د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د ۴۲ غونډې راپور

خدیجه

228

ځای؛ انلاین
نېټه؛ ۱۲/۴/۲۰۲۴
وړاندي کونکې؛ میمونه کامران
راپور؛ خدیجه
ګډونوالې؛ ۱۰

دا اونیزه غونډه ارواښاد اکمل لېوني ته په دعا پیل شوه. ورپسې د اکرم عثمان د جایزو یادونه وشوه، نازو پسرلی او رڼا زرمتۍ چې د لنډو کیسو په برخه کې یې دا جایزې ګتلې وې، ټولو مبارکي ورکړه.

دویمه برخه د اغلې نعیمې غني د ماشوم ادبیاتو د پرزینټیشن ادامه وه چې لاندې موضوعات یې لرل؛

د کیسې لیکلو هڅه وکړئ؛
ــ خپل مخاطب وپېژنئ.
ــ له ماشومانو سره مستقیمې او ډېرې اړیکې ولرئ، په مشکلاتو یې وپوهېږئ او دا درک کړئ چې نن ماشوم څه غواړي؟
ــ د ماشوم د خوښې ژانرونه کوم دي؟ دا په کیسه او شعر وېشلي او په لنډه کیسه کې بیا تخیلي، کامیک، عملي تخیلي ژانرونه او داسې نور دي.
ــ د ماشوم ادبیات ولولئ.
ــ د داستان راوي، ژبه او زمانه وټاکئ.
ــ غیر مستقیم ماشوم مخاطب وګرځوئ، کیسه داسې ولیکئ چې ماشوم یې له نږدې حس کړي داسي لکه له بل ماشوم سره چې غږېږي.
ــ د کیسې پیل باید زړه راښکونکی وي، د لویانو تر کیسو هم باید د ماشومانو د کیسو پیل جذاب وي، چې ماشوم ترې ستړی نه شي، د همدې لپاره له اضافه خبرو پکې تېر شئ.
ــ د داستان شخصیتونه ځواکمن کړئ، د کریکټر شخصیت، جامې او نورې ځانګړتیاوي یې بیان کړئ او ډېرو کریکټرونو ته اړتیا نشته.
ــ قوي پیغام منتقل کړئ، دا نه چې پیغام په پای کې وویل شي، ښه داده چې پیغام په کیسه کې را نغښتی وي. بیا نو د ماشوم په ذهن کې تر ډېره پاتې کېږي.
ــ د کیسې په جوړښت کې ښه داده چې وار تر پخوا د کیسې طرحه جوړه او بیا ولیکل شي.

د لیکوالۍ دې اصولو ته هم باید پام وشي؛

۱. جملې باید لنډې ولیکل شي او اضافي خبرې ترې لري شي.
۲. هر فکر په یوه مستقله جمله ارزي.
۳. ساده لیکل،  چې د مخاطب له ژوند او سواد سره برابر وي.
۴. بېلابېل صفتونه وکارول شي، خواږه هم که ډېر وخوړل شي زړه وهي، کېدای شي کله کله کریکټر د یو صفت خلاف کار وکړي، نو د ماشوم زړه ترې تورېږي.
۵. تکراري کلمات و نه کارول شي؛ تل دي زمری د کیسې اتل نه وي، کله کله باید کیشپ ته هم د پاچاهي چانس ورکړئ.
۶. انځوریز لیکل وکړئ؛ داسي چې ماشوم یې حس کړي، لکه د ایسکریم خوند، د اسمان یا د کالیو رنګ.
۷. متن ملموس ولیکئ.
۸. اټکل وکړئ؛ مقایسوي اندازې وړاندي کړې چې ماشوم ته د یو شي اندازه اسانه په لاس ورشي.
۹. په راپارونکې، تخیلي او طنزیه بڼه لیکل وکړئ، د ماشوم طنز خوښ دی او تر ډېره یې په ذهن کې پاتېږي.
۱۰.   لیکنو ته مو د ښه بقا یا هم د ښه درک لپاره روح ورکړئ. په کیسه کې مو باید د ماشوم حواس حضور ولري او په پینځو حواسو سره کیسه حس کړي.

۱۱.   د خپلې کیسې ماشوم اورېدونکی شئ. ایا تاسو پخپله له خپلې کیسې خوند اخلئ؟

۱۲.   له ماشومه وپوښتئ. آیا کیسه یې خوښه شوه؟ یا د کیسې په اړه څه نظر لري د هغه په اساس خپلې نورې کیسې په اسانه لیکلای شئ.

د ۳ قانون؛ د ماشومانو د کیسو ډېر په زړه پورې قانون دی چې په هغه کې د کیسې قهرمان د کیسې په پیل کې له یوه مشکل سره مخ کېږي. د داستان په اوږدو کې دری ځله هڅه کوي، خو ناکامېږي. بلاخره په څلورمه هڅه کې قهرمان ستونزه حلوي او دا ډېره مهمه ده چې د داستان اصلي شخصیت پخپله د لویانو له مرستې پرته دا مشکل کړي.

ماشومان، رنګونه او انځورونه؛

رنګونه د ماشوم ذهن تحریکوي د هغه د تخییل قوه راپاروي او د ماشوم ځیرکتیا ورسره پیاوړې کیږي. ماشومانو د بېلابېلو رنګونو خواته جذبېږي او په ښه توګه د رنګونو په توپیر سره یو څه په یاد ساتلای شي.

د بیلابیلو تصویرونو کارول د ماشوم ذهني دنیا پراخولای او تخیل یې پیاوړی کولای شو. د کم عمره ماشومانو په کیسو کې انځورونه او رنګونه ډير مهم دي.

اغلې غني د ښه وضاحت لپاره دوې کیسې ( نیکمرغه شلغمه) او ( د وریښمو ډېر وږی چینچی) چې خپله یې ژباړلې وې،  وړاندې کړې او د کیسو ټول اړین قوانین یې پکې تشریح کړل. د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپل نظرونه او پوښتنې شریکې کړې.

شفیقه خپلواک؛
ښه ده چې په کیسو کې لږ انعطاف وشي مثلا ځایي لهجې وکارول شي او په څنګ کې ورسره بدلیه کلمه هم ولیکل شي. د صفت په برخه کې ښه به وي چې کریکټر grey وښودل شي، نه مطلق ښه او نه بد، ځکه هر انسان ښه والي او بدوالي لري. زموږ د پښتو کیسې نصیحتي بڼه لري، او حتما باید پیغام پکې وي، خو اړینه نه ده چې په هره کیسه کې دې پیغام وي.

لومړي باید د کیسې په جذابیت، کریکټر او تخیل پام وشي. پیغام باید په ډېر طبیعي ډول وي، نه دا چې په زور پکې تحمیل شي.

نعیمه غني؛
د کیسو د لیکلو پر وخت باید اول سیمه په نښه شي، د هغه په اساس لهجوي کلمې وکارول شي او په څنګ معیاري کلیمه هم ولیکل شي. د پیغام په برخه کې یې وویل چې هره کیسه خامخا یو پیغام لري، که د لویانو لپاره کوم خاص مفهوم و نه لري، خو یو ماشوم حتما یو څه تر زده کوي، ځکه د لویانو او ماشومانو ذهن متفاوت کار کوي.

مینا نظري؛
له نعیمې غني مننه چې دا ګټور پرزینټیشن یې وړاندي کړ. د لهجو په اړه نظر دا وو چې څوک په کومه لهجه مسلط و، ښه ده چې پرې لیکل وکړي او په څنګ کې معیاري کلیمي هم یادي شي، ځکه موږ یوازې د ښار ماشوم باید په نظر کې و نه نیسو د نورو سیمو ماشومان چې مختلفې لهجې لري هم لیکل ورته وشي. رنګونو کارول هم د ماشومانو لپاره ډېر حیاتي دي.
خو یوه پوښتنه آیا ماشوم ته د عمر په اساس بې قواید کیسه ولیکو؟ یا کولای شو چې عین معیارونه مشترک وکاروو؟

نعیمې غني په ځواب کې ورته وویل؛
د کیسو قوانین مشترک دي، یوازې د عمر په اساس لنډې او اوږدي لیکل کیږي. هره کیسه پیل لري، یوه ستونزه او په پای کې یې حل‌لاره وي.

معصومه غرنۍ؛
پیغام باید په کیسه کې تحمیل نه شي ډېر وخت ښه ده چې کیسه مجهوله پاته شي او له ماشومان وپوښتل شي چې بېرته د کیسې په اړه فکر وکړي او ښه زده کړه ترې وکړي. باید د علمي برخي ډېرې کیسې ولیکل شي او پخپله چې ماشومانو ته کیسې لیکم داسې مسایل ډېر پکې ځایوم. بله دا چې د کریکټر صفتونه که مثبت نه وي، نو منفي هم باید نه وي، ځکه پر ماشوم بد اغېز کوي. په پای کې مې پوښتنه داده چې تر ۵ کالو ماشومانو ته په کیسو کې یوازې همدا روښانه رنګونه تشریح شي یا پیکه رنګونه هم کیسه پکې ځای شي؟

نعیمه غني؛
کریکټر باید دومره ښه معرفي نه شي چې کوم وخت ماشوم په ژوند کې د منفي کریکټر سره مخ شي ورته سخته وي یا هم دومره بد یې مه معرفي کوئ چې په ماشوم بد تاثیر وکړي؛ نو د صفتونو په برخه کې باید پام وکړو. د رنګونو په اړه به دا ووایم هر رنګ چې په طبیعت کې موجود وي باید وکارول شي، رنګونه نه باید د جینکو او هلکانو په توپیر سره ووېشل شي.

ګلالۍ مومند؛
له نعیمې غني مننه چې په اخلاص او  پوره انرژي یې پرزنټیشن وړاندې کړ، زه د ماشوم ادب سره ډېره علاقه لرم او دا پرزنټیشن به په دې برخه کې ډېره مرسته راسره وکړي.

د غونډې په پای کې د ۳ د قانون په رڼا کې د کیسې لیکلو لپاره لاندې تمرین ګډونوالو ته وړاندی شو چې د دې په رڼا کې کیسې ولیکي؛

د لیکوالي تمرین “د ۳قانون”؛

۱. مقدمه؛ اصلي ستونزه په چټکۍ په څو لومړیو پاڼو، یا پراګرافونو کې معرفي کړئ.

۲. د ستونزې د حل لومړۍ هڅه؛ داسې یو څه د قهرمان مخې ته خنډ کړئ چې ستونزه نه شي حلولای.

۳. دوهمه هڅه؛ موانع ورځ په ورځ سختېږي. کریکټر د حل لارې په پیدا کولو کې بیا هم ناکامه کړئ.

۴. درېیمه هڅه؛ دا ځل کریکټر ډاډه دی چې ستونزه به حل شي خو بیا هم ماته خوري.

۵. د کیسې اوج؛ کریکټر ناهیلی دی، نه پوهېږي چې څنګه مشکل حل کړي او په دې فکر کوي چې تسلیم شي.

۶. په یوه وروستي فکر، کریکټر ستونزه حلوي او هدف ته رسیږي.

۷. خوشحاله پای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.