ستر لیکوال او څېړونکی محمد صدیق روهی

ډاکټر لطیف یاد

241

هغه ستر لیکوال اوڅېړونکی چې ما له نږدې پيژانده

نن د پښتو ژبې او ادب د هغه ستر لیکوال په اړوند تاسو ته یو څو کرښې لیکم چې هغه مې له نږدې پیژانده، ورسره کښیناستلی وم او د ده خوږې خاطرې راسره دي او د ده دعلمي خبرو نه مې ډیره ګټه اوچته کړې ده . دغه ستر شخصیت ارواښاد کاندید اکادمیسین استاد محمد صدیق روهی دی. ارواښاد روهي په ۱۳۱۳ لیږدیز کال کې د خوست ولایت اړوند د حیدرخیلو په سموات کې د محمد حسین خان په کور کې زیږیدلی واو لاوړوکی ماشوم و چې د مور او پلار د خوږې مینې بې برخې شو او پلار او مور یې وفات شول. ده خپلې لومړنۍ زده کړې د اسماعیل خیلو او مندوزیو په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي او بیا وروسته یې نورې زده کړې د خوست په سړبن لیسه ( های سکول) کې تر سره کړي دي . بیا دکابل په عالي دارالمعلمین کې شامل شو او کله یې چې دارالمعلمین پای ته ورساوه دکابل پوهنتون دادبیاتو په پو هنځي کې شامل شو او کله چې ددغه پوهنځي نه فارغ شو ورپسې په ۱۳۴۷ لیږدیز کال د لوړو تحصیلاتو لپاره بیروت ته ولیږل شو او د بیروت په امریکن يونیورسټي کې یې د خپلې د ماسترۍ ( ایم .ای) سند ترلاسه کړ. باید زیاته کړو چې ده د دارالمعلمین داستاد ، د کابل دپوهنتون داستاد ، د پښتو ټولني علمي غړی او بیا وروسته د شهید محمد داودخان په واکمنۍ کې د پښتو ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو او دغه دنده یې د۱۳۵۷ د ثور تر اوومې نیټې پورې په ډیره ښه توګه سرته ورسوله. وروسته د افغانستان د علومو اکادمۍ علمي غړی شو او هم د افغانستان دلیکوالو دټولنې مرستیال و او دلیکوالو ډتولنې له خوا ورته د ( کارمند شايسته فرهنگ) لقب ورکړل شو ، ده د(خوشال بابا )په نامه یوه فرهنګي ټولنه هم جوړه کړه چې د هغې په برکت یې ډیر علمی سیمینارونه جوړ کړل او ډیر پښتو کتابونه یې چاپ کړل. ده د افغانستان په علومو اکيډیمۍ کې د کاندید اکیدیمیشن علمي رتبه درلوده .
ارواښاد کاندید اکادمیسین استاد محمد صدیق روهی
زه لا په ښوونځي کې وم چې د ارواښاد استاد محمد صدیق روهی مقالې به مې لوستلې . د ده زیاتره مقالې دکابل په مجلې ، اریانا مجلې ، پښتو مجلې او وږمې مجلې کې چاپیدلې .
روهی صیب د خپلې مورنۍ ژبې سربېره په فارسي او انګریزی ژبو هم ښه پوهیده . د ده دیو شمیر چاپ شووکتابونو نومونه دا دي :
۱- د څېړنو ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ
۲- پښتو په بېلگه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ
۳- ادبي څېړنې – پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ
۴- د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ
۵- د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ
۶- پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ
۷- فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ
۸- د روښاني غورځنگ ماهيت – نا چاپ
۹- د دوولسم ټولگي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ
۱۰- شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ
۱۱- جنگ داخلی افغانستان چگونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور
۱۲- رنگين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ
د استاد روهي شخصیت :
د ارواښاد استاد روهي که هرڅومره ستاینه وکړم بیا به هم لږه وي . استاد روهی یو دروند ،مهذب او عالم انسان و . خپله پښتوژبه او خپل پښتانه پرې ګران وو . دی یو خوش مزاجه او دښه کړو وړو او ښه چلند خاوند و. تل به یې په خولې مسکا خوره وه او دهر چا سره به یې په درناوي سره چلند کاوه ، هیڅ دول تعصب یې نه درلود.په علمي محافلو کې به یې خپل پراخ نظرونه څرګندول او د پیاوړي منطق خاوند و.
ما چې کله د افغانستان دعلومو اکیډیمۍ دپښتو څیړنو په نړیول مرکز کې دعلمي غړي په توګه کارکاوه نودی هم هغه وخت دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ دژبو او ادبیاتو په مرکز کې دپښتو ژبې او ادب دڅانګې مسئول و. که څه هم زه ډیر کشروم خو کله به چې داستاد روهي دفترته لاړم نو دغه ستر شخصیت به دخپله ځایه ودرید او په ډیر اخلاص سره به یې زما سره روغبړ کاوه . کله کله به مې چې دیوې مسالې په اړوند ترې پوښتنه کوله په ورین تندي به یې ځواب راکاوه او ویلای شم چې دی دسترو اخلاقو یوه غوره نمونه او بېلګه وه .
یوه ورځ دهند نه دډیلي پوهنتون یو پر وفیسر چې محمد اسلم خان نومید دافغانستان دحکومت په بلنه افغانستان ته راغلی و او زه د هغه میلمه پال وم ، روهي صیب په خپل کور کې چې په لومړي مکروریانو کې و هغه ته یوه میلمستیا جوړه کړه په دغه میلمستیا کې استاد رهنورد زریاب هم ګډون کړی و. وروسته چې زه او پر وفیسر اسلم خان دهغه له کوره ووتلو نو هغه هندي استاد راته په لاره کې وویل چې دی د استاد روهي دستر شخصیت او دده د علمي پوهې او درایت تر اغیزې لاندې راغلی دی او بیا کله چې په ډیلي کې وم نو تل به یې داستاد روهي په اړوند رانه پوښتنه کوله او ماته به یې ویل که د هغه سره دې اړیکه ونیوله نو زما درناوی او احترامونه به ورته وړاندې کوي .
استاد روهي په ۱۳۷۰ زیږدیز کال کې ناروغه شو . لومړی هندوستان او بیا روسیې ، اوکراین او په پای کې جرمني ته لاړ ، خو هلته په جرمني کې یې د۱۹۹۶ زیږدیز کال د می په میاشت کې کې یې ددې نړي نه سترګې پتې کړې او د ده جنازه د هغه هېواد د مونشن گلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه چې بیا وروسته د ده جسد افغانستان ته راوړل شو او په ډیر درناوي په خوست کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شو او په دې توګه د پښتو ادب یو نامتو ځلانده ستوری دتل لپاره پریوت .
ما چې په هند کې د هغه دمړینې خبر واورید سخت خوا شینی شوم او دده مړینه مې د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه ستره ضایعه وګڼله . دده جنازه وروسته بیا له هغه ځایه په ډیر درناوی سره افغانستان ته راوړل شوه او په خوست کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارله شوه .
د استاد روهي نه دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي چې ټول یې لیکوالان او د خپل ویاړلي پلار ارواښاد روهي په پلونو یې پلونه ايښودلي دي چې په هغو کې د ښاغلي ډاکټر خوشال روهي، ښاغلی اجمل روهي او د دوی د خور آغلې زرمینه روهي نومونه د یادولو وړدي .
د خوشالۍ ځای دی چې په خوست کې دارواښاد استاد محمد صدیق په نامه يوه علمي ټولنه هم شته چې دده ویاړلی نوم یې ژوندی ساتلی دی ، دده په نامه یوه لیسه هم جوړه شوې ده همداراز داستاد په نامه یو بريښنايي سایټ هم شته چې روهي نومیږي .
دارواښاد استاد روهي اروادې ښاده او یاد دې تل تازه وي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.