افغانستان ته د بهر مېشته افغانانو د سفر پايلې او مطبوعاتي ګزارش

287

۲۹ اپرېل ۲۰۲۴

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين د غړو او ګڼ شمېر هېوادوالو له بيا بيا غوښتنو سره سم د اروپا له بېلا بېلو هېوادونو څخه د يو شمېر افغاني ټولنو او بنسټونو مشرانو او استازو وپتیيله چې د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د بهر مېشته افغانانو هيلې، غوښتنې، اندېښنې او وړانديزونه د اسلامي امارت تر مشرانو ورسوي. په همدې موخه له برتانيې، جرمني، اتريش، سويډن او بلجيم څخه يو دولس کسيز پلاوی چې دوه مېرمنې هم پکې وې، په ۱۴ اپرېل ۲۰۲۴ نېټه کابل ته ورسېد.

په پيل کې بايد يادونه وکړو، چې د اسلامي امارت مسئولينو د پلاوي ډېر تود هرکلی وکړ او يو شمېر مهمو مشرانو سره يې زموږ د کتنو زمينه برابره کړه، چې موږ يې د  زړه له کومې مننه کوو. پلاوي د خپل دولس ورځني سفر په ترڅ کې د رئيس الوزرأ له سياسي او اداري قدرمنو مرستيالانو، د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، دفاع، معارف، امربالمعروف نهي عن المنکر، حج او اوقافو، کانونو او پتروليم، او اقتصاد له قدرمنو وزيرانو؛ همداراز د کورنيو چارو، اقتصاد او تجارت وزارتونو له مرستيالانو، د آزموينو د ملي ادارې، علومو اکاډېمۍ او المپيک ملي کمېټې له رئيسانو؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ( يوناما) له مسئولينو، د سوداګرۍ خونو له مشرانو او ملي پانګوالو او يو شمېرمهمو ملي، ټولنيزو او قومي شخصیتونو او مخورو سره وليدل.

له نېکه مرغه ټولو مشرانو د پلاوي ډېر درناوی وکړ او په ورين  تندي او حوصلې يې زموږ خبرو، نيوکو، او وړانديزونو ته غوږ ونيوه او خپل نظريات او معلومات يې راسره شريک کړل.

زموږ د خبرو عمده ټکي، غوښتنې او وړانديزونه په لاندې ډول وو:

موږ په افغانستان کې د سرتاسري امنيت ټینګېدل، د زورواکو او مافيا له منګولو څخه د هېواد ژغورل، تر ډېرې کچې د فساد مخنيوی، د مخدره توکو د کر، قاچاق او استعمال مخنيوی او د معتادينو درملنه، پولې ثبات او له کورنيو عوايدو څخه د يو شمېر بنسټيزو پروژو پيل هرکلی کوو او د ستاینې وړ يې ګڼو.

د دې تر څنګ یقينا چې د پنځه څلوېښت کلنې جګړې له کبله ډېرې ژورې ستونزې او ننګونې هم په مخ کې پرتې دي. د دې لپاره چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لاسته راغلي فرصتونه بيا له لاسه ونه وځي، د اسلامي امارت مشرتابه دې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

۱ – د ولس او نظام تر منځ موجود واټن بايد له منځه لاړ شي او د يوه ټولمنلي نظام د جوړېدو لپاره اساسي ګامونه واخېستل شي. د افغانستان ټول ولس که له هر قوم، سمت يا قشر څخه وي، بايد په نظام کې ځان ووينې او د مالکيت احساس وکړي.

 ۲ – دا تجربه چې يو شمېر ډلو او افرادو په تېرو دريو لسیزو کې هڅه کوله د جهاد او مقاومت په نامه واک او امتيازات انحصار کړي، بايد بيا تکرار نه شي. دا افغان ملت و، چې په تېره څه باندې يوه پېړۍ کې د دريو زبرځواکونو يرغلونه په ډېره مېړانه او قربانيو مات کړل. زموږ په اند ټول ملت مجاهد دی او مجاهدين د ملت بچيان دي. نور بايد دا  ملت د مجاهد او غير مجاهد په نامه ونه وېشل شي.

۳ – تېر پنځه څلوېښت کاله د پرله پسې نظامي، استخباراتي، ايډيالوژيک او فرهنګي يرغلونو له کبله په بېلا بېلو نومونو د ولس د وېش او نفاق لپاره کار شوی دی. د دې لپاره چې ډاډمنې سولې او ثبات ته ورسېږو، پراخې ولسي روغې جوړې او ملي پخلاينې ته اړتيا ده. په ولس کې د اتحاد، اتفاق، باور جوړولو او زړونو ګټلو لپاره بايد په ملي کچه خبرې پيل شي. په تېرو جګړو کې ټول ملت په بېلابېلو ډولونو او له بېلا بېلو اړخونو زيانمن شوی او د دې وخت دی، چې ټول ملت يو بل ته عفو وکړي.

۴ – د يوه باثباته او ټولمنلي نظام لپاره اړتيا ده، چې د سرپرست حکومت خبره حل شي، د نظام د مشروعيت پر مېکانيزم او لارو چارو کار وشي او د ملت د ارادې تمثيل ته زمينه برابره شي. کېدای شي پدې اړه يوه رښتينې لويه جرګه جوړه شي او يا دېته ورته ميکانېزم څخه کار واخيستل شي. د دې تر څنګ د قوانينو تشه بايد ډکه شي، اساسي قانون او نور قوانين وضع او تصويب شي او په راتلونکي نظام کې مسلکي کدرونو ته د خدمت موقع ورکړل شي.

۵ – د مهاجرت پر عواملو بايد ډېر تمرکز وشي او په هېواد کې داسې چاپېريال او شرايط رامنځته شي چې هر  څوک د رواني، اقتصادي او فزيکي امنيت احساس وکړي او نه يوازې څوک د  مهاجرت په اړه فکر ونه کړي، بلکې په  سيمه کې زموږ  لالهانده هېوادوال هم بېرته راستانه شي.

۶ – د بهر مېشته هېوادوالو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفيتونو څخه بايد د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په لاره کې ګټه واخيستل شي او له افغاني ډياسپورا سره د اړيکو پر ځانګړي ميکانيزم کار وشي.

۷ – زموږ د خبرو تر ټولو مهم ټکی د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو پرانيستل و. زموږ په اند د نجونو پر زده کړو بنديز د ولس د پراخې نارضايتۍ، له نړيوالې ټولنې سره د تقابل، د پراخو مهاجرتونو او د ګڼ شمېر نورو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو اصلي لامل دی او حتی کېدای شي د سولې، ثبات او خپلواکۍ طلايي چانس له منځه يوسي. موږ پدې خبره ټينګار وکړ، چې که په لوېديځ کې د افغانانو راتلونکي نسلونه خپل هويت، فرهنګ او عقيده له لاسه ورکوي، مسئوليت به يې د تيرو نظامونو او اوسني حکومت د مشرانو پر غاړه وي. زموږ په اند په چاپېريال يا نصاب کې د ستونزو له کبله د ښوونځيو تړل د منلو وړ ندي او که په کومه برخه کې جدي ستونزه وي، له  ملت سره بايد حقايق شريک شي او مرسته ترې وغوښتل شي. موږ غوښتنه وکړه، چې نه يوازې د نجونو ښوونځي بايد سمدستي پرانيستل شي، بلکې هغو جګړه ځپلو او وروسته پاتې سيمو ته چې دا پنځه څلوېښت کاله له تعليم څخه بې برخې دي، ځانګړې توجه وشي او د نجونو او هلکانو ښوونځي جوړ شي.

پر پورتنيو مسايلو سربېره له مشرانو سره د تقاعد، د ځوانو او مسلکي کدرنو استخدام، ښځو ته د خيرات پر ځای د کاري زمينې برابرول او بېرته پر خپلو کارونو ګومارل، ښځينه قاضيانو او څارنوالانو ته د معاش ورکول، د پخوانيو نظامي کدرونو جذبول او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه د دوی د بېرته ستنېدو هڅول، او يو شمېر نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

په مجموع کې مشرانو زموږ خبرې ډېرې په دقت واورېدې او په اکثرو مواردو کې نه يوازې له موږ سره موافق وو، بلکې ډاډ يې راکړ چې واردمخه يې ځينې عملي ګامونه اخیستي او نور ګامونه به هم اخلي. مشرانو د ستونزو د حل په اړه خپل نظريات شريک کړل او د هغو پرمختګونو په اړه يې هم تفصيلي معلومات او ارقام وړاندې کړل چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې ترسره شوي دي.

د نجونو د ښوونځيو په اړه که څه هم موږ بريالي نه شو، چې هېوادوالو ته پدې سفر کې د پرانيستو زېری راوړو، خو مشرانو کلکې ژمنې وکړې چې دغې ستونزې ته به  په لنډ وخت کې د حل لاره پيدا  کوي.

مشرانو ټينګار وکړ، چې نه يوازې موږ خپلو هڅو او سفرونو ته دوام  ورکړو، بلکې نور هېوادوال هم وهڅوو چې هېواد ته راشي او له دوی سره  ليده کاته وکړي.

څرنګه چې يوازې په يوه سفرکې د ډېرو ستونزو د حل او ځواب ترلاسه کول ګران کار دی، زموږ جرګه ګۍ پرېکړه وکړه، چې دا بهیر به غځوو او پراخوو او تر هغو به خپلو هڅو ته دوام  ورکوو، چې د ولس اساسي غوښتنې ومنل شي. زموږ په اند له خپلو هېوادوالو سره په  خپل هېواد  کې له هر ډول بهرنۍ اجنډا پرته خبرې، د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده. هيله ده  زموږ بهر مېشتي هېوادوال له خپلو رغنده نظرياتو او وړانديزونو سره د دې بهير ملاتړ او ملتيا وکړي.

و ما توفيقي الا بالله علیه توکلت و الیه  انيب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.