د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو مړینه تایید شوه

192
دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.

په الوتکه کې د ابراهیم رییسي او حسین امیر عبداللهیان تر څنګ یو اته کسیز دولتي هیئت هم مل و.

د ایراني رسنیو په وینا، دغه څرخي الوتکه پرون “د خرابې هوا له کبله” د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان هېواد سره څېرمه پروت دی، د “قیز قلعه سي” په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

تسنیم خبري اژانس د الوتکې د نسکورېدو د ساحې تازه ویډیو خپره کړې چې ښکاري دغه الوتکه څو ټوټې شوې ده.

تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې له مخې یې الوتکه پر یوه غرنۍ سیمه چې په ځنګلونو پوښلې ده، سقوط شوې ده.

د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.

د الوتکې د نسکورېدو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته د عراق، ترکیې، روسیې، اذربایجان او ارمنستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پلټنې په عملیاتو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.