خوست ولایت باندې پاکستاني بې پېلوته الوتکو برید کړی دی

یاد  برید د خوست ښار سپین جوات سره نږدې شوی دی،د ځايي خلکو پر وینا یاد برید کې تر لسګونو پورې خلک شهیدان او ټپیان شوي دي. که څه هم ځینو د طالب پلوه فیسبوکي اکاونټونو یاد برید په هوټل کې د ګاز د ډبې چاودنه بلله خو بل طرف پاکستاني رسنیو هم…

پولنډ د بېلاروس سره پر پوله نوي ځواکونه ځای پر ځای کوي.

پولنډ د بېلاروس سره په 35 کيلو مترۍ کې نوي پوستې او نظامي ځواکونه ځای پر ځای کوي. پولنډ د Czarna-Bialystok په ښار کې د بېلاروس سره نږدې خپل نوي نظامي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، د پولنډ د دفاع وزارت په وینا،په دغو ځواکونو کې د استخباراتو…

اوکراین سږ کال د بې پېلوټه الوتکو تولید سل چنده زیات کړی دی

اوکراين د بې پیلوټه الوتکو توليد په بې ساري توګه زيات کړی دی،د اوکراین د ډيجيټل ټکنالوژۍ پراختيا وزير ميخايل فيدوروف په خپل تازه بيان کې ويلي دي چې اوکراین کور دننه سږ کال د بې پیلوټه الوتکو توليد سل چنده زيات کړی دی . هغه په خپل تيلګرام…

مسکو ته نږدې د سرګېف پوساد سیمه کې لویه چاودنه شوي ده.

نن سهار 10:45مسکو ته نږدې سرګېف پوساد سيمه کې زوروره چاودنه شوي ده. چاودنه مسکو ته نږدې د سرګيف پوساد سيمه کې د زګورسک فابريکه کې شوي ده،دغه فابريکه د 1935 م کال راهيسي د څارنې تجهيزات،طبي او د لابراتوار وسايل توليدوي. د تازه معلوماتو پر…

په نایجریا کې د فرانسې په سفارت برید شوی دی.

د نایجریا  پلازمینې نیامي کې په زرګونو کسان د مظاهرو په ترڅ کې د فرانسې سفارت باندې برید کړی دی . لاریون کوونکو د ځان سره د روسیې بیرغونه  لیږدول او د پوتین  په ملاتړ یې شعارونه ورکړي او د فرانسې غندنه یې کړي ده . اې ایف پي اژانس په وینا…

پر مسکو بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

بېګا د شپې د روسیې پلازمینې مسکو باندې بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي، ياد بریدونه  په مسکو ښار کې  آی کیو کوارټر په  پینځوس پوړیزه ودانۍ باندې شوي دي، په دغه برید کې د ودانۍ پینځم او شپيږم پوړونه ډیر زیامن شوي دي، په نوموړي ودانۍ کې د…

د قطر لومړی وزیر اوکراین ته رسیدلی دی.

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبد الرحمن اوکراین ته رسیدلي دی، هغه د خپل سفر په ترڅ  کې د اوکراین  له  لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د اوکراین سره یې د جګړې له امله  د بشري ناورین  د کابو کولو په خاطر د سل ملیونه ډالر مرستې اعلان کړی دی.