د هرات ولایت زلزلې ورانکاری او د خلکو ویره

مشعل سمسور

214

د تیرې درنې زلزلې په ورځ ټول هراتیان په خپلو ورځني ژوند او راکړه ورکړه کې بوخت وه، چې په ناڅاپه سره یوی زوروری زلزلی هرات ولایت ولړزاوه دا زلزله دومره زوروره وه چی هرایتان یی سخت ورخطا کړل،  د ښار په کوڅو لوړ پوړو ودانیو، کورونو او کلیو کی  ډیري چیغی او ناری شولې. خلک له لوړ پوړو مارکیټونو نه لری تښتیدل تر څو دوی خپل ځان وژغوری او یو خوندی ځای ته ځان ورسوی د بریښنا ستنو او لینونو ټالونه خوړل هري خوا ته ویره خپره شوه،  څو شیبی تېری شوی چی د امبولانسونو چغار په ښار کی شروع شو، دا جوته شوه چی د زلزلې اصلی مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ شمال کي د دشت حوض سیمه کی را مینځ ته شوی ده دا سیمه د هرات د انجیل، رباط سنګي، ګلران، غوریان او زنده جان ولسوالیو تر منځ ګډه سیمه ده خو بلی خوا ته که مونږ وګورو کرخ بل طرفل په نقشه کی پروت دی او د زیانونو کچه په نورو سیمو کی کمه ده او زنده جان او کرخ او بعضی سیمی د رباط سنګی او نورو مربوطه ولسوالیو کی زیاته احساس شوی ده.

د دی لویي زلزلې شدت د ریشتر په کڅه ۶.۵، ۶.۴ او بیا تکراری زلزلی ۵.۴ هم شوی دی هغه ځایونه چی زیان من شوی وه هغه بیخی له مینځه ولاړل او وران شول. دا زلزله تر اوسه پوری د هرات په کڅه ډیره لوړه ښودل شوی څرنګه چی تاسو ته معلومه ده هرات یو تاریخی ښار ولایت دی او ډیري تاریخی ودانی پکی شتون لری د یادی زلزلی له کبله دی تاریخی ودانیو ته  سخت زیان اړولی دی چی جوړول او بیا رغونه یی سخت کار دی البته  دا کار بیا د تاریخی ودانیو د بیا رغونی جوړولو او ودانولو کار د ملګری ملتونو سازمان  د یوې ستری برخی (UNESCO)  یونسکو او د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت په بیا رغونه کې د فیروزکو بنیاد چی د تاریخی ودانیو بیا رغونه کی ستر لاس ته راوړنه لری د هغوی کار دی.
د یادي زلزلې  شدت د ځمکې لاندی ژوري کی بیا تر ۱۵ کیلو متره ښودل شوی دی، که چیری د دې زلزلې ژورتیا ډیره نه وی نو بیا یی دومره ورانکاری نه کوله او همدا لامل دی چی د زلزلې عمق یعنی د ځکمی لاندی   څومره ژور وي همدومره یې تخریب او مرګ ژوبله ډیره  وی.

موږ ګورو چی له پرله پسی زلزلو له ویری د هرات اوسیدونکی دی ته اړ شوی چی  د ښار په واټونو او پارکوننو کی خپلی ورځی شپی سبا کړی یخه هوا د خیمو نشتون خلک له مختلفو ناورغیو سره لاس او ګریوان کړی دی.

ډبلیو ایف پی هم خپله بیړنی مرسته اعلان کړه  تقریبا ۱۵ میلونه ډالر باید دوی سره وشی چی هغه اړتیاوی پوره شی.

دا ټولی ستونځی یو خوا ملک له فقر، غربیۍ، تنګدستۍ سره لاس او ګریوان دی د افغانستان اقصادی ستونځی د لارو خرابوالی د زلزلی ځای ته پر وخت رسیدل او هلته زیانمنو ته خدمات وړاندی کول ډیر ستونځمن کار دی خو دا کار ناشونی نه ده اوس باید ټول افغانان یو موټي شی او د خپل جنګ ځپلي هیواد آباد کړی سړکونه پلچونه، لاری کوڅي یی آبادی کړی تر څو خلک په آسانی سره وکولی شی تګ را تګ او د داسی طبیعی افاتو پر وړاندی زیامن شوی خلکو ته خپل صحی خدمات وړاندی کړی.

ژمی را روان دی خلک نشی کولې چی خپل ځان ته سرپناوی برابری کړی او نوی کورونو جوړ کړی خو ښه به دا وی چی دی خلکو ته په یو مناسب ځای کی یو کمپ جوړ کړی چی هم ښار ته نږدی وی او هم ورته د خلکو لاسی رسی وشی او هغه ټول ضروریات یی پوره شی چی خلک پری ژوندی پاتی کیدی شی.
د هرات په پرونۍ غمیزه کي شاوخوا  تردري زره زیات کسان شهیدان شوی او دا شمیره په لوړیدو ده، او تر ۱۵۰۰۰ زره زیات کسان زخمیان دی چی زخمیان یی د هرات ولایت بیلا بیلو روغتونونه ته رسولی دی، د ه چورلکو له لاری په انځورونه کی داسی معلومیږی چی ډیری کلی په بشپړه توګه وران شوی او خلک د خاورو لاندی دی نړیوال سازمان دا یوه بی ساری پیښه بللی ده.

لمړی سر کی زه ده یادي پیښې کی ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس او زخمیانو ته د رب العزت نه عاجل شفا غواړم، د کورنیو پاتی کسانو ته د جمیل صبر ، خپلوانو ته یی د خدای له درباره توفیق غواړم چی له دوی سره په پاتی ژوند کی مرسته وکړی.

  – له حکومته می دا غوښتنه ده چی په اوس مهال او په راتلونکي کی د داسي پیښو د تلفاتو دمخنیوي لپاره یو څو ښه ګامونه واخلی تر څو په راتلونکی کی داسی ستونځو ته ژر تر ژره رسیدنه وشی اوس مهال امنیت ټینګ دی باید ورته ډمبر سړکونه، پخی لاري او کوڅی  جوړی شی،  په خپل سر او هر ځای کی کورونه جوړ نشی باید له ښی منبعی نه ورته پیسی  را واخیستل شی چی د معیاری کورونو څیښتن شی .

– د هرات د خلکو نه باید ډیره مننه وشی ځکه چی دوی خلک په ښه توګه د پیښی ځای ته ځانونه ورسول او هلته یی د خپلو وطنوالو سره مرسته  پیل کړه.

– د  خارو لاندی پاتی کسانو په راوسیتلو کی د شهیدانو په تدفین او خښولو کی باید  حکومت او ملت دواړه لاس په کار شی.

– د هراتي اولس خصوصاً د ملی تجارانو، کسبه کارانو، صنعت کارانو، ډاکټرانو، علماوو، د پوهنتونو استادانو، سپین ږرو او ځوانان ځان په یو مخی تحرک کی را بیدار کړی  د شهیدانو اومجروحینو را ایستل د خاورو اوکنډوالو څخه د قدر وړ کار او د دوی ایماني حشر د ستاینو وړ دی او دا به د تاریخ په زرینو کرښو کي ولیکل شی چی یو غریب ملت څنګه وکولی شول چی خپل خلک یی وژغورل او د داسی یو افت پر وړاندی دوی خپل مبارزه وښوده .
– افغانستان یو غرنۍ هیواد دۍ او طبیعي پیښې په غرني سیموکي  یو معمول دی نو حکومت دي کوشش وکړي چي هغه کلي چی د غرونو سره نژدي دي یاد غرونو په مینځ کي واقع دي، د دي لپاره چي په راتلونکي کي د داسي خونړۍ زلزلو او سیلابونو څخه خپل ملت ژغورلۍ وي یاد کلي اوبانډی دي چیرته ډیری ستونځوی او زلزلی، سیلاب او برف کوچونه وی دوی دی هغه سیمو ته انتقال کړی چیرته چی نسبی حالات د انسان په کابو کی وی ترڅو د مرګ او ډیر زیان مخه ونیول شی.
– د نړۍ په نورو هیوادو کي د طبیعي پیښو د مخنیوي لپاره د ژغورونکو ځانګړي فني او مسلکي ټیمونه او روزل شوي کسان لري، او په ډیرو هیوادو کي د یادو پیښو د مخنیوي لپاره د مسلکي او فني کسانو د روزلو لپاره په پوهنتونو کي ځانګړي تخصصي پوهنځۍ لري، د یاونی وړ ده چی افغانستان زلرله خیزه، سیلاب او د نورو طبیعی افاتو ډک یو غرنۍ هیواد دی، نو د داسي پیښو د تلفاتو د مخنیوي لپاره حکومت ته په کارده چي په مختلفو ولایاتو کي ځانګړي فني او مسلکي روزل شوي کسان ولري او په پوهنتونو کي دي ځانګړي ډیپارتمنټونه ورته جوړ کړي او که د دیپارټمنټونو امکانات موجود نه وي نو د ګاونډیو ملکونو سره دي په تفاهم د روزلو لپاره د پیښو پر وړاندي د مبارزې، سري میاشتې، د اور وژنې او نورو ریاستونو مسلکي ټیمونه د روزلو لپاره ولیږي تر څو مسلکي زده کړې وکړي او په راتلونکي کي به د داسي پیښو په وقت کي د تلفاتو د کموالي سره مخ سو.
– په افغانستان کي  ډیرۍ سیمې د اړیکو لومړنيو وسایلو لکه ټلیفون او انترنت څخه بي برخې دي هغه لري پرتو سیمو ته چي د پیښو پرمهال تلیفونانو کار نکوی په خواشینی سره مرستې او د ژغورنې ټیمونه څو ساعته وروسته رسیدلي دي ځکه تلفات لوړ دي، نو که مخابراتي شرکتونه ودي ته اړباسي تر څو د افغانستان په بیلابیلو ساحو کي د تلیفون ستنې او آنتنونه ونښلوي نو په راتلونکي پیښو کي به هغه سیموکي چي پیښې رامنځ ته کیږي مرستې به ژر ورسیږي اود تلفاتو کچه به مو په ټیټه وی.
د زلزلې نه ورسته هرات ته یو بل افت متوجه شوی چی د خاورو تیز توپان دی چی تر ډیره حده یی بشری مرستی له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی د دوی په وچ میدان او سړه هوا کې اوسیدل او له بلی خوا دا  توپان چی  د دوی خیمی له ځان سره وړی دا یوه بله ننګونه ده له طرفه خلک لګیا دی خپل وران کورونه لټوی چی پاتی کسان وژغوری یا مړی پیدا کړی او د خپل کور وسایل چی د خاورو د امبار لاندی دی را وباسی.

ملګرو ملتونو او د ماشومانو ادارې سازمان (UNICEF)  یونسیف او سیف ده چلیډرن  په خپله ویب پاڼه زیاته کړی ده او د پیښو پخلي یی کړی ده چی له هری طبیعی پیښی وروسته دا معلومه شوی چی د ماشومانو او د ښځو په ګډون هغه کسان چی د لوی عمر کسان له یو ستر غمجن ګواښ سره مخ وی دوی وروسته له زلزلی  بیا په روانی ناروغیو اخته کیږی، ځکه چی دوی شوک لیدلی وی او د خپل کورنۍ غړی یی له لاسه ورکړی چی دو بیا همیشه په کړاونو کی وی.

افغان باید په دی پوه شی چې افغانستان د ناورنیو ملک ده د یو ناورین نه وروسته بل ناورین بیا د دوی مخی غټ خنډ وی له یو طرفه ملک له اقتصادی بحران سره مخ وی چی هغی کی تقریبا ۱۵ میلیونه کسانو ته باید خواړه او درمل برابر شی له بلی خوا داسی زلزلی را مینځ ته شی چی دا شمیره نوره هم لوړوی.

د حکومتی مسولینو او ځایی چارواکو، او افغان میړني اولس د هرات د زلزله ځپلو سره ډیر په بیړه سره مرستې وکړي خو د پرمختللو وسایلو  او د مسلکي ټیمونو د نه شتون له وجهي د شهیدانو، زخمیانو او تلفاتو کچه لوړه شوه، هیله ده چي اوسنی نظام په راتلونکي وختونو کي د یادو ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي چي د داسي خونړیو پیښو شاهدان نه اوسو.

کابل، افغانستان

میزان، ۱۰،۱۴۰۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.