د هلمند د پرلت خېمې د طالبانو زړې ترانې

0 443

بصیر عاصم

په کال ۲۰۱۳م کې د امریکا مخکنی ولسمشر بارک اباما له افغان مخکنی ولسمشر حامد کرزي سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي وه چې پنټاګون ته یې امر کړی چې د روان کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان ترتیب کړي.

هغه وخت سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي وه چې اوباما دغه امر ځکه ورکړی چې افغان ولسمشر دوه اړخیز تړون چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته اجازه ورکوي، نه لاسلیک کوي. همدارنګه د امریکا ولسمشر بارک اوباما پنتاګون ته امر کړی وه چې که د افغانستان حکومت د امنیتي تړون له لاسلیکه ډډه وکړي، د روان ۲۰۱۴م کال ترپایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان ترتیب کړي. د څه ځنډ ورسته یې عملاُ د پوځیانو په ایستلو شروع هم وکړه.
داچې مخکنی ولسمشر کرزي د امریکا سره دوه اړخیزه تړون د لوي جرګې د تاید باوجود ونه مانه ممکن کرزي هیله لرل چې د بهرنیانانو په وتلو به طالبان افغان حکومت ته د سولې شین څراغ ورکړي ځکه ظاهراً به طالبانو د بغاوت اساسي لامل په افغانستان کې بهرني پوځیان یادول ، خو طالبانو نه یوازي د بهرني پوځیانو په تدریجي وتلو د افغان حکومت سره سولې ته لیوالتیا ونه ښوده ددې برخلاف يې جګړو ته نور هم زور ورکړ. داچې د ښاغلي کرزي هیله څومره معقوله وه پر ځای یې پرېږدو، خو ولس ته هغه حقیقت د لمر په څېر ښکاره شو چې د طالب د لویه سره د افغانستان سره ورانه ده ، دافغانستان د ولس او نظام سره یې ورانه ده ، د یو برامنه افغانستان سره یې ورانه ده او د بغاوت هدف یې د هغو ارمانونو پالل او ژوندی ساتل دي چې کرنل امام او حمیدګل یې نیمه د ځانونو سره ګور ته یوړه.
په تیرو هفتو کې چې کله ولسمشر غني طالبانو ته د سولې د خبرو غیرمشروط وړاندیزونه او یو لړ امتیازات ومنل نه یوازي چې د بهرنۍ نړۍ د بشپړ هرکلی سره مخ شوه په کور دننه یې هم پراخ ولسي ملاتړ خپل کړ ، ځکه د ولسمشر غني د سولې دخبرو په وړاندیز کې د طالبانو د بغاوت پلمه او بهانه په بشپړه توګه له مینځه یوړل شوه. همدغه وجه وه چې په هلمند کې چې د طالب په بغاوت کې ویني ویني دی هلمندیانو د طالبه د سولې کولو په موخه د پرلت خېمې ودرولې ، خو طالبانو د پخوا په څېر یو یوار زړه ترانه وغږول او بهرنیان د خپل بغاوت لامل وبلل او د سولې ارمانجنو ته یې خبرداری ورکړ چې د سولې د پاره دوی ته نه ، د بهرنیانو اډو ته ورشي هغه بهرنیان چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه وتل دوی (طالبانو) بیرته راوګرزول.
دا ولسي هڅه ددې ښکارندویه ده چې ولس څومره د سولې تږي دی خو دا هم یو حقیقت دی چې طالب د یوې الې په توګه استعمالیږي داسي چې نه خو خپله شعور فکر عقل لري نه احساس لري نه خو یې په عادي جنګیالیو کې دومره فکر شته چي د ځانه وپوښتي چې د بغاوت ۹۹ فیصده قربانیان یې څوک دی بهرنیان که افغانان ؟
په بغاوت کې یې کورونه کلي بانډې دچا کنډواله کیږې ؟ سړکونه پلونه د چا ورانیږي ؟
مکتبونه مسجدونه د چا ورانیږي ؟
او خلګ بیرته د سولې د پاره د بهرنیانو اډوو ته لیږئ. نو چې د طالب بغاوت نه وي د بهرنی پوځیانو شتون ته کمه اړتیا پیدا کیږي ؟
د لویه سره د طالبه په زاریو د سولې هیله بشپړه غیر معقوله او غیر منطقي ده ،خو څه چې تجربو معقوله ثابته کړه داده چې د افغانانو د وینو تږې دا ډله د انسانانو په ژبه او لهجه نه پوهیږي له دې ډلې خلاصون د خوشال خانۍ په هغه فلسفه کې نغښتی کمه چې په غزنی کې اندړو په کندهار کې د پنجوایي ژړې او میوند خلګو د دوی پر ضد وکارول او د خپلو تورو توپکو په زور یې ځانونه تر خپل سپېڅلی ارمان سولې پوري ورسول.

Leave A Reply