا کيښو ده ، داغـــــونه
سید حسن په څیر می سر پر سـر پراته دي
په قلــم قلــم زړګــي مــی ، ستــــا غمــونه
««««««««««««««««««««««««««««
شا ګردي می ډیره وکړه ، د فــــــــطرت په دبستان
په تحقیق او په څیړنو، په ژوندون کې شوم ستومان
څرګند نه شو، په ټول عمر کې یو ټـکی له اسرارو
چې فاني دنیا نه لاړم په آخــــــر کې حــک حیران
«««««««««««««««««««««««««««««
چي راټول شي ، له هر لو ری پری کشران
داسي نه لرو ، په قـــام کې خپل مشــــــران
دا همه واړه ، د نفـــــس هوی کې ډوب دي
واک اختیار نشـــــــته د دوی سره د ځــــان
«««««««««««««««««««««««««««««
خپور شوی په تیارو کې ، د ګوګل مو تور ظلمت
مســخ کــــړی دی ضــمیر مـو تیــارو د جــهالت
خدایه وځـلوه یو وار ، به مړو زړونو کې زمونږ
هغه نور چی په کې پروت وي ، جذبه د مـعرفت
««««««««««««««««««««««««««««
د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار
چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغه لار
په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي
چي یي تل وي له خپل انجامه ځیني ډار
«««««««««««««««««««««««««««««««««
څوک چي لافه د هستی وهی جــاهل دی
له خپل عجز ا و له انجام ځینی غافل دی
له خپل ځانه بی خبر ، هغــــه نادان وي
چي په لومه د غرور، نښـــتی ، تل دی
««««««««««««««««««««««««««««««

لوړ مکــــــتب د فلسفی دی ، روزګار
لوی استـاد دی ، د نادان او د هوښیار
د عبرت نښي پرتي دي هر زمـان کې
صاحبدل که وي ، په زړه باندی بیدار
«««««««««««««««««««««««««««
د اجل څخه مو نشته دی ، خلاصون
که په پوهه ، ارسطو شــو ، افلاطن
بوعلی که ســــقراط کــه بقراط وو
د دي تکي د معــنی ول ، په لټـــون
«««««««««««««««««««««««
په ژور فکر چي وکتل خپل ځــــــان ته
کوږ رفتار د دي جهــــان او د زمان ته
چي د عقل می نظر په عــجز ، پریوت
دومره لوړ شومه ، چي وختم آسمان ته
«««««««««««««««««««««««««««
په سو چــــونو زړه ته می ، رانغلو قرار
نه خیالات د فلسفی می شــــــــول ،مـهار
شیرین عمر ، په حیرت کې رانه تیر شو
خو ښکاره نه شو ، د پردي شاته اسرار
««««««««««««««««««««««««««««
لا جوړ نه وي ، دوه دیواله مو د کور
اجل راشي ، په ټړون کې شو د ګـــور
آرمانونه آرزوګــــــانی شي نیمـــګړي
دي دنیا نه په ســـــفر شــــو په بل لور
«««««««««««««««««««««««««««««
خاورې شوی دي ، سرونه په فکرونو
په تحــــــــقیق د حقیــقت او ګرویږ نو
فلسفیانو ډیری شپی دي سبــــا ، کړي
د خلقت په اندیښنو ، او په ســــوچونو
««««««««««««««««««««««««««««

Leave A Reply