د یو شمېر دولتي ادارو ادغام؛ کارکوونکي یې بې برخلیکه کېدو ته اندېښمن دي

153

د ط ال بان ـو د مشر لخوا د یو شمېر دولتي ادارو ادغام؛ کارکوونکي یې بې برخلیکه کېدو ته اندېښمن دي

په افغانستان کې د هغو دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي چې ادارې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ له یو شمېر وزارتونو سره مدغم شوي، اندېښنه لري چې ښايي له دندو ګوښه شي.

د طالبانو حکومت د عالي تفتیش ادارې یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې دې کار د هغه په ګډون د دې دفتر ټول کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

” د هېواد په داسې کړکېچن وضعیت کې چې ټول خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ټول کارکوونکي اندېښمن دي. له اسلامي امارت څخه زمونږ غوښتنه ده چې مدغم شوي کارکوونکي وساتي څو د کارکوونکو د بدبختيو او ستونزو لامل نه شي.”

د درملو او خوراکي توکو د ملي ادارې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته د خپلې اندېښنې په اړه وویل:

” له عامي روغتیا وزارت سره د درملو او خوړو ادارو ادغام په اړه د امیرالمؤمنین فرمان زمونږ د اندېښنې لامل شوی چې منفک او بیکاره نه شوو. په دې سختو شرایطو کې د کار موندل ډېر سخت دي. که کار نه وي د نفقې پیدا کول مونږ ته ډېر ستونزمن کیږي.”

د طالبانو حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د طالبانو حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ليکلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې د دولت د ١٩ ادارو له ډلې څخه اته یې له یو شمېر وزارتونو سره مدغم شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب (زیاتوالي)،د لوړو لګښتونو د مخنیوي او د ادارو د ښه مدیریت په موخه ترسره شوی دی.

د مجاهد په ټکو، د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره، د حرفه يي زده‌کړو اداره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي او دغه راز د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې.

د باختر خبري آژانس په خبرکې ويل شوي دي چې د طالبانو مشر د فرمان پر بنسټ د مدغم شويو ادارو کارکوونکي د اړتیا له مخې به په هماغو بستونو کې وګمارل شي.

په ورته وخت کې، د دولتي ادارو يو شمېر پخواني کارکوونکي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو حکومت له خوا د بدلونونو له امله منفک شوي دي وايي چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

عبدالبصیر په جمهوري نظام کې د دفاع وزارت يو پوځي و چې په خبره یې د طالبانو حکومت پر مهال تقاعد ته اړ کړل شوی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

” د طالبانو له راتلو وروسته، په ٥٤ کلنۍ کې تقاعد ته اړ شوم. د کار قانون په اساس یې باید مونږ ته په ٦٥ کلنۍ کې تقاعد راکړی و. درې کاله کیږي چې وزګار یم او په کرايي کورونو کې ژوند کوم.”

د ټولګټو وزارت پخوانی کارکوونکی، جمشید هم ورته شکایت لري.

” د نظام له بدلون وروسته، په نامعلومو دلیلونو يې مونږ له دندې منفک کړو. زمونږ معاشونه ورسره قید وو نه یې راکول. له همدې امله کډوالۍ ته مو مخه کړه، اوسمهال په ایران کي یم او له ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان یوو.”

د ادارو ادغام او د یادو ادارو د ځينو کارکوونکو د بې روزګارۍ په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې له هرو سلو کسانو څخه ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې پر دې بنسټ، د افغانستان د نږدې ۴۳ میلیونو وګړو څخه، له یو پر درېیمې برخې ډېر وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي.

د دفاع وزارت یو شمېر کارکوونکي وایي چې د طالبانو حکومت جبراً تقاعد کړي

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ/ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.