طالبانو د ښځينه ښوونکو معاشونه تر بلې خبرتیا وځنډول

32

کابل: د طالبانو پوهنې وزارت د ښځينه ښوونکو معاشونه تر بلې خبرتیا ځنډولي دي.

یو لیک چې یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د طالبانو  پوهنې وزارت دا بهیر تر هغه مهاله ځنډولی چې پنځو زرو افغانیو ته د ښځينه کارکوونکو د معاشونو کمولو حکم څرګند شوی نه وي.

دا مکتوب د طالبانو پوهنې وزارت د چارسمبالي حبیب‌الله آغا په لاسلیک صادر شوی او لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا دې د ښځينه ښوونکو معاشونه وځنډول شي.

د دغه ځنډ لامل د پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو په اتومات سیسټم کې ستونزه ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو مشرتابه ټولو دولتي ادارو ته لاښوونه وکړه چې د ښځينه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.

په دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو معاشونو کمېدو ته په غبرګون کې پرون ځينو ښځينه ډاکټرانو کاربندیز وکړ.

پر دې دغې پرېکړې پراخې نیوکې وشوې.

۸صبح

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.