غرب ھټلر خپل دښمن باله. په مړینه یې ھم نه دہ بښلی. اوس ھم چې د دویمې نړیوالې جگړې څخه پاته شوی کوم نازی چرته پیدا کړي، نو یې د محکمې کټارې ته را کشوي.
د سي ان ان د راپور له مخې تیر کال ھغه ۹۷ کلنه جرمنۍ میرمن ایرمگراد فرچر ( Irmgard Furchner ) چې د دویمې نړیوالې جگړې پر مھال د نازیانو په کوم زندان کې یې د ساتونکې په توگه دندہ اجراء کړې وہ او بیا چرته پټه اوسیدہ او په مستعار نوم یې ژوند کاوہ، تر پیژندل کیدو پس ونیول شوہ او محاکمه شوہ.
بي بي سي په اول سپتمبر ۲۰۲۳ م کې پخپلې انگریزي بریښپاڼې د ھغه اته نوي کلن جرمن نازي د نیونې او بیا محاکمه کولو راپور خپور کړ چې د دویمې نړیوالې جگړې پر مھال په کوم جیل کې پرې د یھودو دوھلو او ځورولو تور پورې شوی و.
ھسې یې د بیلگې په توگه لیکم؛ که په انگلستان کې د یوہ اته کلن ماشوم څخه پوښتنه وشي، پاچا یا ملکه یې څه نومیږي؟
نو اوږې به درته پورته واچوي او ځواب به یې وي: نه پوھیږم!
که ترې وپوښتې، ھټلر پیژنې؟ نو د ھټلر ټول تاریخ به درته په یوہ ساہ بیان کړي او په آخر کې به دا ھم پسې زیاته کړي؛ ھغه د انسانیت دښمن و!
که بیا یې وپوښتې؛ د انگلستان صدراعظم څه نومیږي؟ نو و به وایي: نه یې پیژني!
خو که ته اسامه و وایې، د نوم تر پورہ کولو مخکې به ھغه درته بن لا دن ووایي او زیاته به کړي؛ ھغه د ترھگرو مشر و او ډیر بیگناہ انسانان یې وژلي و!
غرب د خپل نوي نسل روزنه داسې کوي چې که خپل ملي اتلان او مشاھیر نه پیژني نو پروا نه کوي خو خپل دښمنان باید حتماً وپیژني.
ھغوی دا درک کړې چې دښمن پیژندنه تر دوست پیژندنې ډیرہ مھمه دہ.
غرب د خپلو ماشومانو په لا شعور کې ھټلر، بن لا دن، طا ل بان، مرحوم مشر ملا صیب، او خپل نور فکري مخالفین د بدو خلکو د سمبولونو په توگه ایښي. په ښوونځیو کې د ھټلر د ظلمونو او قتلونو په اړہ مالومات ورکول کیږي، طا لب ورته د عصریت، ترقۍ او ښځو دښمن پیژندل کیږي، په راډیوگانو او تلویزونونو کې اوس ھم د ھټلر د مظالمو په اړہ ھرہ ھفته څو ځلې مستندې ډاکومنټرۍ ښودل کیږي، اوس ھم چې کله د افغانستان په اړہ کوم مستند فلم ښیئي نو د ھغه ط الب نُما سړي کلیپ ته پکې خامخا ځای ورکوي چې په تیر اما رت کې یې ښځې په لښتو وھلې وې.
غرب دا ھر څه ولې کوي؟
ځکه چې ھغوی د خپل تھذیب، ارزښتونو او معیارونو فکري دښمنان ھیڅکله نه معافوي او غواړي د خپلو مخالفینو ھمدا تصویر د خپلو راتلونکو نسلونو په لاشعور کې داسې و اغږي چې د شخصیت نه بیلیدونکی جزء یې جوړ شي.
تر څو یې راتلونکی نسل د خپلو ارزښتونو څخه مدافع را ستر شي.
څه باید وکړو؟
په تیر څلویښت کلن ناورین کې او یا ان تر ھغې مخکې موږ نه په دولتي او نه ملي کچه د دښمن پیژندنې مسئلې ته پاملرنه کړې.
د تیرو دولتونو د پالیسیو تقاضا داسې وہ چې چا لکه د یحییٰ خان کورنۍ خپل مشران د ملي اتلانو په توگه را پیژندلي او د رښتینو ملي اتلانو په اړہ یې سکوت اختیار کړی. چا لکه کمونستان یرغلگر کمونستي بلاک راته د دوست او وطن پلوري خلقیان چې په حقیقت کې د ھیواد د ارضي تمامیت دښمنان و، د اتلانو پڅیر ښودلي او چا لکه د کرزي او غني پڅیر د ھیواد د دین او استقلال دښمنان، غربي اشغالگر راته د مرستندویانو او ملگرو او د ھمدوی په خدمت کې وژل شوي د ملي اتلانو په توگه را معرفي کړي.
کارمل او ملگرو یې پخپلو رگونو کې د شوروي د دوستۍ وینې پر بھیدو ویاړ کاوہ او غني او جمبوریانو یې په لکو غاړو ځانونه او خپل عسکر د واشنگټن او نیویارک د امیت څوکیداران بلل!
اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان دولت خپل راتلونکي نسل ته بې له سیاسي ملاحظاتو د ھغوی دښمنان ور وپیژني.
ھغه تاریخي اشتباھات چې زموږ د تاریخ په کتابونو، د ښوونځیو په نصابونو او نورو کې په مسخه شوي شکل راغلي، اصلاح او د راتلونکېو نسلونو په اذھانو کې دا مسائل داسې ور پیچکاري کړي چې که خپل ملي اتلان نه پیژني، پروا نه کوي خو چې د خپل دین او وطن دښمنان یې پیژندلي وي!!
والله المستعان
_________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
می ۱۸/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.