راشد خان ته

نقیب احمد قریشی

249
د هندوکُش د غرونو باز، د سالنگونو زمری
خانِ خانان راشد! زموږ د سویو زړونو زمری
دی د پامير له لوړو څوکو په سفر د میوند
د کلابُست د دروازو، د سرو اورونو زمری
د استالیف پر ښکلاگانو د شینوارو ملنگ!!
او د بولدک د یاغي شوو تورو غرونو زمری
د ننگرهار د نامعلوم سرحد ساتونکی سرتېر
د خوشتپې* له اوبو جوړ دی د سازونو زمری
شکر چي خدای افغانستان ته راشد خان ورکړئ
شکر چي بلخ روزي نړۍ ته، د برمونو زمری
له مست نجرابه را روان دی د هلمند تر سینده!!
مينه په لپو کي ویشي د کونړونو زمری
د کرخ پر تکي شنې لمني پر سجدو پروت دی
او د ميرويس پر مسته مېنه په گایونو* زمری
د پېښور له بالاحصاره تر شالکوټه* پوري!!
د درست افغان استازولي کوي په وینو زمری
د سيدال خان لوڼو په خپلو هنرمندو گوتو
دسمال ور ولېږ، د روزگان د ښایستونو زمری
د زړه کابل، د مست پغمان او د پنجشیر زمرود
د عاشقانو، عارفانو د رازونو زمری
ماته زما د ټول وطن له وجود جوړ مسیحا
دی د پامير او د واخان د سردرونو زمری
د پکتيا د سلیمانخیلو خیالونو اتڼ چيان
له مزلونو ستړی نه دی، په مزلونو زمری
د نورستان، د سمنګان او د بامیان سترګور
راځئ!! په “درې رنگه” یې رنگ کړو په رنگونو زمری
خدایکه!! ته هیڅ یوه تشبې سازه کړې ده لپاره!!
نقیبه څه مه وایه! پوه دی په رمزونو زمری

*خوشتپې/قوشتپې.
*گایونو/خبرو.
*شالکوټ – کوټه/کوئټه.
١٩ می ٢٠٢٤/ کندهار/نیمه شپه.
نقیب احمد قریشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.