مرید نامه / عبدالغفور لېوال

0 599

(مریدنامه) ۷۱
ببرسری مخکې او شوریده مرید ترشا، یوه کوشني کلي ته ورسېدل. کلی سمسور و او په ونو کې مرغۍ چغېدې، رڼې ویالې بهېدې او په چینو کې سړو اوبو ستومانه لارویو ته د سینې سړولو ستونه کول. د غره لمن په ورشو ګانو شنه وه. په پټیو کې کرګر پرلوولور بوخت ول. د اوبو ژرنده ټکېده او خلک خوشاله ول. غواګانو شیدې کولې او بزو درې ـ څلور مرغومي راوړل. په باغونو کې د مڼو او انګورو پریماني وه.
ښځو خپلو زیارکښو مېړونو ته د غرمې ډوډۍ زمکو ته وروړه او د ویالې څنډې ته یوه پېغله خپل مین ته په تمه وه.
ماشومانو ویره نه پېژندله اوپه شنه ورشو کې پر لوبو بوخت ول…
مرید ته دا د نېکمرغۍ کلی ښکاره شو، له پاکې هوا يې ژوره ساه راوکښله او له خپل ببرسري پیر څخه یې د کلي د نېکمرغي راز وپوښت. پیر ښه په زوره وخندل، د سترګو په کونجونو کې یې خوشالۍ ځل وکړ او خپل مرید ته یې وویل:
لسیزې پخوا دا کلی داسې نېکمرغه نه و. پر هاغه بره غونډۍ یو مزدک و، چې په کې یو لوی قهرجن بوت ولاړ و. خلکو به دغه بوت پرښته (عبادت یې کاوه). هغه وخت په کلي کې وچکالي وه او د څارویو ناروغي ګډه وه. خواړه کم ول او خلکو به پرغله دانه له یوبل سره شخړې کولې او هر مالت د بل دوښمن و.
د پسرلي یوه ورځ وه، چې یو روښانه سړی راغی. کلیوال یې د مزدک ترڅنګ راټول کړل او ویې پوښتل : په مزدک کې ولاړ بوت د چا دی؟
کلیوالو وویل: دا زموږ ستر نیکه دی، چې موږ ټول ترې رازېږېدلي یو، موږ له هغه پیدا یو ځکه یې پرښتو.
روښانه سړي بیا وپوښتل : ایا ستاسو نیکه خدای و؟
دوی ورته وویل : نه بنیادم و.
روښانه سړي بیا وویل :
نو تاسو څوک یاست ؟
کلیوال: موږانسانان یو.
روښانه سړي وویل: نو د ژوندیو انسانانو د پالنې او هوساینې پرځای ولې د مړو شویو بنیادمانو ډبرې پرښتئ؟ بنیادمان د عبادت وړ نه دي، بلکې باید د ښه ژوند هڅه یې وشي. تاسو د خپل دین او عقیدې منطق سرچپه کړی دی. ژوندي انسانان نه ښايي د مړو ارزښتونو لپاره قرباني ورکړي، بلکې ارزښتونه او ان دین د دې لپاره دی، چې انسان نېکمرغه کړي. د پرښتنې اصلي ارزښت په تاسو کې پټ دی، خپل زړونه، خپله عاطفه او مینه ولمانځئ. یو بل ته د ښه ژوند لاره هواره کړئ، خپل چم ګاونډ نېکمرغه کړئ، انسان له بدمرغۍ راوباسئ، ترټولو غوره پرښتنه ( عبادت) همدا دی.
کلیوال ، لکه له خوبه چې نوي راپاڅېدلي وي، د روښانه سړي خبرو ته ځيرشول. هغه ریښتیا ویل، خو کلیوال په دې نه پوهېدل، چې د خپلو کلیوالو انسانانو د هوساینې لپاره څه وکړي؟
دا راز یې له روښانه سړي وپوښت.
هغه وویل :
د ډبرین بوت دا مزدک ړنګ کړئ او پرخپلو زمکو اوبه راولئ، له طبیعت څخه د ځان مړولوقلنګ واخلئ، چاپېریال سمسور کړئ او ژوي وروزئ. ستاسو د کلي زمکه، غر، چینې، ورشوګانې او هوا تر دې سړې او تورې ډبرې د خیررسولو ډېر وس لري.
ژوندي انسانان وپالئ، چې تر خپلې طبیعي مړینې پورې نېکمرغه ژوند ولري. ترمړینې وروسته به د هغوی لمانځل نه هغو او نه تاسو ته ګټه وکړي.
کلیوالو د روښانه سړي خبره ومنله، ړندې شوې ویالې یې ورغولې، چینې یې پاکې کړې، د ځنګله د ونو وهل یې بند کړل، ورشو ګانې یې وروزلې او د غواګانو، رمو ساتل یې پیل کړل.
له هغې ورځې ترننه، مزدک ړنګ او کلی ودان دی. د کلیوالو باور دا دی، چې هره هڅه باید د ژوندي کلیوال انسان د هوساینې لپاره وي؛ همدغه باور د دې کلي د نېکمرغۍ راز دی.

Leave A Reply