Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د کرېکټ ملي لوبډلې د تاريخي اتلولۍ په مناسبت د ملي محور ګوند د مبارکۍ پیغام – DawatMedia24

د کرېکټ ملي لوبډلې د تاريخي اتلولۍ په مناسبت د ملي محور ګوند د مبارکۍ پیغام

255

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د تاريخي اتلولۍ په مناسبت د ملي محور ګوند د مبارکۍ پیغام

د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ ۷مه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشرتابه، اتلو لوبغاړو، او مینه والو ته!

سږکال د کرکټ په شل اووريز نړيوال جام کې نړۍ د تېر په څېر يو ځل بيا د افغانستان د ملي لوبډلې د اتلوليو او برياوو شاهده وه. په دې تاریخي لوبو کې چې زموږ اتلانو په لومړي ځل د نړۍ ډېرې پياوړې لوبډلې ماتې کړې او نیمه پایلوبې ته يې لاره وموندله، موږ د ملي محور ګوند په استازیتوب ستاسو د بې ساري هڅو او لاسته راوړنو ستاینه او مننه کوو. تاسو يو ځل بيا له خپل هېواد سره د ژورې مينې په برکت او د کلک هوډ او زيار په مټ خپله اتلولي وښودله، د هېواد نوم مو په نړۍ کې لوړ کړ، د خپلو هېوادوالو زړونه مو وګټل او له سختو ورځو سربېره مو د دوی پر شونډو د خندا او خوشحالۍ څپې ونڅولې.

ستاسو دا بریا د افغانستان د خلکو لپاره یو نه هېرېدونکی ویاړ او د هر افغان د زړه خوښي ده. موږ په ټوله کې هېوادوالو ته دا پیغام ورکوو چې افغانان له هېچا کم نه دي او دا بریا زموږ د یووالي، همغږۍ او متانت سوله ييز سمبول دی. دا د هغو ځوانانو لپاره هم الهام دی، چې غواړي په راتلونکي کې د خپل ګران هېواد لپاره په بېلابېلو برخو کې وياړونه او برياوې وګټي.
موږ ستاسو ته د نورو بریاوو هیله کوو او په راتلونکو لوبو کې به هم د تل په څېر زموږ دوعاګانې درسره مل وي.

د لا زياتو برياوو په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.