د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

208

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

خامنه‌ای د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې په تړاو پیغام کې له نوموړي د «نه ستړې‌کېدونکي انسان» په توګه یادونه کړې.

هغه په دې پیغام کې ویلي: «دا پېښه د خدمت‌رسونې د هڅې پرمهال رامنځته شوې. د دې انسان ټول مسوولیتونه که هغه د ولسمشرۍ لنډمهاله دوره وه، که له هغه وړاندې، له دمې پرته خلکو، هېواد او اسلام ته په خدمت کولو کې تېره شوه.»

نوموړي همداراز د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم مجاهد او فعال وزیر یاد کړی دی.

همدا رازدد ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د پاکستان حکومت دغه هېواد کې یوه ورځ عمومي ویر «ملي ماتم» اعلان کړی دی.

د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د خپل ورور هېواد د ولسمشر رییسي او مل کسانو ته په درناوي یوه ورځ عمومي ویر اعلانوي او د هېواد بیرغ به نیم‌ ځوړند وي.»

د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ځینو هېوادونو ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

د حماس ډلې هم د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او نورو چارواکو پر مړینه خواشیني ښودلې.

یاده ډله چې دا مهال فلسطین کې له اسراییلو سره پر جګړه بوخته ده، د رییسي د مړینې له امله ایران او د دغه هېواد ولس ته خپله خواخوږي وړاندې کړې.

دې ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ له خپل ورور ایران او اسلامي جمهوري سره په دې ګډ غم کې ځان شریک بولو چې دې پېښې د ایران تر ټولو د غوره رهبرانو ژوند واخیست.»

په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او یو‌شمېر نور چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.