ډیموکراسي او بیلا بیل تعبیرونه – دوهمه برخه

زمری محقق

72

دیموکراسی او مساوات :  

د آزادۍ تر څنګ، مساوات په عصري ډیموکراسۍ کې د ژوند تر ټولو د ستاینې وړ ارزښت دی. مګر په ډیموکراتیک ایډیالوژۍ کې د مساواتو په اړه دوه مختلف نظرونه شتون لري. ځني وائې چی، ټول خلک یو شان دي. نور بیا وایې ، ټول خلک باید مساوي حقوق ولري. *

………………………………………………………………………………………….

*-

German (1978) 136 Two uses of the concept of equality typically enter into political thought. The first is foundational:

that of describing people as being equal beings. The second is distri- bustional that of justifying a more equal distribution of economic goods, social opportunities, and or political powers among people.

 Egalitarian theories generally invoke the foundational sense of equality to support a more distributive equality Cf. Guttmann (1982) 2.

………………………………………………………………………………………….

لومړی نظر په اصل کې تجربوي دی.

دوی د خلکو تر مینځ پر حقیقي او فزیکي مساوات ټینګار کوي .

 دوهم یې  نورمال نظر دی. دا یو حکم دی چې ټول خلک باید یو شان حقونه ولري.

د دې اند په بنسټ دا په پام کی نه نیول کیږی چی ایا خلک د طبیعت له مخې مساوي دي او که نه ؟.

د مساواتو د دوو بڼو تر منځ توپیر روښانه کیږي که تاسو د مساواتو برعکس وګورئ، یعنی نابرابرۍ، او هغه څه واورئ چې ژان ژاک روسو په 1755 کال کې د انسانانو ترمنځ د نابرابرۍ د اصل او طبیعت په اړه لیکلي دي.

روسو د نابرابرۍ د دوو ډولونو ترمنځ توپیر کوي: طبیعي او سیاسي.

لومړی دول یې د ځواک، روغتیا او وقف په برخه کې د خلکو ترمنځ د فزیکي توپیر پر بنسټ ولاړ دی.

دوهم ډول یې د شتمنۍ، عزت او ځواک  له پلوه د ټولنیز او دودیز توپیر په هکله دئ *

لومړی شکل طبیعی او حتمی دی، دوهم یې غیر طبیعي دئ یعني  ټول امتیازات باید له مینځه یوړل شي او خلکو ته باید مساوي حقوق ورکړل شي . *

………………………………………………………………………………………….

*- Rousseau  (1755) 131

 

-*  Se Hansen (2005) 196. Den enge ske tekst er.” We hold these truths to be self-evident, that all men are created equall, that they are endowed by their Creator with certain unalienable Rights, that among these are Lilfe, Lilbertty and the pursuit of Happiness.”

………………………………………………………………………………………….

د فزیکي مساوات د مفکورې د مثال په توګه، یو څوک کولی شي د 1776 کال د جولای د 4 د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې : “موږ دا حقایق په ځان کې منو، چې ټول انسانان یو شان جوړ شوي او د خدای (ج) له خوا مساوی حقوق را کړل سوی دي »، به بنسټ د مساوات اوبرابرۍ ادعاوکړی .

.دغه راز د مساوات د معیاري مفکورې په هکله کولای سو چی 1789 کال د 26 اګست د میاشتی د بشري حقونو د اعلامیې لومړۍ مادې ته اشاره وکړو چی وائې: “انسانان به خپل ذات کی آزاد او دمساوی حقوقو څښتن زیږیدلی دی » *

………………………………………………………………………………………………

*-  6 Hansen (2005b) 200. Den franske tekst er: Les hommes maissent et de meurent llibres et égaux en droits

………………………………………………………………………………………….

وروستۍ دوه کلمې( آزادی او مساوات ) خورا مهمي دي. دا کلمې ښیي چې دا یوازې په حقونو کې د مساواتو مسله ده، خو د انساني فطرت پر بنسټ د مساواتو موضوع نه ده.

دلته په ټولنه کې د خلکو د برابرۍ پر ځای په دولت کې د اتباعو د مساوات موضوع مطرح ده. د مساوات دا بڼه ، د ټولو امتیازاتو په لغوه کولو ټینګار کوي.

د فرانسې د بشري حقونو اعلامیه د امریکا د خپلواکۍ له اعلامیې څخه الهام اخیستي دئ .

به دواړو کی په دې ټینکار سوی دی چی انسانان په طبعی شکل غیر مساوی پیدا سوی خو د حقوقو په برخه کی سره مساوی دي.

په دې توګه نو دا اند چی وائې (څرنګه  انسانان په طبعیت کی غیر مساوی خلق سوی دی نو په ټولنه کی هم باید غیر مساوی حقوق ولری)  له پامه غورځول کیږي .

ځنی خلک ادعا کوی څرنګه چی خدای انسانان غیرمساوی پیداکړی دی نو په ټولنه کی هم باید یوله بله سره مساوی نه وی . چی د امریکا د خپلواکی په اعلامیه کی دغي موضوع ته مذ هبی توجه ورکول سوی ده .او په طبعیت کی د انسانانو تر مینځ بیلتون د خدای ډالی ګڼی او په حقوقو کی هم عدم مساوات یو طبعی امر ګڼي

 له بلې خوا د فرانسې د بشري حقونو اعلامیه  یوه خالصه سیکولره غوښتنه لري هغه دا  چې هرڅوک د قانون په وړاندې د مساوی حقونو څښتنان دي د دې اعلامیې په اساس مذهب د بشری حقوقو په برخه کی ه هیڅ رول نه لري .

 خو د امریکا د بشری حقوقو د اعلامیې په بنسټ انسان خدای غیر مساوی زیږولی دی نو په ټولنه کی هم د بشپړ مساوات د تطبیق امکانات نسته .

خو د فرانسی د بشری حقوقو اعلامیه د هغه په خلاف د بشری حقوقو په برخه کی بشری توجه ردوی . *

………………………………………………………………………………………….

*ـ.   Mill (1861) 147, Urbinati (2002) 95 med n. 54. 1 England havde universitets- Lærerne i Oxford og Cambridge faktisk to stemmer helt frem til 1948: En stemme i deres universitets valgkreds og eni den valgkreds, hvor de boede.

…………………………………………………………………………………………

د تاریخ په اوږدو کی موږ وینو چی د پاچاهانو، اشرافیانو او دیموکراتانو لخوا په کور کې د ازادۍ ستاینه کیږي، مساوات هم تر ټولو مهم ډیموکراتیک ارزښت ګڼل کیږی او په زیاتره اساسی قوانینو کی د پام وړ رول ورکول سوی دی .

دا طبیعي ده چی ، د پاچاهۍ (مونارکی )او ارستوکراسی سیستمونو کی هم په دې ټینکار کیږی چی انسانان په خلقت کی سره مساوی نه دی پیداسوی ، نو حقوق یې هم مساوی نه سی کیدای .

د سیاسي نظام په توګه د ډیموکراسۍ بنسټیز اصل دا دی ه چې هر وګړی یوه رایه و لري.خو دا غیر ډیموکراسي ده چې یو بالغ د رایې ورکولو د حق څخه محروم شي .

لنډه دا چی د دغو دوو بیلا بیلو اندو نو، چی پورته ‌ذکر سول ، په بنسټ د  ډ یموکراسۍ ډول ، څرنګوالی او د سیستم عادلانه او غیر عادلانه ماهیت ، په ډاګه ښاري .

دا دوه اندونه چی انسان په طبعی شکل څه ډول او په مذهبی ډول کوم حقوق لری ، د امریکا د آزادی په اعلامیه

)  کی په څرګنده سره یو ځای سوی دي .”Declaration of Independence.”(

په اوسنی زمانه کی ټوله هغه بی عدالتی او عدم مساوات چی د تاریخ په اوږدو کی لمن ورته وهل سوی او په ټولنو کی د انسانانو د نابرابری سبب سوی دی ، د ټولنی د خلکو د ښی روزنی ، د تعلیم او زدکړو د ښو شرایط په برابرولوسره کیدای سی ، له مینځه ولاړی سی  او  رښتنی ټولینز مساوات ته لاره اواره شي .

) چی وائې د د هر شخص ذهن یو پاک سپین کاغذ دی د ژوند په  Lock لکه ښاغلی( لوک

جریان کی د هغه تجربې مهارتونه او زدکړی پر لیکل کیږي . *

………………………………………………………………………………………….

*-  3 Locke foretrækker den engelske metafor white  paper frem for den latinske tabularasa, cf. An Essay Concerning Human Understanding (1690), bog 2.2.1.

………………………………………………………………………………………….

. د لوک  دا اند د ډیرو مفکرینو په تیره بیا د انګلیسي ژبو لیکوالانو له خو لخوا په پراخه پیمانه خپره سوی دئ .

دا د لوک، هیوم او هیلویټیس فکرونه دي چې د امریکا د خپلواکۍ په اعلامیه کی یې انعکاس موندلی دئ . دوی وائې چی ټول انسانان مساوي جوړ شوي دي، او دا هغه نظر دی چې د مساوات د مفهوم په ډیموکراتیک بحث کې دوام لري.

خلک کولای سی چی مهارت او وړتیا تر لاسه کړي او په دې وسیله په ټولنه کی د نورو په پرتله یو غوره دریځ ومومی .

په همدې اساس، په فزیکي لحاظ د دیموکراتیک مساوات ملاتړي نه باید  د خلکو تر مینځ په مطلق طبیعي مساوات ټینګار و کړي.

د آزادۍ دغه اعلامیه چی په ۱۸۵۷ م کال کی په( سپرینګ فیلډ) کی ورکول سوی ده .

د دې معتبر سند لیکوالانو اراده نه درلوده چې ټول خلک په هر لحاظ سره مساوي اعلان کړي. دوی د مثال په توګه دا نه مني چې ټول په رنګ، اندازې، عقل، اخلاقي عادتونو کې سره مساوي دي. او یا هم دا چی د دوی وړتیاوی سره یو شانته ده .*

…………………………………………………………………………………………………..

*ـ. Lincolns Springfield Address, holdt

………………………………………………………………………………………….

دا ډول بحثونه د تاریخ په وږدو کی د خلکو تر مینځ د مساوات  په هکله تر سره سوی او د نابرابری او انسانانو تر می عدم مساوات یو طبعی امر ګڼل سوی او په دی ډول دا توجه سوی ده چی څرنګه چی په طبعیت کی د انسانانو تر مینځ په فزیکی او روحی برخو کی نابرابري په ډاکه ښاري نو د دوی ته د برابرو او مساوی حقوقو په برخه کی هم باید توپیر موجود وی ځکه نو ټولو خلکو ته د مساوی حقوقو ورکول د امکان څخه لیری خبره ده .

په داسی حال کی چی د عدالت او مساوات رښتنی پلویان تل په دې ټینګار کوی چی :

خو د خلکو تر منځ د فزیکي  نابرابرۍ په اړه باورونه  ،په دې معنا نه دي چې د دیموکراتیک مساوات  رښتینی پیروان دي د خلکو تر منیځ د برابري  بنسټیز نظر پریږدي ..

د فزیکي نابرابرۍ مسئله د فرانسې  د ملي شورا د غړو ترمنځ په  پریکړه کی ستر جنجالونه او مناقشې را منځ ته کړې ، تر څو چی  په 1789 کې د بشري حقونو اعلامیه تصویب شول .

د ټولو خلکو د برابرۍ دوهمه توجیه د معیاري اصولو له مخې ده :

کیدای شي چې خلک د طبیعت له مخې توپیر ولري، او د خلکو تر منځ د پام وړ توپیرونه د دوی د مختلف عادتونو له امله وي نه یوازې د روزنی او پالنې له امله.

په هرصورت، دا باید وویل سی چې هرڅوک د یو انسان په توګه مساوي ارزښت لري او له همدې امله باید په ټولو برخو کې یو شان چلند ورسره وشی .

خو کله کله دا مسئله د میتافزیکی او یا هم مذهبی فکرونو په بنسټ څیړل کیږی .

د ډیموکراسۍ او سیاسي برابرۍپه د تړاو په ملاتړ ټول خلک یو شان ارزښت لري او په دې برخه کې هیڅ یو شخص د بل شخص څخه لوړ نه دی.

په دغه هکله د ډیموکراسۍ د پلویانو او مخالفینو له خو زیات بیانونه وړاندی سوی دی چی د لیبرال ډیموکرات استازی( ئې ډال ) یو دهغو کسانو څځه دی  چی

، په دې وروستیو کې د (لیبرال د سیاسي مساوات)  تر عنوان لاندی ی  په ۲۰۰۶ کال کتاب ولیکی . *

……………………………………………………………………………………………….

*ـ. Dahl (2006) 4: The first assumption is the moral judgment that all human beings are of equal intrinsic worth, that no person is intrinsically superior to another. Gosepath (2007):” The prenciple of equal diginity and respect is now accepted as a minimum western culture “

ژباړه :  داهل (2006) 4: لومړنۍ انګیرنه هغه اخلاقي قضاوت دی چې وائی ټوله انسانان د یوشان داخلي ارزښت لرونکي دي، چې هیڅ یو انسان له بل څخه لوړ نه دی. د  ګوسپت (2007): “د مساوي وقار او درناوي اصول اوس د لږترلږه لویدیځ کلتور په توګه منل شوي”

……………………………………………………………………………………………………

اوس به راسو دې پوښتني ته چی :

آیا د دې نظر ، چی ټوله نارینه مساوی زیږیدلی دی ، دفاع دومره سخت  کار دی؟

د  انسانانو تر منیځ د نابرابری په هکله بیا موږ ته دا پوښتنه را پیدا کیږی چی که موږ د انسانانو شخصیت په پام کی ونه نیسو او ووایو چی ټول انسانان مساوی دي نو آیا ویلای سو چی مهاتما ګاندی او صدام حسین سره یو دي ؟

او یا دا چی د ابراهیم لینکن او د هغه  قاتل  البرت هوستادر سره یو شان دي؟

که څه هم په اخلاقی لحاظ دوی سره بیل دی خو د انسانیت له پلوه سره یو شان او د مساوی حقوقو څښتنان دي .

ټامس ماسرک چی د چکوسسلو واکیا لومړنی ټولواک ؤ او په عین حال کی یې د آزادی او ډیموکراسۍ د سستر پلوی لقب هم ګټلی ؤ ، د کارل کیپټ سره د دې موضوع په اړوند په ډاکه وویل :

چی ډیموکراسۍ اصلي اساس مذهب دی . ده زیاته کړل :

« زه په دې پوهیږم چی انسانان مساوی نه دي. مساوات نه دلته په ځمکه کې شتون لري، او نه هم په طبیعت کې. خو د تل پاتې او ابدي  اروحو په څیر موږ واقعیا مساوي یو » *

……………………………………………………………………………………………………..

*   Capek (1935)  her citere efter den norske oversættelse (Oslo 1948) 324

…………………………………………………………………………………………………………

یو څوک دا تصور هم نشي کولی چې خدای ځینې خلکو ته غوره او نورو ته یې د کم عمر روح ورکړي. څرنګه چی عیسویت د تاریخ په اوږدو کی د لویدیځې نړۍ د مساواتو په اړه ، یو بنسټیز رول لرلی دی  ځکه ی نو په دیموکراتیک نظرونو کی هم د مسحیت  داندونو انعکاس موجود دئ ..

خود ليبرال ډيموکراسۍ لپاره دا ستونزمن کار دی چې دا د يو باوري اصل په توګه وپېژني لويديځ ليبرال ډيموکراسي نن ورځ د يو سياسي نظام په توګه ګڼل کيږي چې بايد د هر فرد دا حق تضمین کړئ چې په عمومي توګه د مذهب، اخلاقو او د ژوند ارزښتونو په اړه خپل درک ولري، مګر ډیموکراسي پخپله هیڅ مذهب یا ما بعدالطبعي ( میتافزیک ) تیوري پورې تړاو نلري ..

د میتا فزیک د تیوری په بنسټ هر انسان ځانته ارزښت لری له همدی امله خدای دوی ته د بیالا بیلو وختونو لپاره روح او ژوند ور کړی دئ .

د مساوات او برابرۍ په هکله د اپوښتنه رامنځ ته کیږی چی  آیا شخصي ځانګړتیاوې د تبعیض چلند حق ورکوي؟

د ډیموکراسۍ مخالفین به په دې ټینګار کوی چی  دوی د خلکو تر منځ توپیر ته ترجیح ورکوي. که خلک مختلف وي، نو له دوی سره باید توپیري چلند وشي او د دوی د هڅو په تناسب باید د ټولنې په ګټو کې ونډه ولري.

نو ولې با استعداده او متشبث خلک باید له هغه غوره مقام څخه محروم شي چې د دوی یې مستحق دي؟

 د تبعیض دا بڼه له پخوانیو وختونو راهیسې د مساوات د اصل په بنست د ملاتړ وړ کرځیدلی ده

که د مساوي هڅواو فعالیت په بدل کی مساوي انعام ورکړل سی نو دې ته متناسب مساوات ویل کیږي. دا مساوات باید پرته له توپیر څخه ټولو ته یو شان وی ..

افلاطون او ارسطو، چې دواړه له ډیموکراسۍ څخه لرې ، د تناسب د مساوات پلوي وو.

 دوی د ریاضی او جیومیټریک (یعنی متناسب) مساواتو ترمنځ توپیر وکړ.

د ریاضي ماډل له مخې، ټول خلک مساوي دي او هر یو د یو لپاره حساب کوي.

 د جیومیټریک ماډل له مخې، د خلکو ترمنځ توپیر شتون لري: ځینې د یو لپاره حساب کوي، ځینې یې د دوو لپاره، نور بیا د څلورو لپاره، او داسې نور.

ټوله خلک باید  ،پرته د توپیری چلند څځه،  د ټاکلی جرم په مقابل کی ټاکل سوی مساوی سزا وویني .

خو یو شمیر نور بیا  لکه (هنسن ) په دې عقیده دی چی :

د جیومیټریک ماډل باید د اساس په توګه وکارول شي او د خلکو تر مینځ حقیقي توپیر باید په پام کې ونیول شي: موږ وینو چی ځینې کسان دوه چنده او یاهم د زیاتو امتیاراتو مستحق ګڼل کیږی او نور بیا د دې امتیاز څخه بی برخي وی .

نو کله چی د خلکو معاشونه او امتیازات د دوی د استعداد له مخی توپیر سره لری همدارنګه سزاوی هم باید د ټولو لپاره یو شانته نه وی .

د افلاطون او ارسطو په وینا، ډیموکراسي تېروتنه کوي چې ټول خلک مساوي ګڼي، او د توکو په ویش کې دوی د جیومیټریک پر ځای د حسابي مساواتو څخه کار اخلي.

 په دې مسله کې دیموکراتان په پخوانیو وختونو کې ویشل شوي وو، او تر نن ورځې پورې په دې باور دي چې ټول اتباع باید مساوي حقونه ولري .*

………………………………………………………………………………………….

*-  د هنسن دغه کتاب چی د یونان د اتن دوختو د دیموکراسۍ په هکله یې په ۲۰۰۵ کال کی لیکلی او په ډنمارکی ژبه په کوپن هاګن کی چاي سوی دی :

Hansen ( 2005) p, 57-60

……………………………………………………………………………………………………

خو زموږ په وخت کې، دا په ځانګړې توګه د لیبرال ډیموکراسۍ او مارکیټ ډیموکراسۍ  پیروان دي چې د دې ډول مساواتو ملاتړ کوي.

   د بیلګې په توګه، جان پلیمینټز لیکي :

« هرڅوک پوهیږي چې د خلکو ترمینځ به بیلابیلا بر خو کی توپیرونه شته ، ځینې داسې دي چې د نورو څخه غوره وي. هرڅوک دا مني چې انسانان د طبیعت له مخې نابرابر دي او هر هغه ټولنه چې د دې نابرابریو له منځه وړلو هڅه کوي یا به خپل ځان له منځه یوسي یا به یې غړي په مادي او معنوي فقر کې ډوب کړي.

 متمدن خلک سیالي کوونکي مخلوقات دي ، دوی په خپلو استعدادونو ډیر ویاړي او د نورو سره یې په مساوی ډول پرتله کول ، په خپل حق کی ظلم ګني دی زیاتوی چی  افلاطون په حقه وو چی د دې اند پیروي ئې کول .*

……………………………………………………………………………………………*-  Plamenatz (1956) 79.

 John Plamenatz (1912-74) ه

د ه د اکسفورډ پوهنتون کې د ټولنیزې او سیاسي تیورۍ د پروفیسور په توګه یې دنده دلودل .

………………………………………………………………………………………….

به دغه هکله د ډیرو سوسیال لیبرال دیموکراتانو ځواب دا دی چې وایی :

 دا دلیل د مغزو څخه لیری کړی ،چی د خلکو سره  دي د طبیعت له مخې بیلا بیل ډول چلند وسي ، په دې صورت کی نو تاسو څنګه کولی شئ د کمزورو سره مرسته وکړئ .

او د طبیعت د غیر مساوي ویش د جبران کولو لپاره، په ټولنه کې مساوات رامینځته کړئ.

نو دا اند چې خلک د طبیعت له مخې په مختلف ډول سمبال شوي دي د مساواتو په نظر کې نیولو سره د ټولنې د ارزښتونو غیر مساوي ویش لپاره ، د دلیل په توګه کارول کیږي.

او په پای کی د ټولنی د نا برابری او عدم مساوات ، د طبعیت په نابرابری سره توجه کوی .

لنډه دا چی د طبعیت د نابرابرۍ په بنسټ خلکو د حقه حقوقو څځه محرومول ، د اوسنی  عصر کی په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی .

زموږ په وخت کې ترټولو مشهوره هڅه د دیموکراتیک مساوات د توجیه موندلو لپاره د جان راوولز د پخوانیو نظرونو هغه  بیا پیل کول دي چې وایې انساني ټولنې ، د خلکو تر منځ چې پخوا یې په طبیعت کې ژوند کاوه، د یو ټولنیز تړون له لارې رامینځته شوي ده .

.راولز چی د (عدالت تیوری ) تر عنوان لاندی یې یو کتاب په انګریزی ژبه په ۱۹۷۱ کی چاپ کړی دی ، فکر کوي چې د خلکو یوه ډله په طبیعت په آزاد ډول رامنځ ته سوی  او د خپلو غوښتنو او اړتیاو سره سم  یې ټولنه تنظیم کړي ده . د طبعیت له مخی  انسانان نابزابره خلق سوی دي .

دی د ټولنی خلک پر درو برخو وشي وایې یوه هغه مخ کښه ډله ده چی ټولنیز قوانین را منځ ته کوی او ټولنه مخته بیایې ، بله یې هم عادی خلک دی چی په ټولنه کی ژوند کوی ، او دریمه یې معیوبه او کمزوري کسان دی چی د بل د مرستی پرته خپل ژوند مخته نه سی بیولای ، خو نور خلک هم نه غواړی چه د هغوی سره مرسته وکړی . په دی صورت کی نو یو ټولنیز نظم ته اړتیا سته څو چی په عدالانه ډول ټولو خلکو ته مادي نعمتونه ورسیږي .

د طبعیت د نا برابری په مقابل کی د ټولینزی برابری او مساوات اصطلاح رامنځ ته سوی ده .

نو ورځ د راولز افکار په پراخه کچه خپاره شوي او د عصري ډیموکراسۍ په بحث کې  یې مرکزي ځای اشغال کړی دي.

خو البته په دې اړه یو ژوندی بحث شتون لري هغه دا چې  آیا د هغه د فکراو تجربې ته د اهمیت ورکولو په اساس به خلک واقعیا د ضعیفانواو بی وزلو، ملاتړ غوره کړي. ؟

د برابرۍ معنا  دا  نه ده چی پرته د هر ډول معیار په نظر کی نیولو سره ، ټولو ته  په یوه سترګه وکتل سی . ځکه نو په دیموکراسی کی دا اصطلاح منځ ته راغلی ده چی ( برابری د امکاناتو په صورت کی ) .

راول زیاتوی چی دا عیسویت دی چې د ډیموکراتیک ایډیالوژۍ تر شا پروت دی.

او په لویدیځه نړۍ کې، دا د عیسویانو درس دی چې یو څوک باید د خپل ګاونډی سره مینه ولري. د عسویت د همدې عقیدې په بنسټ مو کولای سو چی دبی وزلو سره مرستی او خیرات ور کول توجه کړو .

موږ کولی شو دا د بشریت له پلوه ترسره کړو، که موږ دا وښیو چې انسان نه یوازې د طبیعت له مخې یو ټولنیز مخلوق دی، بلکې یو داسي اخلاقي  او منطقی موجود هم دی چې د نورو خلکو خیر غواړي. *

……………………………………………………………………………………………………..

*-   راول (1999) 420-9; داهل (2006) 36-44,47-

………………………………………………………………………………………….

 په همدی اساس موږ باید په سیاسي پریکړو کې برخه واخلو.څو چی  موږ ټوله وکولی شو داسې حالت ته د پای ټکی کښبږدو چې ، د نورو خلکو مرستې ته اړتیا ولرو.

 موږ باید د نورو خلکو سره د مرستې لپاره هم چمتو شو، او له همدې امله موږ باید د ټولنې د ملاتړ لپاره ګام پورته کړو.

نو موږ باید چمتو یو چې د هغه چا سره د خسارې په ورکولو کې مرسته وکړو چې د حادثې سره مخامخ کیږي. دا هم ځکه چی  سبا امکان لری چی موږ خپله د داسی حالت سره مخامخ سوو.

دا چې خلک په طبیعت او استعداد کې توپیر سره لري نو حقوق یې هم مساوی نه سی کیدای داپه حقیقت کی یو تبعضي عمل دی .

باید وویل سی چی  برابري په دې معنا نه ده چې هر څوک باید مساوي اندازه ولري، بلکې دا چې هر څوک باید مساوي فرصتونه او امکانات ولري. چی دا په حقیقت کی د نن ورځي د مساوات د ډیموکراتیک مفهوم مرکزي اړخ او اصلی محتوا جوړوی .

اوس به پر دی وږغیږو چی  د دې ډول مساوات او برابری اصلی منځ پانګه څه شی ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.