اوکرایین کې د روسيې برید له امله د درېوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي
اوکراین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد پر خارکیف د روسي ځواکونو د بریدونو پر مهال د درېوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
برید کې د مرګژوبلې ترڅنګ د هستوګنې یوشمېر کورونه هم ویجاړ شوې دي.
د خارکیف والي اولېح سینهوبوف ویلي چې برید…