لټون

200
تا په ژوند کي کوم يو دود ته دي کتلي
محـــبـت پـه تـله کلـــه دي تــللي
د جګړې لمبې وې داسی سوزونکې
احساسات يې راته زړونو کې سوزلي
ولوله د عشق ويده مو په ځيګر شوه
نـه ويـښـيږو یـو دردونـو تـلولــي
ځم په ستورو کي مدام دي لټومه
دي بې پايلي لټې هيلې مروړلې
وم د مـينـې په بي کـچه ارزونـه
مرغـلرې مـو دانـه  دانـه بایلـلې
ګران مالي وي د ګلبڼ الونيا شولی
بيغورۍ راته ذهـنـونـه دی زپلـي
د دردونو بازار تل په موږه تود وي
نـاتـارونـو  زمـوږ  خـوني نـړولـې
چاپيريال مو ورځ تر بلې تیاره کيږي
د هما مارغه په څير شوی والوتلي
د وعدو او ژمنو هوډ مو اوسپنيز و
لاړ برباد شول يو پر زمکه لګيدلي
له هر لوري د رڼا څرک ځي ډوبيږي
تـورې شـپـې تـوره لمن راغـوړولـي
د اسمان پر سينه سپينه سپوږمۍ ژاړي
غاړه کۍ نه يې ځلاند ستوري لويدلي
د ناروغي مور يتيم بچې موړ نه شو
د بـشـر پـه نـامه ډيرې مرستـې تللي
د هېواد مو د ملا تیر زموږ ځوانان دي
نن  په  تـلـویې  ولاړ غرونه  لړزولي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.