د قدر نسل / سيد شاه
موږ د وطن بختور نسل يوو؛
موږ ښايي د نړۍ چټک ترين نسل يوو چې د پېړيو واټن مو په لسو کالو کې وهلی.
څو کاله وړاندې؛
د څراغ د ټيټې پيلتې رڼا ته به مو غبرګ لاسونه ونيول، ګوتې به مو وښورولې او پر دېوال پروت سيوري به د لېوه غوندې خوله ځوله.…