د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

نور محمد غفوری

87

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او په خاص ډول د ۲۰۰۱م کال راوروسته «د نړیوالو تر ملاتړ لاندې جوړ جمهوری نظام» کې د مدني ټولنې اصطلاح او فعالیتونو ډیر رواج موندلی. په شل کلن جمهوري نظام کې په افغانستان کې د مدني ټولنې د رښتینې او روښانه تصویر پر ځای د هغو بدل او بدرنګ کاریکاتور افغانانو ته وړاندې شو چې په ځینو وختو کې د مدني ټولنې او مدني فعال په اړه د خلکو تر منځ د منفی نظرونو د راپیدا کېدو سبب شو؛ په داسې حال کې چې په اصل کې مدنی ټولنه ( civil society) د هېواد په مادي او معنوي برخه کې د ولسونو د خیر او فلاح له پاره ډیر ګټور خدمتونه وړاندې کوي.

مدني ټولنه څه شی ده؟

مدني ټولنه په هېواد کې د ټولې جامعې د وګړو یوه برخه ده او د هغو سازمانونو، اتحادیو، ګروپونو، کلوبونو، انجمنونو، ادارو او نورو له مجموعې څخه عبارت ده چې د اړو افرادو او مختلفو ټولنیزو ګروپونو د ستونځو د حل له پاره مرسته او کار کوي. مدني ټولنه او په هغې کې د ننه ځانګړي مدنی سازمانونه او ټولنیز ګروپونه له یوې خوا د دولتي ادارو څخه جلا او خپلواک وي او له بلې خوا له خصوصي سکټور سره هم پیوستون نه لري. دا د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ دریم ستون بللی شو چې نه د سیاسي واک د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي او نه هم د تولید او مادي ګټو د حاصلولو له پاره. د مدني ټولنې د مختلفو ګروپونو د غړو کارونه او خدمتونه پر اصل بنسټ کې رضاکارانه او له اجورې او معاش پرته وي. د مدني ټولنې ډول ډول سازمانونه په ټولنیزو چارو کې د خلکو د پراخه ګډون او ولسي نوښتونو د را ښکاره کېدو او پلی کیدو له پاره زیار باسي. د مدني ټولنې اصطلاح اکثرا د دریم سکټور یا غیر انتفاعي سکتور سره په مترادف ډول کارول کیږي. که په ساده ژبه ووایو، مدني سازمانونه او انجمنونه د شخصي ګټو له پاره نه جوړيږي، بلکې د ټولنې له پاره د وړیا او ثوابي خدمتونو د اجرا له پاره جوړیږی. مدني سازمانونه په سیاست کې د لاسوهنې او د د حکومت، یا یوه یابل سیاسي ګوند د ملاتړ په خاطر فعالیت نه کوي، بلکې هغه ټولنیز فعالیت ته لاس اچوي چې د ټولو وګړو له پاره ګټور وي. مدني سازمانونه له سیاست، دولت او خصوصي سکټور څخه بیل، خپلواک او غیرانتفاعی وي. د مدني بنسټونو په جوړولو کې اصلا د ګټې تر لاسه کول په پام کې نه نیول کیږي، بلکې د خدمتونو وړاندې کول او خلکو د ستونزو حلول یې اصلی هدف وي.

د مدنی ټولنې د فعالیت بيلګې:

ددې له پاره چې د مدني ټولنې او د هغو د جوړونکو عناصرو او سازمانونو په ماهیت ښه پوه شو، دلته به د هغو د فعالیت ځینې مثالونه راوړو:

  • ډیرې کلتوري ټولنې شته چې له دولتي چوکاټه بهر په خپلواکه توګه بې پرې او غیر سیاسي فعالیت کوی او په هیڅ کوم خصوصي شرکت پورې هم تړاو نه لري. که د شاعرانو ټولنه په نظر کې ونیسو، نو د مدني جوړښت په حیث د ټولو شاعرانو له پاره خدمتونه وړاندې کوي، نه داسې چې کومه مشخصه ډله حمایت او د نورو سره مخالفت وکړي.
  • عام المنفعه خیریه تعلیمي مؤسسې چې په مستقل ډول د موجودو قوانینو سره سم د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي او له مرستو یې د هیچا لوڼې او زامن بې برخې نه وي او د دولت او یا د کوم سرمایدار تر امر لاندې هم کار نه کوي.
  • د بشر د حقوقو مدافع سازمانونه اکثره عام المنفعه، د دولت او یا کوم خصوصي پانګوال تابع او تر لاس لاندې نه وي.
  • د ښځو د ګټو او حقوقو ساتونکي سازمانونه او اتحادیې هم اساساً خپل فعالیتونه مستقل پر مخ وړی. د ټولو هغه کتګوري ښځو سره مرسته کوي چې د سازمان په اساسنامه کې ترې یادون شوی وی. مثلا کونډو میرمنو ته د کار د پیداکولو فرضي ټولنه د ټولو کوندو میرمنو له پاره د کار لټون کوي، نه داسې چې د یوه قوم، یا مذهب ښځو ته خدمت وکړي او نورې شاته وغورځوي. او داسې نور…
  • د ولسواکۍ، جمهوریت او دموکراسۍ د پراختیا له پاره کوم جوړ شوی بنسټ (فوندیشن) چې د ولسواکۍ بنسټیز خدمتونه پرمخ وړي، باید بې له تعصب او تمیزه د ټولو مینه والو له پاره یو شان خدمتونه وړاندې کړي. د مدني ټولنې سازمان که په هر نامه او هر شکل وي، د دولت او یا د کوم مشخص سیاسي بهیر او خاص ګوند په اړه په مثبتو او یا منفی تبلیغاتو کې د ګډون حق نه لري.
  • که کوم مدني محلي، ملی او یا نړیوال سازمان په یوه سیمه کې د خلکو له پاره د کاریز کیندلو، د بیالو د پاکولو، د اصلاح شوو تخمونو د ویشلو، د لارې او سرک د جوړولو او یا د نورو بشري او پرمختیایي مرستو ورکولو بهیر پر مخ وړی، دا حق نه لري چې دا مواد د خپلو خپلوانو، د سیاسي همفکرانو او نورو په خاصه توګه انتخاب شوو کسانو ته وویشي او په اصل کې د خپلې اساسنامې په معیارونو برابر او مستحق کسان له دې مرستو او خدمتونو محروم کړي. او نور …

باید په یاد ولرو چې د هېواد په مناسبو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو کې مدني ټولنه او ځانګړې مرستندویه مؤسسې او فوندیشنونه کولی شي په مختلفو برخو کې کار او خدمت وکړي او د ټولنې د پرمختګ او ښه والي په لار کې مهم رول ولوبوي.

03.07.2024

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.