د درې رنګه بیرغ په رنګونو مالامال او د افغانستان د کرېکټ بابا ومړ

30

 کابل: د کرېکټ بابا او د دغې لوبې په نړۍ کې د افغان ملي لوبډلې یو کلک مینه‌وال، رضاخان بابا ومړ.

د رضاخان بابا خپلوانو چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې نوموړی تېره ورځ ناوخته د مغزي سکتې له کبله ومړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ څه موده مخکې په خپله اېکس‌پاڼه د رضاخان بابا د ناروغۍ خبر خپور کړ او لیکلي یې و چې د هغه د درملنې ټول لګښت به پر غاړه واخلي.

د افغان ملي لوبډلې نوموړي پکتیاوال او مشهور مئین له خپلو دودیزو جامو او د هېواد درې رنګه ملي بیرغ سره په ګڼو نړیوالو او کورنیو سیالیو کې د هېوادوالو او نړۍ پام ځان ته را اړولی و.

رضاخان بابا له کرېکټ سره ځانګړې مینه لرله او تل په دې هڅه کې و چې په نړیوالو لوبو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ملتیا وکړي.

د کرېکټ بابا له امریکا غږ راډیو سره په یوې مرکه کې ویلي، له هغه مهال راهیسې یې له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره مینه پیدا شوه چې په عرب اماراتو کې یې د دغې لوبډلې یوه لوبه له نږدې ولیده.

په ټولنیزو رسنیو کې د الرونډر محمدنبي په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړو او همداراز هېوادوالو د رضاخان بابا د مړینې له کبله خواشینې ښودلې ده.

۸صبح

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.