عالمانو په تذکرو کې د افغان لیکلو ملاتړ وکړ

0 348

دیني عالمان وايي، په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه ولیکل شي او هیڅوک باید له دې کلمې سره مخالفت و نه ښيي.

دوی چې د بغلان په مرکز پلخمري کې یې د سیرت نبي ص په نوم جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، ديني عالمان پر حساسو موضوعاتو د نيوکو پر ځاى بايد د اصلاح لپاره کار وکړي.

ديني عالمانو ټينګار وکړ چې له داسې څرګندونو باید ډډه وشي چې په هېواد کې تعصب زېږوي.

دوی له وسله‌والو هم وغوښتل چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.
سرخط

Leave A Reply