په بامیان کې د بهرنیو سیلانیانو په یوې ډلګۍ برید ته غبرګونونه

102

د بامیان ولایت په مرکز کې پر بهرنيو سیلانیانو وسله وال برید، چې د اسپانیا د بهرنيو چارو وزارت منلې چې اسپانیایي وګړي دي، ګڼ شمېر کورني او بهرني غبرګونونه او د دې ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یاناما د مې په ۱۸مه په خپله ایکس پاڼه د دې برید له قربانیانو سره د خواخوږي په څرګندولو سره لیکلي، په بې وسلو ملکي وګړو او سیلانیانو باندې د خونړي ترهګریز برید له امله حیران او خواشینی دی.

هممهاله د افغانستان لپاره د دې هېواد شارژدافېرې کرن ډیکر د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ، اروپايي ټولنې، جاپان او ایران دا برید په کلکو ټکو غندلی.

اغلې ډیکر په خپله ایکس پانه دا برید بزدلانه بللی او ښاغلی وېسټ هم د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې تاوتریخوالی حل نه دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په خپله ایکس پاڼه دا برید یو “ترهګریز” برید بللی او غندلی یې دی.

د عکس ښي لور ته عبدالله عبدالله او چپ او لور ته حامدکرزی
د عکس ښي لور ته عبدالله عبدالله او چپ او لور ته حامدکرزی

دا برید چې د جمعې په ورځې د بامیان په مرکز کې شوی، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د درېيو بهرنیو وګړو په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي او د یوه بهرني وګړي په ګډون ۴ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی او نه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړې، خو د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې قضیې په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ګرځندویي مرکز ګڼل کیږي، ځايي اوسېدونکي یې په دې اړه اندېښنه لري چې دا برید به نه یواځې په یاد ولایت کې د ګرځندوي صنعت له خنډ سره مخ کړي بلکې د هغه کسانو ژوند به هم اغېزمن کړي چې کار او بار یې دې صنعت سره تړلی دی.

پر اسپانوي سېلانیانو د پرونې وسله وال برید یو عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: “شاوخوا ۶ بجې به وې چې یو ناڅاپه د یو فیر او وروسته د ضربه یي ډزو غږ راغی. له لرې لیدل کېدل چې جنازې په سرک لوېدلي. د ګرځندوي بازار په دې وروستیو کې ډېر تود و، موږ د هندي، امریکایي، روسي او ان چینايي سیلانیانو شاهدان وو چې د بامیان په بازار کې لیدل کېدل٬ خو دا برید کولای شي په بهرنیو وګړو په ځانګړي توګه په بامیان کې ډېر اغېز وکړي.”

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال د غويي میاشتې په دولسمه ویلي وو چې تېر کال افغانستان ته نږدې ۲۸ زره بهرني وګړي د کار او سیل لپاره ورغلي او بېرته تللي او له دغه شمېر څخه ۶۷۵ یې ښځې دي چې دې د افغانستان پر اقتصاد یې هم مثبت اغېز کړی دی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.